افغانستان

ملي اردو په فاریاب کې د واده مراسم په توپونو وویشتل

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د ملي اردو ځواکونو په فاریاب ولایت کې د واده پر مراسم توپونه او هوانونه فیر کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ګڼ کلیوال وژلي دي.

پېښه تېره ورځ د یاد ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په قلعه کوسه کلي کې رامینځته شوې. د سیمې اوسیدونکي وايي چې د واده ۲۳ ګډونوال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د فاریاب والي ویاند احمد جاوید بیدار شک څرګندوي چې د ملي اردو عسکرو دې دا عمل ترسره کړی وي. نوموړی وايي چې د پېښې د څېړنې لپاره یې هیئت ګومارلی ترڅو معلومه کړي چې ایا رښتیا هم د ملي اردو توپونه د واده په مراسمو لګېدلي او که طالبانو د واده په کور کې ماین ایښی.

خو د سیمې اوسیدونکو د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د واده په مراسمو د ملي اردو د توپونو هوانونو مرمۍ ولګېدې او د واده خوښي يې په غم بدله کړه.

طالبانو یاده پېښه جنایت بللې او ویاند يې «قاري یوسف احمدي» ویلي چې په سیمه کې د دوی کسانو شتون نه درلود.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي سرتیري د واده په مراسمو توپونه وروي، په دې لړ کې تر ټولو خونړۍ پېښه د ۲۰۱۵ کال په جنوري میاشت کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې رامینځته شوه.

هغه مهال د ملي اردو لخوا د واده په مراسمو توپونه او هوانونه وویشتل شول چې په نتیجه کې تر ۵۰ زیات کلیوال ووژل شول او نږدې ۷۰ تنه ټپیان شول. که څه هم ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې د پېښې د بررسۍ او عاملینو ته د سزا په موخه یې تحقیقاتي هیئت ټاکلی، خو اوس چې نږدې دوه کاله تېریږي لا یې هم پایلې او عاملین نه دي په ډاګه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

حیرانوونکی او د خلکو په سترګو کی خاوری شیندل دی ، دغه مظلوم اولس وینی ورته یوه لوبه او ساعت تیری ښکاری ، که منظمه اردو وی ، هغوی له ویشتلو دمخه دشمن ، دوست او بیګناه اهداف مشخصوی بیا انداخت کوی ، او له انداخت کولو دمخه د انداخت او ویشتلو د پاره قوماندی ته منتظر وی او مرکز هم دوی ته په هغه شرط د ویشلتو جواز ورکوی چه هدف سل په سلو کی ځانګړی شوی چه دشمن شتون لری. له بده مرغه زمونږ غلامه ، فاسده او بی کفایته اداره له لوړی تر ښکته ټول په ډالرو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x