fbpx

د هلمند طالب والي: زمونږ د جنګ او سولې دواړه میدانونه معلوم دي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): په هلمند کې د طالبانو والي ملا عبدالمنان اخند وايي چې امریکایانو ته یې د جنګ په ډګر کې زور ورښودلی نو تر دې وروسته بیا امریکایانو ته نه ښايي چې طالبان په ګواښونکي ډول سولې ته وروبولي.

نوموړي دا څرګندونې د طالبانو د فرهنګي کمیسون له خبریال سره په تازه مرکه کې کړي. ملا عبدالمنان اخند د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «جان کیري» هغه خبرې «بې ګټې اخطارونه» بللي چې د بروکسل په غونډه کې يې ویلي و چې امریکایان له جګړې څخه نه دي ستړي شوي او طالبان پرته له دې چې د حکمتیار په څیر سوله وکړي بله لار نه لري.

خو ملا عبدالمنان اخند وايي چې امریکایانو په افغانستان کې شرمېدلې ماته خوړلې او د جنګ له میدان څخه په تېښته بریالي شوي دي. نوموړی زیاتوي:

«مونږ د امریکایانو سره د جنګ په میدان کې هم معلومه کړې او د سولې میدان مو هم معلوم دی، په دې کې د اخطار ګنجایش نه شته، دواړه میدانونه معلوم دي او دواړه دروازې مو د خلکو پرمخ خلاصې دي».

د هلمند طالب والي وايي چې په هیواد کې د سولې او د اشغالګرو ځواکونو د وتلو لپاره یې ډیرې قربانۍ ورکړي دي. نوموړی زیاتوي چې امریکایانو پنځلس کاله په افغانستان کې زور وآزمایه او د دائمي اشغال خوبونه یې په اوبو لاهو شوي دي. ملا عبدالمنان اخند ټینګار کوي چې «امریکایان به په افغانستان کې ونه اوسیږي او نه به د شپه تېر ځای پیدا کړي».

نوموړی په هلمند کې د طالبانو د پرمختګونو عواملو ته په اشارې زیاتوي چې د کابل حکومت د جګړې د رهبرۍ لپاره داسې خلک رالیږلي چې خلک ترې نفرت کوي. د نوموړي په باور جبار قهرمان د کمونستانو له وخته په سیمه کې کرغېړنه تاریخي سابقه لري او په وینا یې همدا لامل دی چې خلکو د طالبانو لمن ونیوه او طالبان یې د دولت تر «اصلي ځالو» ورسول.

ملا عبدالمنان اخند وايي چې طالبان اوسمهال د لښکرګاه په دروازه کې او له ښاره ګرچاپیره په لنډه فاصله کې پراته دي او د اوس لپاره یې همدلته وقفه کړې ده.

ویډیو:

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خان محمد
میلمه
خان محمد

زما په خیال طالبان هم ایله په سیاست پوه شول، او اوس غواړي د ملا منان غوندې د سوچه نظامیانو په خوله د امریکا، پاکستان او نورو سوله غوښتونکو سرونه ورخلاص کړي.
څوک چې د دیپلوماسۍ په ژبه نه پوهیږي او څلور مذهبه نه مني د هغوی لپاره د طالبانو پنځم مذهب هم معلوم دی اوس دې جان کیري او سرتاج عزیز ګز پر کیږدي

اسدالله
میلمه
اسدالله

خان محمد وروره سلامونه می ومنه ! ستاسی تبصره د حق د پلویانو مګر زه مو یو خبری ته پام رااړوم او هغه داچه تاسی لیکلی [ زما په خیال طالبان هم ایله په سیاست پوه شول،] زما د اسلامی سیاسی څیړنو او ارزونو له مخی طالبان له اوله د هر ډګر په ځانګړی ډولی سیاسی ډګر کی نه یوآخی پوه بلکه تر ټولو دمخه دی ځکه یی د ټولی کفری نړی غلامانو او بادارانو په د دغومره نظامی پیاوړتیا سره په دی پنځلس کلو کی نه یواځی دا چه مهار نه کړی شول بلکه طالبانو ورته دعبرت زده کړی… نور لوستل »

عبدالواحداڅګزۍ
میلمه
عبدالواحداڅګزۍ

دطالبانودرهبرۍ کتاب قرآن عظیم شان دۍ اوزړه ورتیایی دخالد بن ولید ده دکفاروغولامان نسی کامیابه کیدای مری هرڅوک شهید بهتردۍ که مرتد ددنیایوامتحان ده که ۱۰۰کاله ژوندۍ یی آخر مری شهید سمدستی جنت ته ځی مرتد بدبخته به خپل رب ته څه جواب وایی په دی دنیاکی هم دخپلی ماینی څخه بیریږی دکفارو ترسیوری لانر شپی او ورځی تیروی

مولوي محمدسليم انقياد ى
میلمه
مولوي محمدسليم انقياد ى

که خبره پاکستان ته داختار په معنى وي نو کيداي سي چه عواقب هم ولري زما په نظر تراختارو په تفاهم ښه وي ديو بل دمجبوريتونو احساس بايد وکړه سي دکوربه، ميلمه ،همسايه وغيره خپل خپل حق وي اوهر يو دخپل حق دغو ښتلو حق لري نوکه ديو بل حقو نو ته سره معتقد سو مشکلات به ترډيره حل سى اوکه يوبل اختارونه ورکوو کيداى سي دانيمګړى وړۍهم شړى نه سي

سلطان صالحی له قزوینه سخه
میلمه
سلطان صالحی له قزوینه سخه

رئس جمهور یعنی شلغم اجراویه یعنی بلگ شلغم دامظلوم ملت معصوم طفلان ددمظلوم ملت تور سری اوسفین سری ددمظلوم ملت .جوانان اوسپین ژیری ددمظلو م ملت ده چا له خوا په مظلو ما نه تو.گه صلیب یان په شها دت رسییژی دشلغم اوشلغم بلگ اونو کر غلام.ژندرال ساید.. اودا بیغیرته فرلما ن چه چوپه خوله ناست داد صلیب یانو په دالرو پستی دو دی خوری دادد مظلوم ملت او…. مظلومو شهیدا نو سخه سخبردی دادنوی پکراسی گداگیا ن سرلوری.دنوی اواخروی دوی داسلامی امارت مجا هدین .ستاسی دنشر په هیله…وسلام علیکم ورحمت الله وبر کاته….