افغانستان

هند او روسیه د هېواد د زړو وسلو د ترمیم له کاره لوېدلي فابریکه رغوي

نن ټکی آسیا: مخکې له دې چې دوه ورځي وروسته ولسمشر کرزی د پوځي مرستو د را جلبولو په موخه هندوستان ته سفر وکړي،په یو شمېر هندي رسنیو کې داسې خبر خپور شوی، چې هند او روسیه به په ګډه د افغانستان د دفاع وزارت په اډانه کې د وسلو د ترمیم له فعالیته لوېدلې فابریکه له سره ورغوي.

په هند کې د افغانستان سفیر انډین ایکسپریس ورځپاڼې ته ویلې دي چې افغان ولسمشر حامد کرزی به د دسمبر په دیارلسمه د هند له صدراعظم من موهن سنګ سره وګوري او د دواړو لوریو د غوښتنو پر اساس به خبرې وشي، پرته له دې چې دې مسالې ته توجه وشي چې په راتلونکې کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي چارو په برخه کې کوم هیوادونه مرستې کوي.
په هند کې د افغان سفارت مرستیال له رسنیو سره د خبرو پر مهال د (د انډين ایکسپریس) ورځپاڼې د راپور د تائید ترڅنګ وویل، چې ښایې د فابریکې د رغونې تر چارو وړاندي په نظامي ډيپوګانو کې د شته وسلو کیفیت وارزول شي،چې واقعاً هم پر ترمیم ارزي که نه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x