
بي مهاره رسنۍ د ملي وحدت دله منځه وړلو په لټه کې
نن ټکی آسیا – سرمقاله: په دې وروستیوکې د هیواد پلازمینه کابل او د هیواد د ځینو نورو لایتونو مرکزونه د قومي تبعیض په وړاندې د مظاهرو او احتجاجي لاریو نونو شاهد وو.
له کله چې د کرزي د سنا جرګې د هویت له تذکروڅخه د هویت او مذهب کلیمو حذفول تصویب کړل ،نو ورسره یوځای د قوم او قومیت خبرو هم زوار واخیست تردې چې یوشمیر لمسسول شويو کسانو د جرګې د دغه فتنه اچوونکي تصویب د تائید په غرض په ښکاره د افغانیت په خلاف لاریونونه وکړل او له ځانونو سره یې د (من افغان نیستم ) لیکلې شعارونه هم بدرګه کول .
امریکایانو د اشغال په پیل کې په پلاني ډول زمونږ په هیواد کې د ډیموکراسې او بیان د آزادي ترنامه لاندې په سلګونو صوتي او چاپې رسنۍ ایجاد کړې ، چې هغه مهال د اشغالګرو دغه خطرناک پلان ته یو شمیر ساده افغانانو دیوه ښه اقدام په سترګه کتل او هغه یې هم د افغانستان دترقي په لاره کې یو نشراتي پرمختګ باله .
د بهرنیانو د غرضي مرستو په لګښت په افغانستان کې د بیان د آزادي ترنامه لاندې دومره رسنۍ او ټلویزوني کانالونه ایجاد شول چې چلوونکي یې اخیر د نشراتي موادو په پوره کولو پوري پکو شول، له همدې امله هغوئ مجبورشول چې خپل ډیر وخت په داسې پروګرامونو پوره کړي کوم چې مخکې تر مخکې د تمویلوونکو مراجعوله لوري ورته تیار شوي ول .
په دغو پروګرامونو کې تر ټولو زیات وخت موسیقي او خارجي مبتذلو سریالونه ته ورکړل شو، هغه سریالونه چې په اخلاقي ، فکري ، سیاسي او اجتماعي لحاظ د افغانانو له اصیل فرهنګ او افغاني اسلامي روایاتو سره په ټکر کې دي .
له موسیقي او بهرنیو مبتذلو سریالونو پرته نور مواد یې هم د متصدیانو له لوري په داسې ډول تر تیب شول چې د افغانانو خپل منځي وحدت پکي په نښه او د هغه دله منځه وړلو لپاره ترې ګټه واخیسل شي.
همدا اوس چې په کابل ښارکې د ټلویزوني شبکوخپرونو ته سړی ځیر شي نو په هر ټلویزونې کانال کې د تمویلوونکي لوري کلتور او اغیزې له ورایه ښکاري ، چې د هغوئ دغه غرضي خپرونې په طبیعي ډول خپل اوریدونکي په فکري ، اخلاقي او اجتماعي لحاظ تر اغیزو لاندې را ولي چې دغه منفي اغیزې په تدریجې ډول د اخلاقي انحرافاتو ترڅنګ دملي وحدت د تخریبولو او منځه وړلو لامل هم ګرځي .
دغه غرضي رسنۍ چې په یوه ډول نه یوه ډول دکرزي دبیواکه رژیم په اجازه جوړه شوې او د هغه د اطلاعاتو اوکلتوروزارت څخه یې نشراتي جواز ترلاسه کړی دی ترهرڅه له مخه خپله د همدغه رژیم دحاکمیت لپاره ګواښ دي ؛ ځکه همدغه رژیم د نشراتو اوخبرونو لپاره د خپل اساسي قانون مطابق لائحه لري چې باید ټولې غږیږي او چاپي رسنۍ هغه رعایت کړي ، خو دغه د اجنبیانو په مرستو ایجاد شوې رسنۍ نه داساسي قانون درناوي کوي اونه د ټولنې مذهبي او اجتماعي نزاکتونه په پام کې نیسي .
ټول افغانان ویني چې دغه رسنۍ د اجنبیانو په اشاره د خپل هیواد ، خپل مذهب او خپلې ملي ترمینالوژي په خلاف په عمدي ډول داسې کلمات ایجاد وي چې هغه د افغان واحد ملت د ملي یوالي په خلاف وي ، او کوم مغرضانه حرکات چې د افغان یوموټي ولس په خلاف ترسره کیږي نو د قوماندې لومړني مراکز او دترویج اساسي وسائل یې هم ، همدغه بي مهاره رسنۍ دي چې بهرنیانو د بیان د آزادي په پلمه راته ایجاد کړې .
له بهرنیانو څخه خو هیڅ وخت دخیر ښیګڼې توقع نشي کیدلای ، خو اوس خبره خپله دیموکراسي ځپلیو افغانانو ته متوجه ده چې د بهرنیو یرغلګرو او د هغوئ په لاس دایجاد شویو تخریبي وسائلو له شرڅخه څه ډول خپل ځان ژغورلای شي ؟
د نن ټکی آسیا سرمقاله