شعـــــرونه

غزل/ هلال مهاجر

هلال مهاجر

مرمرین لاس رکوه خدای ته مې سپاره
ته ورځه په مخ دې ښه خدای ته مې سپاره

نورمې دلته په همدې حال تنهاء پریږده
چې هرڅه کیږی په مه خدای ته مې سپاره

پاس چورلوکي دې فضاء مخاصره ده
ته دې ځان سمبالوه خدای ته مې سپاره‌

کوم یوزخم به وښایی طبیب ته
مایی یویوشماره وه خدای ته مې سپاره

ښکاري نورمې دژوندون سپرلی خزان شي
بس دعاراته کوه خدای ته مې سپاره

زه که مرم که پاتی کیږم ته وردرومه
ګرانه مامه خوزه وه خدای ته مې سپاره

زنګون لري کړه کمرته مې نیږدې کړه
چې کړم ځان ورته تکیه خدای ته مې سپاره

اوښکي پاکی کړه له سترګودې قربان شم
راته مه کوه ژړه خدای ته مې سپاره

دزخمونو دلیدو تلوار مې مه کړه
یم زخمي زخمي سینه خدای ته مې سپاره

یاره نورمې دژوندون ستوری لویدلی
ښکاري بیل شمه لته خدای ته مې سپاره

ستاهلال خو نورپه ژونددرنه بیلیږم
چې مې هیر نه کړی اشناه خدای ته مې سپاره
ـــــــــــــــــــــــ
۱۴۳۷،۱۱،۲۷
هلال، مهاجر
خوست

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x