افغانستان

ارګ د کندز پېښې په اړه محتاطې څرګندونې کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د ارګ ولسمشریزې ماڼۍ د کندز پېښې په اړه اعلامیه خپره کړه خو «امریکايانو، بهرنیو ځواکونو، بمبار او هوايي برید» ته یې هیڅ اشاره نه ده کړې.

د ارګ اعلامیه وايي چې مخالفینو «له عامو وګړو او کورونو څخه د سپر په توګه کار اخېستی چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په ګډون یو شمېر وطنوال شهیدان او ټپيان شوي دي».

خو په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی چې دغه ولسي خلک د چا په بمبار کې وژل شوي دي؟.

دغه محتاطانه اعلامیه زیاتوي چې اشرف غني یو تحقیقاتي هیئت ته دنده سپارلې ترڅو د پیښې عاملین معلوم کړي او بیا ورسره قانوني چلند وشي.

د ارګ اعلامیه کاږي چې «جمهور رئیس غني د ملکي تلفاتو څخه د خبریدو سره سم سخت خواشینی شو».

که څه هم د ارګ د خبر په اساس د پیښې د څیړنې لپاره تحقیقاتي هیئت ګومارل شوی، خو اعلامیې وار له مخې ادعا کړې چې مخالفینو یې د ولسي کورونو څخه د سپر کار اخیستی.

وړمه شپه امریکايي ځواکونو د کندز ښار په بزکندهاري سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو بمبار وکړ، ۵۰ کورونه یې ویجاړ کړل چې له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغانان تر خاورو او خځلو لاندې ووژل شول.

د ارګ له ولسمشریزې ماڼۍ څخه وروسته تر هغه د یادې پېښې په اړه له احتیاطه ډکه اعلامیه خپریږي چې د امریکایانو د پرلپسې هوايي بمباریو په وړاندې د اشرف غني چوپتیا سختې نیوکې راوپارولي.

تر دې وړاندې د ننګرهار په شیرزاد، د ارزګان په دروشانو، د کندز په چاردرې، د کندهار په میوند، د لغمان په علیشنګ، د فاریاب په غورماچ، د هلمند په نادعلي، د خوست په علیشیرو، د پکتیکا په بانځو، د زرمت په شاهيکوټ، د پروان په سیاګرد او په ګڼو نورو سیمو کې امریکایانو ورته هوايي بریدونه کړي او سلګونه عام افغانان یې وژلي دي، خو ارګ د هرې پېښې په وړاندې چوپتیا غوره کړې.

د یادونې ده چې د ۲۰۱۴ کال په نومبر میاشت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړ چې ولسمشر اشرف غني او حنیف اتمر په ګډه د امریکا څخه غوښتي چې په بمبار او شپنیو عملیاتو کې د پخوا په پرتله زیاتوالی راولي.

د حقوقي کارپوهانو په باور ولسمشر اشرف غني د امنیتي تړون په لاسلیکولو سره امریکايي ځواکونو ته قضايي مصونیت ورکړی، نو ځکه خو نوموړی دا قانوني حق نه لري چې امریکايي قاتلین د افغانانو د وژنې په جرم تعقیب او تر مواخذې لاندې ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

ایا کونډه ښځه دظالم وحشي لېوره په مقابل کې له خپلو حقوقو څخه دفاع کولی شي ؟؟ نه هيڅکله نه !!! دې فاسدو عناصروته خو سي ای اې روزي ورکوي ، ښځې او نر یې په عیش او عشرت مبتلا دي خپل جیبونه ډکوي او دا فاسدین یې په ساتلو هم نه پوهیږي نو ددوی سره دقندوز د وړو ماشومانو دوژلو څه غم دی !! دې فاسدینو امضا له صلیبیانو سره کړې نو که ښځې یې هم بېعزته کړي دوی څه نشي ورته وېلی !! يوازېنۍ لار یې دادی لکه چې دفرانسې په انقلاب کېچې ټول اولس ورته پورته شي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x