
غزل/ طارق خوږياڼی
طارق خوږياڼی
دغمونو درانده بار لاندې اوسيږم
لولپه شوم،سورانګارلاندې اوسيږم
لکه مړې تورلحدکې مې ژوندون دی
دسپـيرو خـاورو امبار لاندې اوسيږم
هرکردارمې له هرخوا نه تعقـبيږي
دنکـِرمـُنکِرترڅارلاندې اوسيږم
په سينه کې مې درنې چاودنې کيږي
خراسان يمه بمبارلاندې اوسيږم
په دې ستره دنياګۍ کې ځکه ورک يم
دبــارودو خړ غُبارلاندې اوسيږم
پخپل کورکی مې خپل ځان داسی ټوټې شو
لکه وچ لرګې منشارلاندې اوسيږم
له ګوګل نه مې ګونګۍ کړيکې راخيژي
دحالاتوسخت فشارلاندې اوسيږم
ځمه ځمه له دې کلي نه طارقه
دغـره سرکې نوردغارلاندې اوسيږم