شعـــــرونه

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

یو څو شېبې له تانه لرې ومه
وشوې مودې له تانه لرې ومه

بخښنه غواړم چې ناوخته راغلم
شوم بې وعدې له تانه لرې ومه

زه داسې وم لکه ژوندی چې نه وم
زه چې ‹‹ ادې ›› له تانه لرې ومه

ما به خپل مخ دستا په مخ کي لیده
خـو آئینې له تانه لرې ومه

تاته نږدې لکه ګلاب داسي شوم
خاورې، ایرې له تانه لرې ومه

سترګې مي پورته کړې او ومې لیدې
څومره نږدې له تانه لرې ومه

د “خدرخېل” په زړه تیاره خوره وه
د ژوند ډیوې له تانه لرې ومه

ـــــــــــــــ
جانان خدرخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x