د امریکايي الوتکو په بمبار کې د کندز وژل شوي ماشومان

تر اروزګان، ننګرهار وروسته کندوز کې د عام وژنې فاجعه

نن ټکی اسيا- سرليکنه

پرون د پنجشنبې په ورځ د کندوزي ماشومانو او ولسي خلګو د وژنې خبر د ټولو محلې او ډیرو نړیوالو رسنیو د سر خبر و.

د کندوز دا بوږنوونکې پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې کله امریکايي ځواکونو په سیمه کې د طالبانو په خلاف عملیات پیل کړل .

د کندوزیانو د عام وژنې په دې بوږنوونکې پیښې کې دکندوز د والې د ویاند په تائید ۳۰ تنه ولسي وګړي مړه او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو ویاند د پیښې په تړواو ویلي چې دوي د کندوز اړوند په ځینو سیمو باندې د خپلو دوستو ځواکونو د ساتنې لپاره بمباري کړې ، که په هغه کې ولسي وګړي وژل شوي وي دوی به يي په اړه پلټنه وکړي.

خو د کندوز امنیه قومندان ښاغلی جنګل باغ وايي چې په یاده پیښه کې وژل شوي کسان طالبان او په تصویرونو کې ښکاریدونکي وژل شوي ماشومان او سپین ږیري د طالبانو د کورنیو غړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې کندوزي کلیوال د امریکایي ځواکونو لخوا دغه ډول په بیرحمانه ډول وژل کیږي ، تیرکال د سپتمبر په میاشت کې هم د کندوز په ښار کې د بي پولې ډاکټرانو د روغتون د طبي کارکوونکو او ناروغانو په شمول په لسګونو ولسي وګړي ووژل شول.

اوس چې بیا عین جنایت د عین عاملینو لخوا په عین سیمه او عین ډول سره تر سره کیږي معنی يي داده چې امریکایان په عمدي ډول د افغان وژنې اراده لري.

د تیرې دوشنبې په ورځ د اروزګان ولایت د چورې ولسوالۍ د درویشانو په سیمه کې امریکايي الوتکو پر یوې کلیوالې سیمې باندې د بمباري په ترڅ کې ۳۵ ولسي وګړي ووژل ، او تر دې پیښې دوې ورځې وړاندې یې د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې پر یوه کور باندې د بمبارۍ په ترڅ کې خواوشا شل تنه ولسي وګړي مړه او ژوبل کړل .

د امریکايي ځواکونو په لاس د وژل شویو اروزګاني او ننګرهاري ماشومانو معصومې وینې لا نه وې وچې شوې چې دا ځل یې کندوزې ماشومان د ځان په وینو ولمبول او کورونه يي ورته وران کړل.

د امریکایانو د د غو مسلسلو بشري جنایاتو په مقابل کې ولسمشر یواځې د تحقیقاتي پلاوي د ټاکلو صلاحیت لري؛ نه د مجرمینو د مجازاتولو واک ، ځکه هغه يي د ده د انتصاب په مهال د امنیتي تړون د موادو په لاسلیکولو کې په قانوني ډول تري اخبیستی.

د کندوز ویرجنه پیښه په ټوله معنی یو بشري جنایت دی چې له جنرال نیکلسن نیوالې تر ولسمشر غني پوري د خارجي ځواکونو او دولتي قوواو ټول امنیتي چارواکي ورکي شریک دی.

دا پیښه به وروستۍ پیښه نه وي چې د امریکايي ځواکونو لخوا د بیوزله افغانانو په خلاف د امنیت په پلمه تر سره کیږي .

د ګډ حکومت د تأسیس په مهال چې دولتي چارواکو له امریکایانو سره امنیتي تړون لاسلیک کړ د هغه په ترڅ کې یې په قانوني لحاظ هغوی ته په افغانستان کې د دغه ډول بشر ضد جرمونو د تر سره کولو صلاحیت ورکړ.

د امنیتي تړون په مادو کې امریکايي ځواکونو ته د قضايي مصؤنیت ورکول خپله د دې مانا لري چې امریکایان د افغانانو د ټول وژنې عام صلاحیت لري، همدا لامل دی چې بهرني ځواکونه په ننګرهار، کندوز، هلمند، فراه او … ولایتونو کې په خلاص مټ افغانان وژني ، ګډ حکومت ، د هغه پارلمان، د هغه د مشرانو جرګه او د هغه ټول عدلي او قضايي ارګانونه یې ځکه په مقابل کې د هیڅ ویلو توان نه لري چې له هغوی څخه یې د افغان وژنې قانوني جواز مخکي ترمخکي ترلاسه کړي.

روی ظالم به قصد کشتن ماست
دل مظلوم ما به سوی خداست
اودراین فکر تا بما چه کند
ما در این فکر تا خدا چه کند

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د