جان مکین: په امنيتي تړون کې باید د امريکا ژمنې روښانه شي
جمهوري پلوه امريکايي سناتور جان مک کين ويلي چې اوباما باید د کابل او واشنګټن تر منځ امنيتي تړون کې د امريکا ژمنې روښانه کړي.ښاغلي مکين د سنا د بهرنيو کميټې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې يو له هغو دلایلو چې کرزی د امنيتي تړون امضا کولو ته زړه نه ښه کوي، دا دی چې په تړون کې د امريکا ژمنې او تعهدات نه دي روښانه. نوموړی سناتور وايي چې پر امنيتي تړون د کرزي د نه امضا کولو لاملونه باید په ډاګه شي، تر څو ټول پوه شي چې ستونزه کوم ځای کې ده. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې ولسمشر کرزي يوې فرانسوي خبري رسنۍ سره په خپلو خبرو کې ويلي چې د امنيتي تړون په اړه امريکا افغانستان سره د استعمارګر په څېر چلند کوي.
کرزی ټينګار کوي چې تر څو امريکايان د افغانانو پر کورونو چاپې وهي او افغانان په خپلو کورونو کې وژني، دی به دا سند امضا نه کړي.