افغانستان

ناټو: په کندز کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چې په کندز کې د افغاني ځواکونو تر څنګ د جګړې پر مهال ۲ امریکايي عسکر ووژل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې امریکایي ځواکونو په کندز ولایت کې د افغان ځواکونو سره په روزنیز او مشورتي دنده کې ګډون درلود چې له یادي مرګ ژوبلي سره مخ شول، او زیاته کړې چې دوه نور امریکایان ټپيان هم شول.

د کندز چارواکي وايي چې امریکايي ځواکونو په چاپه کې تر تلفاتو لیدلو وروسته انتقاما پر کلي بمبار وکړ چې له امله یې تر ۲۵ زیات ملکي وګړي وژل شوي، چې په هغو کې د یوې کورنۍ ټول غړي هم شامل دي.

د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن رسنیو ته د کندز د بې ګناه وګړو د وژنو په اړه څه نه دي ویلي خو د خپلو عسکرو پر مرګ یې ژوره خواشیني ښودلې او ویلي چې کورنۍ او دوستانو ته یې د زړه له تله خپله غمرازي وايي.

د طالبانو رسنیو هم پېښه تایید کړې او ویلي يې دي چې تېره شپه امریکایانو غوښتل چې په ۳ طالبانو چاپه ووهي خو کله چې د طالبانو له مقاومت سره مخ شول، نو «له ملکي خلکو د غچ اخیستنې په موخه یې» په سیمه سخت بمبار وکړ او ۵۰ ولسي کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې نښته کې له ۱۵ ډیر امریکايي عسکر له مینځه لاړل او په متقابلو ډزو کې نوموړي ۳ طالبان هم وژل شوي.

باید وویل شي چې څو ورځي وړاندي د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې هم امریکایان د ورته مرګ ژوبلي سره مخ شوي وه او وروسته یې پر کلي بمبار کړی وو چې له امله یې تر ۳۵ زیات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

همداراز درې ورځي وړاندي د دوشنبې په ورځ (لړم ۱۰مه) د روزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې امریکايي الوتکو پر هغه قرارګاه بمبار وکړ چې طالبانو تر نیولو وروسته خوشي کړې وه او د سیمي خلک د پاته شونو د راټولو په خاطر ورغلي وه، چې له امله یې د ځایي خلکو په وینا ۳۵ کسان چې اکثره یې تنکي ځوانان او ماشومان وه، ووژل شول.

https://www.youtube.com/watch?v=kEVHhzaKF64&feature=youtu.be

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x