د گنج اوونيزې شپږ كلن خپرنيز يون ته ځغلنده كتنه (۳)

خليل الله قتيل زوى خوږياڼى

* د گنج اوونيزې د دوه يم خپرنيزكال پرلپسې شپږ پنځوسمه گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د وږي(سنبلې) په اتلسمه اته مخيزه خپره شوې، چې پرسرليكنه(افغانستان د ډيمو كراسۍ په انقراض كې) سربېره د ښاغليو فضل الرحمن فاضل(مسعود مبارزمعتقد، مستقل و بيگانه ستيز) سياسي ليكنه، د زمري(د پارلمان د بې كفايتۍ لاملونه پخپله په پارلمان كې دي) ټولنيزه،

د انجنيرغلام سخي روزگاني(مسووليت زنان درشرايط كنوني) ټولنيزه، د عبدالرحيم دانش(ضيافت الله) ديني، د حبيب الله رفيع له كندهاره خپريدونكې مجلې(پښتو)رسنيزه شننه، د عبدالباري جهاني(ما دې لار څارله)، د حمزه بابا(د مسيحا كار)، د سيمين بهبهاني(قصۀ هزارو يكم) شعرونه، د احسان الله آرينزي(ماشوم) داستاني ژباړه، د اورنگ مختار(يتيمه نجلۍ)لنډه كيسه، د ډاكټر محمد سليم مجاز(اثرات بحران اقتصادي آسيا برجهان) دوه يمه برخه، د حنيف الهام(دانته آليگيرى) ژوند يون، د جاويد فرهاد(تبارشناسي غزل امروز) اوومه برخه، د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې) او (رويداد هاى مهم داخلي) ليكنې په كې ځاى لري.

* د دوه يم كال پرلپسې اووه پنځوسمه گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د وږي په ۲۵ د تېر په څېرچاپ شوې، چې پرسرمقاله(پيشنهاد گفتگوى طالبان با دولت اماها و اگرها) سربېره د ښاغليو عبدالروف كامه وال(د روژې هركلى بايد څنگه وكړو)، د صديق الله توحيدي(ماه ميزبانى خداوندج )، د ب. جهش(د پخلاينې په لاركې پراته خنډونه)، د … (يازدهم سپتامبر يك روزسياه و خونين درجهان)، د ننگيال(دا كلى مه ورانوئ)،د سېلاب ساپي(داوښكو امېل)، د خاقاني(آفتاب وفا) شعرونه، د عزيزالله نهفته(دست شيطان) لنډه كيسه، د حنيف الهام(ويرژيل) ژونديون، د بريالي جهش(ځانگړي سينمايي انځورونه) ، د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې كورنۍ پېښې) او (رويداد هاى مهم بين المللى) راغلي.

*  د دوه يم كال پرلپسې اته پنځوسمه گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د تلې(ميزان) په لومړۍ نېټه خپره شوې، چې په كې پرسرمقاله(سوله زمونږ وركه هيله) سربېره د ښاغليو حنيف الهام(در گراميداشت۳۰ سنبله[21 سپتامبر] روزجهانى صلح)، د بريالي جهش(طالبانو افغان دولت او نړيواله ټولنه له سخت ازمايښت سره مخ كړل)، د ب. جهش(د آريانا ټلويزيون رييس احسان الله آرينزي او يو شمېرنورو ليكوالود سولې جايزې واخيستې)، د …(توصيه هاى سلامتى درماه رمضان)، د عبدالرحيم دانش(آنچه گويندۀ خبربايد بداند)لومړۍ برخه، د حبيب الله رفيع(د افغان كالنۍ) شننه، چې بيا يې نوم په ((افغانستان كلنۍ) واوښت، د عبدالباري جهاني(دارمانونو ساحل)، د حمزه بابا شينواري(زه خو تا پېژنم)، د اثارحكيمي(باورپرواز)، د فهيم سدوزي(ميدانم…فقط…) شعرونه، د احسان الله آرينزي(ښكلې فرانسه) داستاني ژباړه، د ډاكټرمحمد سليم مجاز(اثرات بحران اقتصادي آسيا برجهان)درېيمه برخه- ژباړه، د الهام(ويليام فالكنر) ژونديون، د جاويد فرهاد(تبارشناسى غزل امروز…) اتمه برخه، د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې) او(رويداد هاى مهم داخلي) څرگندونې لري.

