نظــر

ولې اشرف غني د کندز د شهیدانو قاتلین نه غندي؟

شریف جواد

وړمه شپه امریکایانو په کندز کې یو کلی بمبار کړ، پنځوس کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړل او د دولتي چارواکو په اعتراف لږ تر لږه ۳۰ کسان یې ووژل چې اکثره یې ماشومان او ښځې وې. پېښه افغانانو په پراخه کچه وغندله، د امریکایانو دا عمل یې ظلم او وحشت وباله. خو اشرف غني لکه د تېرو فاجعو په شان دا ځل هم د امریکایانو په دغه ظلم سترګې پټې او خوله چوپه کړه.

د امریکایانو په مظالمو د اشرف غني د خاموشۍ په اړه بېلابېل عوامل ذکر کیږي. څوک یې امنیتي تړون لامل بولي او څوک قضايي مصونیت. خو هغه عامل چې د دې ټولو په سر کې راځي او امنیتي تړون هم ورڅخه سرچینه نیسي هغه د «ګټې او تاوان» په نامه اقتصادي نظریه ده چې اشرف غني پرې معتقد دی او پایله یې له هر ډول ملي او مذهبي قیوداتو ازادي او وچه ګټه ترلاسه کول دي.

دا هغه نظریه ده چې د مادي ګټې لپاره اخلاقي او انساني ارزښتونه نه پیژني، انسان ته د یو مادي څیز په سترګه ګوري او مادي لاسته راوړنې ورته تر هر څه مقدمې دي. دا مفکوره د کپیټالیزم د نظام څخه سرچینه اخلي چې پر اساس یې سیاسي نظامونه رامینځته شوي او امریکایان یې سرلاري بلل کیږي.

د امریکا د پخواني ولسمشر بل کلنټن د جمهوري ریاست په موده (۱۹۹۶م) کې په عراق باندې اقتصادي بندیزونه ولګیدل، دغو بندیزونو پنځه کاله دوام وکړ چې په نتیجه کې يې پنځه لکه عراقیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د ملګرو ملتونو د احصائیو په اساس په میاشت کې ۴۰۰۰ ماشومانو د لوږې له کبله ساه ورکوله. خو کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې (ماډلین اولبرایټ) څخه په دې اړه پوښتنه وشوه چې د لکهاوو عراقیانو د وژنې په اړه څه وايي؟ هغې په ډیرې بې شرمۍ ځواب ورکړ: «که تر لاسه شوې ګټې ته وګورو نو زما په فکر دا ګټه په همدې تاوان ارزي».

د مادي ګټې او تاوان د دغې مفکورې لارویان ولس، خاورې،کلتور، عقیدې، بشري حقوقو او په هیواد کې هر شي ته د خرڅلا د توکي په سترګه ګوري چې د اړتیا پر مهال په بازار کې عرضه کیږي.

اشرف غني چې له وړکتون څخه تر پوهنتون یې ټول عمر د همدې نظریې سره تېر کړی، که د کمپاین له وخته یې تر اوسه پورې خبرو ته پام وکړئ ټول ترکیز یې په مادي ګټې وټې راڅرخي او هر شي ته په اقتصادي عینکو ګوري.

د طالبانو په وخت کې په اسلام اباد کې افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي چې اشرف غني ترې د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. وايي ما ورته وویل چې آیا سوله د غربت په حال کې غواړې او که جګړه د پیسو سره؟ ځکه چې د جګړې لپاره دنیاوال پیسې درکوي خو د سولې په حالت کې بیا څوک پیسې نه درکوي. اشرف غني چې د ګټې او تاون د مکتب شاګرد دی، لنډ ځواب ورکړی و چې: جګړه د پیسو سره. یعنې که د افغانانو د وینو په بدل کې څوک پیسې راکوي ما ته پیسې اهمیت لري، نه د افغان ژوند.

هو تېره ورځ چې امریکایانو په کندز کې په کومو ښځو او ماشومانو کورونه ورونړول، دا د هغو پیسو قیمت دی چې اشرف غني د سولې په بدل کې غوښتې. هلته چې د بې ګناه افغانانو خولې په خاورو او خځلو ډکې وې په دې ګټه ارزيدې چې په بدل کې يې مادي مفادات ترلاسه شي.

د مادي ګټې او تاوان د مکتب دغه شاګرد کله-کله د مادیاتو د ترګوتو کولو لپاره دومره چټکه منډه واخلي چې اسلامي ارزښتونه خو پرځای پریږده افغاني غرور او ملي نوامیس تر پښو لاندې کړي. هو، هغه ته ملي نوامیس څه معنی لري؟ هغه افغاني غرور څه پیژني؟ څه مادي ګټه خو نه ده!!

نو بناء د اخلاقیاتو څخه عاري، د کپیټالیزم پر نظریې ولاړ سیاستمدار او د ګټې او تاوان د مکتب له شاګرد څخه دا طمع بې ځایه ده چې د افغانانو قاتلین مفت (وړیا) وغندي، هغه که غواړئ غبرګون وښيي نو د دې کار اقتصادي مفادات او د نه غندلو په صورت کې يې مالي تاوانونه ورپه ګوته کړئ. په افغاني غیرت او انساني عواطفو راننګول بې ځایه ستړیا ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x