افغانستان

ډوبینز : هیله لرو چې هند به کرزی د امنیتي تړون لاسلیک ته وهڅوي

نن ټکی آسیا: د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازي جیمیز ډوبینز نن هند ته ولسمشر کرزي د سفر په اړه هیله وښوده چې د کرزي دا سفر به اغېزمن وي.
ډوبینز وویل، دوی په دې هم هندوستان ته د کرزي سفر ته هیله من دي چې کرزی له هندوستان سره ښې اړیکې ،برابره راشه – درشه او ډېر درناوی لري.

ځانګړې استازي زیاته کړه چې له دې وړاندې د چین ولسمشر، د پاکستان لومړي وزیر او د روسیې ولسمشر هغه کسان دي چې کرزی یې هڅولی؛نو ځکه موږ هند ته هم هیله من یو چې ولسمشر کرزی به د امنیتي تړون لاسلیک کولو ته وهڅوي.
امریکايي چارواکي په داسې حال کې د تړون پر لاسلیکولو فشار اچوي،چې پوهېږي راتلوونکی ولسمشر به یې هرومرو ورسره لاسلیک کړي.
د امریکا د زیات فشار په غبرګون کې خپله ولسمشر کرزي تېره ورځ له یوې فرانسوۍ ورځپاڼې سره د مرکې په ترڅ کې وویل، چې حکومت یې له امریکا سره د تړون مخالف نه دی خو امریکا له موږ سره د یوه استعماري ځواک په توګه برخورد کوي. دوی مو په دې ګواښي چې د تړون د نه لاسلیک په صورت کې به پر دوی اقتصادي بندیزونه ، کورنۍ جګړې او د بهرنیانو وتل پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x