افغانستان

پنځلس ورځې وروسته د امريکايي عسکرو قاتل «افغان عسکر» خاورو ته وسپارل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): زرګل احمدزی هغه افغان عسکر چې د تلې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه يې د کابل د ريشخور په پوځي اډه کې په امريکايي عسکرو د خپل ټوپک شپېلۍ ورواړوله او درې امريکايي عسکر يې ووژل او ګڼ نور يې ټپيان کړل، چې په ځوابي ډزو کې افغان سرتيری زرګل احمدزی هم ووژل شو.

له پيښې وروسته امريکايانو د نوموړي جسد د تحقيقاتو او پلټنو په پلمه له ځان سره ايسار کړی و، چې له پنځلس ورځو وروسته يې پرون ناوخته جسد خپلې کورنۍ ته وسپاره.

د زرګل احمدزي جنازه چې نن سهار په سروبي ولسوالۍ کې اداء شوه په زرګونو کسانو په کې ګډون کړی و او له جنازې وروسته يې جسد د سروبي ولسوالۍ د لکې تېږې په سيمه کې په خپله پلرنۍ هديره کې د زرګونو خواخوږو او خپلوانو د وير او ساندو په بدرګه خاورو ته وسپارل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یحي کابلی

انا لله وانا الیه راجعون : الله تعالی دي یې بازماندګانوته صبرجمیل او اجرعظیم اوخلف صالح ور نصیب کړي ، خو افسوس ددې اشرپ غني او ډبل عبدالله په حالت ، امریکایان که په کندوز ، روزګان ، هلمند، فاریاب ، شیرزادوکې په یوه هفته کې په لسهاؤ بې ګناه ماشومان ، ښځي اوسپين ږیري شهیدان کړي هغوی دي سرې سترګي ګرزي آن دپوښتني کولو جرآت ترې نه لري ، خوکه یو په دین اوهیواد مین عسکر په یرغلګرو دخپل ټوپک شپیلۍ راواړوي نو آن دهغه له جسد څخه ترپنځلس ورځو پوري انتقام اخلي آه آه آه ای افغانانو ترڅو… نور لوستل »

زمرک

حیرانوونکی !!!!!!!!
د زوسانو غلام ( نجیب ) هم احمدزی ، د امریکایانو غلام ( اشرف غنی) او د امریکایانو قاتل ( زرګل ) هم احمدزی دی دا معنی چه د احمدزو په قوم کی هم اتلان او هم غلامان شتون لری ؟

اجمل

زمرک ته: طالبانو به څومره د احمدزی په نوم وژلی وي. ته یی چی باسیواده یی دومره بی عقل یی هغوی خو باید بی عقل ووسی.

غوربندي

اجمل صاحب !

تاسو ته د دولسو امريکايي اشغالګرو د مردارېدو د ملهمناک خبر په مناسبت دروند او د ليونتوب تر کچې د تر ټولو المناک غم استدعاء کوم.

په دې غم کې مو تنهايي درنه او خواري مستمره غواړم.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x