
بغدادي په غږیږ بیان کې پر سعودي او ترکیې د بریدونو امر کړی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): د اسلامي دولت ډلي (داعش) مشر ابوبکر البغدادي خپل اتباعو ته امر کړی چې د موصل جګړې څخه دي نه پر شا کیږي، د اهل سنتو څخه یې د مرستي غوښتنه کړې، پر ترکیې او سعودي یې د بریدونو امر ورکړی دی.
ددې تر مخه داسي اوازي خپرې شوي وې چې ګواکي نوموړی به وژل شوی وي، خو وروستی غږیږ پيغام یې یو ځل بیا د ژوند خبر ورکړ.
بغدادي خپل اتباعو ته ویلي چې د موصل ښار څخه په خپل ټول توان دفاع وکړي او په هیڅ وجه دې له موصل څخه د تيښتي لاره نه غوره کوي.
نوموړي دغه څرګندوني په داسي حال کې کوی چې د موصل ښار چار چاپيره عراقي ځواکونه، شیعه ملیشې، کردي او امریکايي ځواکونه را ټول شوي او له څو اونیو راهیسي یې د ښار پر شاوخوا بریدونه پيل کړي تر څو یې له داعش څخه بیرته ونیسي.
بغدادي په خپل صوتي بیان کې د اهل سنت اتباعو ته ویلي چې داعش ستاسو لپاره وروستۍ پناه ځای دی، ځکه نو باید له تنظیم سره ودریږئ.
نوموړي ویلي چې د موصل په جګړه کې به بریا ددوی وي.
بغدادي همدا راز د ترکیې او سعودي یادونه کړې او د خپلو اتباعو څخه یې غوښتي چې په سوریه کې پر ترکي ځواکونو بریدونه زیات کړي، د ترکیې داخل ته جګړه بوزي او همداسي په سعودي کې امنیتي ځواکونه، د حکومت چارواکي، د شاهي کورنۍ غړي او رسنیز بنسټونه خپل د بریدونو هدف وګرځوي.
باید وویل شي چې د بغدادي وروستی غږیږ پيغام یو کال وړاندي په ۲۰۱۵ کې د دیسمبر په میاشت کې راغلی وو او په هغه وخت کې ویلي وه چې د روسانو او امریکایانو بمبارۍ پر دوی بد اغیز نه دی کړی بلکي لا ورسره قوي شوي دي.
مونږ چه بعدادی نه پیژندلو مخکی یی راته نور معلومیدلو ، هغه مصنوععی نور وو د خلکو د تیرویستلو د پاره د میکپو او شامپوګانو نور وو اسلامی نور نه وو و کله چه یی وحشت له تیر ویستنی طغیان وکړو اصلی نقاب یی له مخی لیری شو خلکو ته پته ولګیده چه دی هم لکه د حکومتیار په شان چه د پاګران نظامی بیس کی د ډیر مهم سیاسی مییلمه په شان میشت او له هغه ځایه حزبی او اربکی ملیشو ته د طالبانو په ضد قومانده ورکوی ، بغدادی هم د بغداد په کوم نظامی بیس کی د… نور لوستل »