Iranians-work-at-an-inte

ایران کې څلور ځوانان او یوه پېغله په نيټ کې د غیر اخلاقي موادو د خپرولو په جرم نیول شوي

نن ټکی آسیا: د ایران د خراسان شمالي ولایت د انټرنيټ څارنې د ادارې مشر سهیل خاکشور په دغه ولایت کې د یوه داسې پنځه کسیز ګروپ د نیولو خبر ورکړ،چې غوښتل یې په انټرنيټ کې غیر اخلاقي انځورونه او ويډیوګاني نشر کړي.
نوموړي وویل چې په نیول شویو کسانو کې چې د پولیسو له لورې د شپنیزو عملیاتو په لړ کې نیول شوي، یوه پېغله او څلور ځوانان چې عمرونه یې تر شل کلنۍ ټيټ دي،شامل دي.

خاکشور زیاتوي، چې په خپله سېمه کې يې د انټرنيټ خونو او کافيګانو تعقیب ته جدي پاملرنه کړې او په نیږدې موده کې يې یوولس هغه کافي ګاني تړلي دي، چې له د انټرنيټي قوانینو څخه یې سرغړونه کوله.
ده زیاته کړه،چې ټولو نیټ کافي ګانو ته یې له وړاندې نه امر کړی، چې د مراجعینو ثبت، د فلټر شویو سايټونو نه کتل او امنیتي مخفي کامرو ته دي حتمي او جدي پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده ، زموږ د هېواد ترڅنګ په ګاونډیو هېوادونو کې لا هم اکثره ځوانان له انټرنيټ خونو او کمپيوټرونو څخه ناوړه او غیر اخلاقي استفاده کوي، دوی کې زیاتره چې تنکي ځوانان او آن نابالغان دي یوازې او یوازې د فحش او بربنډ موادو د کتلو او ساعتیریو لپاره کمپیوټر او انټرنیټ کاروي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د