نظــر

د درې چارواکيو يوه پرتله

له څه مودې راهيسې مې ذهن په خپلسري ډول د درېو هېوادونو د درېو چارواکو ترمنځ پرتله کوي، چې پای یې له نهيلۍ پرته بل څه نه راخېژي. سږکال زموږ په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې حکومتونه بدل شوي، ولسونو نویو ليډرانو ته رايې ورکړې. په افغانستان کې که څه هم د ډیموکراسۍ شعار پورته کېږي؛ خو نظام له دوولسو کلونو راهيسې پر خپل ځای دی، ځینې ځینې وزیران کله کله بدل رابدل شي. په ایران کې سږ کال ټاکنې وشوې، محمود احمدي نژاد ولاړ او پر ځای یې حسن روحاني له نوې کابينې او نوي بهرني سیاست سره راغی. پاکستان کې د پیپل ګوند حکومت ټاکنو کې ماتې وخوړه او نوازشریف د واک پر ګدۍ کېناست.

د ایران روحاني د یاد هېواد ولسي جرګې ته اتلس وزیران وروپېژندل، چې ډېری د هغو وزیرانو له امریکا –چې د ایران تلپاتې دښمن ګڼل کېږي- ډاکټرۍ اخیستي دي.

پاکستان کې هم نوازشریف نوې کابینه وړاندې کړه. مګر دلته زموږ بحث پر ټول حکومت یا کابینې نه دی، بلکې یوازې د افغانستان او دغو دوو ګاونډيانو د بهرنیو چارو وزیرانو له ژوندلیکونو سره لږ تم کېږو، یوه برسېرنه پرتله کوو، بنسټيزه پرتله ځکه نه کوو، چې د ځینو ترمنځ توپیر زښت زیات دی او چې توپیر ډېر وي نو بیا دغسې پرتله کې له یوه لوري سره بې‌عدالتي کېږي.
حسن روحاني، ډاکټر جواد ظریف او نوازشریف سرتاج عزیز د بهرنیو چارو وزیرانو په توګه پر دندو وګومارل. ښاغلي کرزي تېره میاشت، ضرار احمد مقبل د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په توګه وټاکه. لومړی پر دغو څېرو او د دوی پر ژوند خبرې کوو او بیا نو سملاسي پرتله هم کېږي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر، ډاکټر جواد ظریف:

ایراني ولسمشر، حسن روحاني، ډاکټر جواد ظریف د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکه. ښاغلی ظریف پر ۱۳۳۸ لمریز کال کې په یوه مذهبي ملتزمه او نسبتاً پانګوالې کورنۍ کې وزېږېد. پلار یې سوداګر و. ده خپلې زده کړې د ۱۳۴۵ او ۱۳۵۵ کلونو ترمنځ په علوي لېسه کې ترسره کړې او بیا د یو لړ سیاسي او امنيتي لاملونو په وجه په ۱۳۵۵ل کال په تحصیلي ویزه متحده ایالاتو ته ولاړ. په امریکا کې يې په سنفرانسیسکو ایالت کې ډرو کالج ولوست.

محمد جواد ظریف له پېژندل شوو او تکړه ایراني ډيپلوماتانو څخه ګڼل کېږي، چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران پخوانی سفیر او اوسمهال یې د بهرنیو چارو وزیر دی. ښاغلی ظریف د سنفرانسیسکو له یالت له ډنور پوهنتونه په حقوقو او نړیوالو اړیکو کې ډاکټري لري.
کله چې د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند و، یو شمېر وکیلانو پرې تور پورې کړ، چې د امریکا د ګرين کارټ غوښتنه یې کړې وه. ښاغلي ظریف دا تور رد کړ او زیاته یې کړه چې «کله مې هم ګرين کارټ نه دی لرلی، په داسې حال کې چې لس کاله کېږي د اخیستو شرایطو ته یې جوړ یم، کورنۍ او بچیان مې په داسې حال کې په ایران کې ژوند کوي، چې کولای یې شوای بل چېرته ژوند وکړي. کله چې ایران ته راغلی یم، کله هم بیا امریکا ته نه یم تللی، په داسې حال کې چې د امریکا له درېو پوهنتونونو راته د تدريس بلنلیکونه راغلي دي».

