نړۍ

افریقايي هیواد “انګولا” کې حکومت د مسلمانانو اته جوماتونه ړنګ كړي دي

نن ټکی اسیا: ورلډ بلیټن خبري سايت وايي چې، angola-bans-islam افريقايي هيواد “انګولا” کې ورځ تر بلې پر مسلمانانو د ژوند کړۍ په تنګيدو ده او تل یې د عبادت په مخ کې خنډونه اچول کيږي د تېرو دوو کالو په دوران کې يې ۸ جوماتونه ړنګ شوي دي. په انګولا کې د مسلمانانو تنظیم ویاند ويلي چې د انګولا په ۱۸ ملیونه نفوس کې ۹۰ زره مسلمانان ژوند کوي او د انګولا په۱۲ ولایتونو کې ۷۸ جوماتونه اباد دي، چې تل پکې مسلمانان په جمعه لمونځ کوي. د انګولا مسلمانان وايي چې حکومت د اسلام او مسلمانانو پر خلاف نا اعلان شوې جګړه پیل کړې. په مسلمانانو سړیو د جمعې د لمونځ بندیزونه لګيږي او ښځې له دې امله د قانون ماتوونکې ګڼل کيږي چې حجاب کوي. حکومت د جمعې لمونځ نا قانونه بولي او له همدې امله يې د تېرو دوه کلونو په دوران کې ۸ جوماتونه شهیدان کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x