ټولنیزه برخه

د روزنېز پروګرام ۵ افاقي موخې

الهام الله سمون بابر

لومړې روزنه: د زده کړې له لارې د پوهې یا مهارتونو او تجربو ترلاسه کول روزنه بلل کیږي یا په بل عبارت روزنه يو کس او يا حيوان ته د ځانګړي مهارت یا چلند ډول زده کول عبارت له روزنې څخه ده لکه: لارښونه، پالنه، فزیکي تمرینات د کارکولوتګلاره او داسې نور…

د روزنې ۵ افاقي موخې په لاندې توګه دي:

۱) نوې راغلو کارکوونکې ته لومړنۍ زده کړه او مهارتونه ور زده کول،

۲) د کارکوونکو سره په خپل اوسني دريځ یا بست کې د وروستيو مفاهیمو، معلوماتو او تخنيکونو شریک کول او ورته په اړونده کاري برخو کې د اړتیا وړ مهارتونو د ودې او پرمختګ په موثره توګه زمینه سازي کول.

۳) د ښه مهارت او وړتیا لرونکو افسرانو/کارکوونکو دویمه طبقه یا لین چمتو کول د هغوې د مسلکي پرمختګ په موخه ترڅو راتلونکې کې د لوړو بستونو او دریځونو د ترسره کولو مسولیت په غاړه واخلي.

۴) د لوړ رتبه مدیرانو د ذهنونو دلا ودې او پرخواخولو دپاره د ګډو همغږو روزنیزو پرګرامونونو برابرول ترڅو دوې وشي کولې خپل دننۍ او بهرنې ترلاسه شوی تجربې یو د بل سره شریکې او د تنګ لید لورې څخه چې ښایي د خورا تخصص څخه راپورته شي مخنیوې او زده کړه وکړي.

۵) پیریدونکو ته زده کړه او لارښونه ورکول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x