ډاکټر ظریف د هلوکاسټ (په دویمه نړیواله جګړه کې د یهودانو د ډلهييزې وژنې افسانه) په اړه وویل، «زه باور لرم، چې په دویمه نړیواله جګړه کې ستر جنایت پېښ شوی. پوښتنه راولاړېږي، چې په دې جنايت کې د فلسطینیانو څه ګناه وه؟»

ظریف په ډېر مهارت د لوېدیځ د هلوکاسټ افسانه ردوي.

والسټریټ ژورنال په پای کې ټینګار کوي، چې په دغه وېډیو کې د ظریف انګلیسي خبرې دومره ماهرانه دي، چې د ایران نوي ولسمشر ته هیله منو امریکایانو ښايي په سختۍ یې ورپام شي.

ښاغلی ظریف د بهرني سیاست جوړونې په باب په دې باور دی، چې ډیپلومات باید په خپله د حالاتو شننه او ارزونه ولري او بیا خپلې شننې لوړ پوړیو چارواکو ته وړاندې کړي، نور هغوی بویه او پرېکړه یې. دولت باید صرف یو بهرنی سیاست ولري؛ ځکه هېڅ دولت نشي کولای په زیاتو بهرنیو سیاستونو په دغسې له غوغا ډکې نړۍ کې خپل کار پرمخ یوسي.

ظریف تر وزارته د پوهنتون استاذي دنده هم پرمخ وړه، پر نړیوال سیاست، د امریکا او ایران اړیکو او همداراز نړیوالو سازمانونو ګڼ اثار لري، چې د ګردو یادونه یې شونې نه ده.

ظریف د امریکا په فرهنګي او علمي کړیو کې پاموړ شهرت لري. ده چې په امریک کې ډېر وخت تېر کړی، له ګڼو چارواکو سره یې ښې اړیکي پاللي، چې اوس د ایراني سیاست په بدلون کې د ده له شخصي اړیکو هم سترګې نشي پټېدای. ظریف د ایران د نوي سیاست تر ټولو مخکښ مهندس ګڼل کېږي، دا به د ظریف لاسته راوړنه وي، چې له ۳۴کلونو کنګل اړیکو اوس د ایران او امریکا د بهرنیو چارو وزیران له یو بل سره ویني.

د پاکستان ډاکټر سرتاج عزیز:

سرتاج عزیز په خټه پښتون پاکستانی دی. په ۱۹۲۹م کې د خيبرپښتونخوا په مردان سیمه کې زېږېدلی. نوموتی پاکستانی بېروکراټ او په بيکن هاوس پوهنتون کې د اقتصاد پروفیسر دی. عزیز د لاهور له اسلامیه کالجه فارغ شوی او بیا په ۱۹۴۹م کال کې يې له پنجاب پوهنتونه په اقتصاد کې لېسانس ترلاسه کړ. په ۱۹۶۲م کال کې يې له هارواډ پوهنتونه په عمومي اداره کې ماسټري ترلاسه کړه.

 د نواز شریف په تېرو دوو حکومتونو کې يې د ماليې وزیر په توګه کار کړی. په ۱۹۹۹م کال کې، کله چې د نوازشریف حکومت د پروېز مشرف له خوا د یو کودتا له لارې ړنګ شو، سرتاج عزیز یې د بهرنیو چارو وزیر و.

د نوازشریف حکومت له نسکورېدو وروسته، ښاغلي عزیز سیاست پرېښود او په بیکن‌هاوس پوهنتون کې يې تدریس پیل کړ. له ۱۹۹۹م وروسته یې په قاید اعظم پوهنتون کې يې هم وخت ناوخت پر اقتصاد او فلسفې ليکچرونه ورکول. له ۱۹۹۰م راهيسې يې پر اقتصاد او فلسفې څلور کتابونه لیکلي دي، چې ډېر مشهور هغه یې د «خوب او خیال ترمنځ: د پاکستاني تاریخ څو پړاوونه» کتاب دی. تر اوسه د یاد پوهنتون مرستيال رئیس او په اقتصاد او مديریت پوهنځیو کې د پروفیسر په توګه خدمت کوي.

