نظــر

القدس العربي: سعودي په منځني ختيځ کې د خپلو کړنو له امله سیاسي رول له لاسه ورکړی

ammanد عمان د بهرنیو چارو وزیر  یوسف بن علوي په خپلو څرګندونو ويلي، چې موږ د خليجي هیوادو په ایتلاف کې ګډون نه کوو او که نورو پنځو هيوادو دا پريکړه وکړه نو دوی به د خلیج له همکارو هيوادو ووځي. د عمان سلطنت د خپلو ګاونډیانو هيوادونو سره تل ارامه او خاموشه دپلوماسي کاروي او تل يې له اختلافي مسئلو ځان څنډې ته ساتلی، ولې اوس داسې ښکاري چې د خاموشي او ورورولۍ دغه انډول له منځه ځي او عمان هم د خپل ګاونډي سعودي پر خلاف مطبوعاتي او سیاسي شخړې پيل کړي دي. د عمان لخوا پر سعودي دا نيوکې په داسې حال کې کيږي چې څو مهمو

سیاسي او اقتصاديدوسيو سره خليجي هيوادونه مخ دي، چې تر ټولو د پام وړ پکې د ایران مسئله ده، چې یمن، سعودي، بحرین، سوریا، لبنان او فلسطین ټولو ته متوجه ده. که عمان له خپل هوډه وا نوړي نو دی به هم له هغو ستونزو سره مخ شي چې سعودي ورسره مخ دی. د عمان دا څرګندونې به د سعودي بهرنۍ تګلاره نوره هم له ستونزو سره مخ کړي او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې سعودي ورځ تر بلې خپل ایتلافي ملګري له لاسه ورکوي. امريکا چې د سعودي پخوانی دوست دی، اوس يې ایران سره اړيکې ورځ تر بلې ښې کيږي او عمان چې مخکې به د ایران او واشنګټن تر منځ دريمګړی و، نن سبا له سعودي ډېر زیات په لرې کيدو دی او ایران سره يې خپلې اړيکې ډېرې ښې کړي دي. اوس سعودي پوه شو چې وار يې له خپل کوره(د خليجي هيوادو) وخوړ او دا به د سعودي لپاره ډېر بد عواقب ولري.

 

د سعودي او عمان د لرې والی ډېر لاملونه دي تر ټولو مهم يې په خلیج کې د خپل قوت انډول کمزوري کول او د خپلو وروڼو خليجي هيوادونو سره د ښو اړيکو نه لرل دي. سعودي باید ټولو خلیجي هيوادو لپاره د يوې چترۍ په څېر وای ، ولې سعودي خپل دغه رول ادا نکړ. د عراق او ایران له جګړې وروسته ایران خپل مالي او نظامي قوت په خليجي هیوادونو ولګاو. په عراق،لبنان، سوریه او یمن کې يې شعیه ګوندو فعال کړل او همدا رنګه هغه بې دينه او د عربي ملتپالنې په نوم ګوندونو باندې يې خپله قوي پانګونه وکړه. په مقابل کې سعودي د سیمې په اړه هيڅ روښانه ستراتيژي جوړه نه کړه او نه يې خپل او د خليجي هيوادو پوځ دومره قوي کړ چې خپل راتلونکی پرې وساتي او نه يې کوم قوي رسنيۍ رامنځته کړې چې د سعودي مطبوعاتي ملاتړ وکړي اوداعیه تر خلکو ورسوي؛ سعودي په استخباراتي او مالي لحاظ خپل ځان په سیمه کې يو څه قوي کړ اودې کار د سعودي هغه حیثیت له منځه یو وړ چې نورو هيوادو ورته د مرکزي مشر په نظر کتل اوعزت يې ورکاو چې سعودي د اسلام د ظهور مرکز دی. د سعودي حکومت د تاريخ د مسخه کولو کوښښ وکړ او په ډېره بې شرمۍ يې د مصر د پخواني واکمن حسني مبارک ملاتړ وکړ او په بحرین کې يې د مدني ټولنو پښې و وهلې او دا چې په سوریه کې د اسد د نظام پر خلاف يې د مقاومت پلوي وکړه، د دې لپاره نه وه چې ولسواکۍ سره يې مينه وه؛ بلکې اصلي لامل يې د ایران د نفوذ مخنیوی و. په دې وروستيو کې يې د اخوانیانو او مصري منتخب ولسمشر محمد مرسي پر خلاف د مصري پوځ سیاسي او مالي ملاتړ وکړ چې په دې سره يې په سیمه کې خپله توره ستراتيژي پر مخ بولته.او خپل ګاونډي هيواد قطر سره يې هم اړيکې ښې نه دي. او د مصر په ګډون په ټوله عربي نړۍ کې يې د اسلامپالو پر خلاف خپل مخالفت ته دوام ورکړ، چې په دې سره يې خپل حیثیت او عزت له لاسه ورکړی او سعودي اوس د خپلو سياسي تېروتنو له امله د ایران د نفوذ مقابل کې خپل ځان په خطر کې ويني او هيڅ نشي کولای. پای
سرچينه: القدس العربي

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x