ټولنیزه برخه

عثماني سلطان او مفتي

حامد افغان

عثمانی سلطان سلیم اول ته خپلو نږدې کسانو وویل چې اکثره ستونزو کې د استنبول میشتو رومي او یهودي کفارو لاس وي، سلطان غوسه شو او امر یې وکړ چې دوی باید خامخا اسلام ومنی او کوم یې چې ونه مني د هغوی سرونه دې ووهل شي. دا خبره چې د عثماني خلافت لوی مفتی علي الافندي ته ورسيدله؛ هغه خپه او غوسه شو، ځکه د اسلامي هیواد اوسیدونکي کفار اسلام منلو ته اړ کول د اسلام خلاف عمل دی، ( لا اکراه في الدین) هلته سلطان سلیم خورا تېز او سخت سړی و او له خپل دريځه یې اړول اسانه کار نه و. خو په هر حالت کې سلطان ته شرعی امر روښانه کول د مفتي مسؤلیت و.

مفتي علي افندي سلطان سلیم ته ورغی او د هغه د شریعت خلاف خبري په اړه یې ورته وویل چې دا کار باید ونه کړې، خلیفه په غوسه ورته وویل: مفتي صیب د دولت ټولو چارو کې مداخله مه کوه او موږ به دا کار کوو، مفتي ورته وویل: ستاسو دا کار د قران مخالفت دی او که د قران له مخالفته منعه نشې زما سره بله لاره هم شته! سلطان ورته وویل: بله لاره کومه ده؟! مفتي وویل: که ته خامخا دا کار کوې زه به ستا پر خلاف فتوا اعلان کړم چې د شریعت مخالف سلطان د خلافت وړتیا نه لري باید له خلافته ګوښه شي! سلطان چې د مفتي پرېکنده خبره واوریده له خپل امر نه په شا کیدلو کې یې د ځان خیر ولید او له خپل صادر کړي امر نه تېر شو.

څښتنه! داسې واکمن او همداسې مفتیان غواړو..

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاچ استاذ بیانزی

افغان صاحب سلامونه می ومنه !الله ج دی وکړی چه ناروغی دی رفع شوی او ښه صحت او خوشالی ولری
الله ج دی وکړی چه په یاد دی پاتی یم مونږ درسره له دری څلور کلو دمخه د نن ټکی اسیا اسلامی پاڼه کی اشنا شوی تر اوسه مو لا لیدلی هم نه دی په همدی پاڼه کی می دوه دری ځلی درته سلامونه او درناوی ډالی کړو مګر ستاسی له خوا یی په ااړه کوم ګرم څه چه سوړ غبرګون هم ونه ښودل شو ، ما ویل کیدی شی دخلکو تبصری څه چه لیکنی هم ډیر ی نه لولی او په څنګ کی می ورسره ویره هم وزیږیدله ما ویل چه ناروغی دی خدای ناخواسته زیاته شوی نه وی . په هر صورت که دا تبصره دی ولوستله لږ تر لږه خبله پیژندنه بیا سره تازه کړو داسی نه چه څومره وخت تیریږی ا و دا تیره پيژندنه هم ګور ته ولاړه شی خدای ناخواسته
ستاسی د لیکنی په اړه به همدومره ولیکم : هغه مفتی هم زمونږ وو ، او د هغه په شان او یا ترهغه هم ښه مفتیان او قاضیان الله ج راکړی او اخستی ، که هغه یی راکړی وو نور به هم راکړی ، هغه دی کله چه بخوانی تش په نامه جهادی رهبران د نفس مقابل جهاد کی د ماتو سره مخ شول الله ج زمونږ مظلوم اولس ناهیلی نه کړو مشر ملا صاحب ورته الله ج ورکړو تر هغو پخوانو هر یوه څو ځلی پیاوړی ، غشتلی ، متقی ، منور او فقیر رهبر وو ، د صحابه کرامو دوره یی بیا راژوندی کړه ، داسی یو پیاوړی جوړښت یی جوړ کړی چه د ټولی کفری نړی غلامان او باداران یی په ګونډو کړل او څومره چه یی د ویشلو هڅی لری په ماغه کچه یی هماغه غلاغمه اداره او خپل پاشل کیږی .
د کفری نړی لوی وحشی چه په لمړی ورځ یی د صلیبی جنګو او به دوهمه ورځ یی اسلامی نړی په دهشتګری ونوموله او په ډیر غرور یی ټوله نړی په دوه هیوادو وویشله د حق هیوا او د باطل هیواد ، ویی ویل چه زمونږ ( باطل ) سره به یاست که نه مونږ دحق په اړخ کی ( دشمنانو ) کی شمیرو . هغه وحشی پوش دا خبره هم وکړه چه مونږ به طالبان به اونیو او میاشتو کی محوه یا مهارووو ، د الله ج کړنو ته ګوره چه کلونه یی تیر شول اوس یی لسیزی شمارو ، هغه دا هم وویل او د دی په ځای چه طالبان محوه یا مهار کړی خبل مهار او دمحوی کچی په درشلوو ی قرار لری دا یی هم ویل چه مونږ د طالبانو سره خبری نه کوو خبری کول ورسره دهغو په رسمیت پیژندل دی او د دوی په رسمیت پيژندنه مونږ ته ددوی محوه کول دی او بس ولی د الله ج کړنو ته ګوره چه اوس طالبان ورسره دخبرو میز ته حتی نه کینی د باوری او هغه چا به نامه یی نه پیزنی چه باور پری وشی یعنی په رسمیت یی نه بیژنی ، څه وسلی نه وی چه ویی نه کارولی مګر طالبانو په سلو کی اتیا برخی خاوره باندی اسلامی بیرغونه رپوی .
دا او داسی نور پی شمیره لاسته راوړن همدغه فقیر او متقی رهبر تر سره کړی تر دی چه په مړینه یی د وه کاله حکومت کولو ، په اروپا او امریکا کی اروپایی او امریکایی میندو خپل پچی د ملا عمر د نوم په اخستلو قرارول مه زاړی که نه ملا عمر مو راڅخه وړی .
زه خو وایم ، له صحابه کرامو رابه دی خوا ددغه لوی قاید او مجاهد په شان بل څوک په دغه کچه نه دی تیر شوی تر دی زیات یی په اړه څه نه لیکم تاسی تر ما ښه معلومات لری مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close