ضرار مقبل:

ضرار مقبل د پخوانۍ متحدې جبهې غړی دی، چې ویل کېږي، په اینجینري څانګه کې يې لوړې زده کړې کړي دي. د مجاهدینو حکومت پر مهال د پروان والي په توګه وټاکل شو. د کرزي په حکومت کې یو مهال د مخدره موادو پر ضد مبارزې وزیر، بیا د کورنیو چارو وزیر او دا دی اوس د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په توګه وګومارل شو. د ولسمشر کرزي له لوري د بهرنیو چارو وزیر په توګه د مقبل غوراوي خلک هک پک کړل؛ دا رښتیا هم حیرانوونکې پېښه وه؛ ځکه ښاغلي مقبل په دې برخه کې تجربه نه لري. که څه هم د طالبانو د حکومت پر مهال، په تهران کې د متحدې جبهې د استازي په توګه یې کار کړی.

د ښاغلي حامد کرزي په دیارلس کلن حکومت کې افغانستان کله هم د یوه وړ د بهرنیو چارو وزیر څښتن نه شو. لومړی، عبدالله د تنظیمي مصلحتونو په زور، بیا سپنتا د بهرنیو په زور، بیا زلمی رسول د اړیکو په برکت او دا دی مقبل بیا د مصلحت له امله خارجه وزیران شوي دي. عبدالله نه د مسلک په لحاظ د بهرنیو چارو وزارت وړ دی او نه هم د کار له امله. سپنتا که څه هم په حقوقو کې ډاکټري لري؛ خو د بهرنیو چارو وزارت په ټوله موده کې د ده له خولې یوه داسې خبره راونه وته چې انسان د ده پوهې ته په درناوي اړباسي. تشې ډاکټرۍ به څه په درد ولګېږي. زلمی رسول هم همداسې درنیسئ. رسول طبي ډاکټر دی، په افغان سیاست کې د ظاهرشاه له کړيو سره نژدې اړیکي لري.

کله چې زلمي رسول د ۱۳۹۳ل کال ټاکنو ته ځان نوماند کړ، له وزارته یې استعفا ورکړه، چې ولسمشر یې پر ځای ښاغلی مقبل د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په توګه غوره کړ. مقبل په علمي لحاظ له ډېرې ټيټې کچې پوهې برخمن دی. کله چې تېره اوونۍ د عراق د بهرنیو چارو وزیر، هوشیار زیباري کابل ته راغی، د مقبل د کمال او پوهې ښه ننداره وشوه. مقبل له ژباړنه وغوښتل، چې بسم‌الله…هم په عربۍ وژباړي. د تفاهم‌نامې له لاسلیکه وروسته یې وویل، چې دا تفاهم‌نامه به له فغان حاجیانو سره مرسته وکړي! مقبل، زیباري د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ګڼلی و، ده ښايي فکر کړی وي، چې هوشیار زیباري عربي وايي او عربي یوازې د سعودي ژبه ده!

همدا پراخ بهرنی شتون او مصلحتونه د دې لامل شوي، چې افغانستان په تېرو دیارلسو کلونو کې د یوه وړ، علمي او ګټور بهرني سیاست خاوند نه شو. آن د بهرني سیاست جوړښت دومره هم ونشوای کړای، چې طالبانو سره یوې موافقې ته ورسېږي. پاکستان سره اړيکي خو اوس بېخي مسخره شوي، یوه ورځ په یوه سفر کې وروڼه وي او بله ورځ بیا دښمنان شي. د افغانستان بهرنی سیاست د ښاغلي کرزي د یوې مرکې په ګروت کې دی، چې هر څه یې وفرمایل، بس هماغه بهرنی سیاست بويه!

اوس نو په دغسې سيمه کې، چې دواړه هېوادونو د دغسې وړو بهرنیو چارو وزیرانو خاوندان دي، افغانستان به له خپلو بلا ستونزو سره او دغسې خارجه وزیر سره د سیمې په دومره پېچلیو لوبو کې خپل ځای څنګه پیدا کړای شي؟ تر هرڅه مخکې د اوسني خارجه وزیر سر به په روان حالت خلاص شي؟ که دی له عزیز یا ظریف سره په اړوندو مسایلو خبرې کوي، څه به وايي؟ دا زموږ د ټکنوکراتانو حکومت شو، په اصطلاح د نکتايي پوښانو حکومت!

ذاکر جلالي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x