* د دوه يم خپرنيز كال په پرلپسې نهه پنځوسمه گڼه كې، چې د ۱۳۸۶ ل كال د تلې په اتمه چاپ شوې؛ پر سرمقاله(دنيا هنوز به افغانستان توجه دارد)سربېره د ښاغليو بريالي جهش(د نه پخلاينې منطق څه دى؟)، د مومند(افغانها قربانى اختلافات انگليس ها وامريكا يى ها…بيش از ۱۶۰ تن در دهراود و موسى قلعه كشته)، د اسدالله الم(رخنه هاى عميق در اقدام صلح افغانستان) ژباړه،د عبدالرحيم دانش(آنچه گويندۀ خبر بايد بداند)، د حبيب الله رفيع(بلديۀ هرات) مجلې پېژندنه، د اجمل اند(خبر)، د صائب(تسلي نامه)، د فهيم سدوزي( وسوسۀ شب) شعرونه، د اسدالله حبيب( ترس از تنهايى) لنډه كيسه، د ب. جهش(د افغانستان پر اقتصاد مافيا منگولې ټينگوي)، د حنيف الهام(گراهام گرين) ژونديون، د بريالي جهش(ځانگړي سينمايي انځورونه)، د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې كورنۍ پېښې)، (رويداد هاى مهم بين المللى) او يو شمېر نورې خبرتياوې راغلي دي.

* د گنج اوونيزې د دوه يم خپرنيزكال پرلپسې شپېتمه گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د تلې په پېنځلسمه چاپ شوې، چې په كې پر سرليكنه( دولت په مطبوعاتي ډگر كې له ماتې سره مخ دى) سربېره د ښاغليو مومند( ائتلاف بينظير- مشرف و اثرات آن بر اوضاع منطقه)، د بريالي جهش(يوه خوله او دوه خبرې)، د ب. جهش(په هېواد كې د سولې الټرناټيف څه دى)، د …(بازتاب روانى فلم، موزيك و بازي هاى خشن ويديويى درانديشه و رفتار كودكان و نوجوانان)، د حبيب الله رفيع(مجلۀ ادبي هرات)پېژندنه، د حسن(ليوني خيالونه)، د اجمل اند(سوله)، د محمد صابرفهيم(خانه گك)شعرونه، د احسان الله آرينزي(كمكى غل) داستاني ژباړه، د اسكاري(يك ديد كوتاه بر سازمان همكاري اقتصادي-اكو)، د حنيف الهام(سهراب سپهرى- شاعر صداى پاى آب) ژونديون، د جاويد فرهاد(تبارشناسى غزل امروز-غزل هاى تابلويى)، د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې) او (رويداد هاى مهم داخلي) چاپ شوي دي.

* د گنج اوونيزې د ۲ كال ۶۱ گڼه، د ۱۳۸۶ ل كال د تلې ۱۹: په دې گڼه  كې پر سرليكنه( كوچنى اخترد ټولو مبارك شه، خو…) سربېره د ښاغليو اصغر واعظي(دوگام به سوى حقيقت)، د ب. جهش( اختري رواجونه)، د محمد انور(د فطر ذكات يا سر سايه) ژباړه، د دستگيرنايل(بې وطنى) داستان، د دستگيرنايل(حافظ شيرازى وقرآن)، د اعبالغفور ليوال(اختر) شعر، د حنيف الهام(عيدانه فراوان شد، تا باد چنين بادا)، د جهش(استاد مهوش د كوچني اختر په وياړ كنسرت وركوي)، د گنج له خوا هېواد والو ته د بيات بنياد او افغان بيسيم د اختر مباركي، اختر په لنډيو كې او عيد در اشعار شاعران شعرونه او ليكنې خپاره شوي دي.

