افغانستان

شانګهای کې نن د افغانستان پر سوله خبرې کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): د اجراییه ریاست مطبوعاتي څانګه وايي چې د دې ریاست رییس او د حکومت نیم واکوال به شانګهای سازمان په غونډه کې پر ګډونوالو د افغان سولې اړوند غږ وکړي.

د اجراییه ریاست د مرستیال ویاند جاويد فیصل رسنیو ته ويلي چې د شانګهای سازمان په ناسته کې به اجراییه رییس په سیمه او په تېره بیا افغانستان کې پر امنیتی وضعیت خبرې وکړي.

هغه وویل چې دوی به د شانګهای غړو هېوادونو پر صدراعظمانو غږ وکړي چې د سیمې د امنیت په خاطر باید د افغانستان په امنیت کې خپلې هڅې ونه سپموي.

د شانګهای تړون په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، چين، روسيې او قرغزستان تر منځ لاسلیک شو، چې هند او پاکستان يې سږ کال د غړیتوب تفاهم لیکونه لاسلیک کړ او افغانستان يې د غړیتوب هڅې روانې کړې دي.

عبدالله عبدالله په داسې حال کې د شانګهای سازمان په ناسته کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کوي، چې تېره شپه هم کندوز کې بهرنیانو په یوه هوايي برید کې لسګونه ملکي وګړي وژلي او ګڼ کورونه يې نړولي دي.

ياده دې وي د قرغیز په پلازمینه بیشکیک کې دا ناسته د غړو هېوادونو د صدراعظمانو تر منځ روانه ده، چې عبدالله عبدالله پکې د حکومت د نیم برخه وال په توګه ونډه لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close