ادبي لیکني

ولي واده نه کوې؟ «لنډه کیسه»

 

ژباړن :شریف خان غیرت

یوې ښوونکې  ته چې الله تعالی بیخي زیات ښایست او ښه اخلاق ورکړي و،په یوه ښوونځي کې یې ښځینه زده کوونکي روزل،یوه ورځ یوې شاګردې خپلې ښوونکې ته تر ډېره کتل نو یې ښوونکې ته  وویل: ښوونکې صاحب ! الله تعالی دومره ښایسته پیدا کړي  یې او د ښو اخلاقو څخه یې برخمنه کړې  نو تر اوسه دې ولي واده نه دی کړی؟

ښوونکې وویل: یوې ښځې پنځه لوڼي درلودې، خاوند یې ورته اخطار ورکړی و وایې که دا ځل دې بیا لور وزېږوله له کوره یې باسم وړم  یې په لاره کې یې پرېږدم ،او له شر څخه یې د تل لپاره ځان خلاصوم،وختونه تېرېدل د الله تعالی رضا وه د ښځې شپږمه لور هم پیدا شو،خاوند چې له دې حالته خبر شو وړه ماشومه یې په کمپله کې وپېچله او په توره شپه یې له کوره وایستله او د یو جومات سره یې خوا کې کېښوده،او دی ترې کور ته راستون شو،سهار چې کله سړی د جومات په لوري ځي که ګوري لور یې  هماغسی په کمپله کې تاو کړې ایښې ده، سړي په وارخطایې انجلۍ تر څنګ کړه او کورته یې یووړه، دوهمه شپه یې بیا وړه ماشومه په تور ماښام له کوره و ایستله او د جومات تر څنګ یې په لویه لاره کې کېښوده،د انجلۍ مور به تل خپلې وړې لور ته دعاګانې کولې او لوی څښتن تعالی ته یې خپله وړه لورکۍ سپارلې وه، لنډه دا چې په دوهمه ورځ هم ماشومه چا نه  وه وړې، سړی مجبوره شو چې بیا هم خپله وړه ماشومه کور ته یوسي،دې وړل او را وړلو تقریباً یوه اوونۍ ادامه وکړه،بلاخره سړی مجبور او ستړی شو او له وړلو او را وړلو لاس په سر شو،،وختونه تېرېدل د الله تعالی په خوښه  د ښځې زوی پیدا شو د زوی په پیدا کېدو سره د ښځې مشره لور وفات شو،څه موده وروسته د ښځې دوهم زوی پیدا شو بیا یې هم دوهمه لور وفات شوه ،تر دې چې د ښځې پنځه زامن پیدا شول خو په هر ځل زوی پیدا کېدو به یې یوه لور له لاسه ورکوله.

د ښځې یوازي هغه لور پاتې شوه کومه لور چې به یې خاوند  هر شپه د جومات سره خوا کې پرېښوده. وختونه تېرېدل د انجلۍ مور وفات او پنځه وروڼه یې ځوانان شول.

ښوونکې خپلوو زده کوونکو ته مخامخ ودرېده او زیاته یې کړه ،ایا پوهېږئ چې هغه وړه ماشومه چې پلار به یې هر شپه په لویه لاره کې پرېښوده هغه څوک وه،ټولو زده کوونکو په یوه غږ وویل څوک وه؟

ښوونکي وویل هغه انجلۍ زه وم!

ما ځکه واده نه دی کړی چې پلار مې اوس سپین ږیری شوی د هغه د خذمت کولو هیڅوک نشته ،پنځه وروڼه مې چې لږ په ښه او بده پوه شول ټول په خپله مخه لاړل،کله کله مې یو ورور په یوه یا دوو میاشتو کې د پلار پوښتنې ته د پنځو دقیقو لپاره راشي او بیا ځي په خپله مخه.

 پلار مې تل ژاړي او تل په خپله هغه کړنه چې په ماشومتوب یې له ماسره کړې وه ډېر پښېمانه دی.

یادونه: ښایې ځینې شیان به زموږ نه خوښېږي او نه  به یې غواړو، خو حقیقت دا دی چې په  هغو کې به زموږ لپاره خیر او ښګېڼه نغښتې وي،الله تعالی په هر څه ښه پوهېدونکی دی موږ د الله تعالی  په فهم او درک کې ډېر عاجز یو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x