* د ۲ كال پرلپسې ۶۲ گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د تلې په ۲۹ چاپ و خپره شوې، چې(د ايران په وړاندې د افغان دولت بزدلانه دريځ په هېواد كې ناامني تشويقوي) ليكنه په سرليكنه كې راغلې او د ښاغليو مومند(جنگ سوم جهانى-هشدار واقعى يا مانور سياسي)، د جهش(كه سوله را نه شي څه كيدونكي دي؟)، د …(روسان غواړي له امريكا څخه د افغانستان غچ په افغانستان كې واخلي)، د عبدالرحيم دانش(آنچه گويندۀ خبر بايد بداند)درېيمه برخه، د حبيب الله رفيع ((مدني گامونه)) نوى سرليك پيل شوى، چې پيل يې(دسهامي شركتونو جوړيدل) دي، د عبدالله الهام(د شغلې زور) داستان، د اسكاري(در بارۀ اقتصاد)، د حنيف الهام(فريدون مشيرى) ژونديون، د جاويد فرهاد(تبار شناسى غزل امروز- بررسى مفاهيم روزمره گى در غزل امروز)، د محمد اسحاق فايز(ققنوس مهاجر) شعر، د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې كورنۍ پېښې) او (رويداد هاى مهم بين المللى) او (واده په نړيوالو متلونوكې) زړه راكښونكې ليكنې دي.

* د ۲ خپرنيز كال ۶۳ پر لپسې گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د لړم(عقرب) په ۶ چاپ شوې، چې پر سرليكنه(افغانستان خط اول مبارزه باهراس افگنى) سربېره د ښاغليو ب.جهش(افغانستان د بهرنيو عسكرو زياتولو پر ځاى له مخالفينوسره خبرو كولو ته اړتيا لري)، د بنفشه سرتيپي (پاكستان آبستن تحولات خطرناك)، د هارون امير زاده(پوتين:ما خواهان افغانستان بى طرف و دوست هستيم)، د انجنيرحمد الله شاكري(په اسلام كې د ميړه او ښځې ژوند)، د حبيب الله رفيع(گمركي اصلاحات)، د اعتبار گل زړه سواندي( له شيطان سره مركه)، د عبداحميد (آتش دل) شعرونه، د عزيزالله نهفته(قبرچارم) داستان، د هميم جلالزي(توره طلا، سپېڅلې گټې او په وينو ولاړ اقتصاد)، د حنيف الهام(اندره مالرو) ژونديون، د بريالي جهش(ځانگړي سينمايي انځورونه)، د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې) او (رويداد هاى مهم داخلي) او( در ولسوالى ده سبز مريم بابكرخېل خانم امريكايى تابعيت افغانستان را كسب كرد) راغلي دي.

* د گنج اوونيزې د دوه يم كال پرله پسې ۶۴ گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د لړم په ۱۳ چاپ شوې، چې پر سرليكنه( طالبان توكميزه كه ايډياله ډله) سربېره د ښاغليو محمد اسحاق فايز(مرد نميرد به مرگ…)، د احسان(نهضت فراگير ترقى و دموكراسى خواهان اتحاد نيرو هاى دموكرات شد)، د فرانكفورت په غونډه كې د روستار تره كي شفاهي وينا( په افغانستان كې د جگړې حقوقي بنسټ مقاومت يا بغاوت؟)، د حبيب الله رفيع( اداري وېش) تاريخي ليكنه، د احسان الله آرينزي( د ادبياتو په هكله) داستاني ژباړه، د سيد اكبر زيوري(اجلاس اكو؛ دستاورد اقتصادى يا سياسي؟)، د حنيف الهام(ويليام جيمز دورانت) ژونديون، د جاويد فرهاد(تبارشناسى غزل امروز- بررسى نكته هاى آسيب شناسانه درغزل)،د (موسيقى هم حس ميشود و هم درك) له استاد مهوش سره مركه، د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې كورنۍ پېښې) او (رويداد هاى مهم بين المللى) ليكنې خپرې شوې دي.

نور بيا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.