نړۍ

اردن: دوه امریکايي روزونکي وژل شوي او یو بل ټپي دی

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د اردن هیواد په سوېل کې ددغه هیواد یوه عسکر پر امریکايي روزونکو ډزي کړي چې له امله یې دوه تنه ځای پر ځای وژل شوي او د یوه اردني افسر په شمول یو بل امریکايي ټپي شوی دی.

د الجزیرې د خبریال د راپور سره سم حکومتي چارواکي سربداله دي چې د ډزو دغه پيښه څرنګه توجیه کړې، د پوځي سرچینو په حواله دغه پيښه د «الجفر» په نامه سیمه کې د فیصل هوايي ډګر په دروازه کې را منځته شوې، او ویلي چې پر دروازه ولاړ عسکر هغه وخت پر امریکايي روزونکو ډزي وکړي کله چې هغوی دده په اشاره توقف ونه کړ او وړاندي ولاړه، یو شمېرو نورو سرچینو بیا د الجزیری خبریال ته ویلي چې د ډزو وجه دا نه شي کیدلای.

د اردن د پوځ له لوري په رسمي خپور شوي بیان کې هم د پيښي تایید شوی او ویل شوي چې دوی د پيښي د څیړني په موخه هوايي ډګر تړلی او څیړني یې پیل کړي دي.

ویل کیږي چې د اردن په جنوب کې دغه هوايي ډګر کې امریکايي روزونکي اردني پولیس او پوځ ته روزونه ورکوي او ویل کیږي چې د هغو ځواکونو روزنه هم کوي چې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلي (داعش) په خلاف جنګیږي.

باید وویل شي چې دا لومړی پيښه نه ده چې په اردن کې را منځته کیږي ددې تر مخه په کال ۲۰۱۵ کې هم یوه اردني عسکر دوه امریکایي عسکر په ورته پيښه کې وژلي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x