
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): د کندوز ځايي مسوولین وايي چې د کندوز ښار لس ورځنۍ جګړې سوداګرو ته تر لس میلیونه ډالره ډېر زیان اړولی دی.
د کندوز د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو او وارداتو مسوول وايي چې د دوی د ارقامو له مخې خصوصي سکټورونو، صنعت کارانو او سوداګرو ته په لس ورځې کې تر لس میلیونه ډالره ډېر زیان اوښتی دی.
مسعود وحدت نه دي ویلي، چې دا زیان د جګړې له کوم لوري اوښتی دی، خو ځايي اوسېدونکي وايي چې د کندوز په دوه ځلي سقوط کې هر ځل دولتي او بهرنیو بمباریو ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د کندوز امنیتي مسوولین مني چې اوس هم د ښار شاوخوا د طالبانو په لاس کې ده، خو وايي چې دوی يې پر ضد عملیات پیل کړي دي.
د کندوز ځايي اوسېدونکي امنیتي ځواکونه ملامتوي، چې له هرې جګړې وروسته يې د ملکي تلفاتو خیال نه دی ساتلی او ګڼ ولسي وګړي يې له طالبانو سره د همکارۍ او خواخوږۍ په تور نیولي او وژلي دي.
یاده دې وي کندوز یو له هغو شمالي ولایتونو څخه دی چې دولتي ادارې يې یوازې په تعمیرونو کې فعالیت کوي.