اجباري سولې ته د طالبانو ډانګ پېیلی غبرګون

عاکف مجاهد

په دې وروستیو کې اوازې دي چې امریکا، پاکستان او د اشرف غني رژیم هڅه کوي طالبان د فشار په توسط د خبرو میز ته کینوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د بروکسل په کنفرانس کې طالبانو ته له سولې پرته نورې ټولې لارې تړلې وبللې. د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاني خبریال طاهر خان د بي بي سي پښتو په سایټ په خپره کړې مقاله کې لیکلي چې پاکستان دا ځل په رښتیا هڅه کوي تر څو طالبان که په  رضا وي یا په زور د خبرو میز ته کینوي.

طاهر خان لیکلي چې امریکا پاکستان ته د ایف شپاړس الوتکو او ۳۰۰ ملیونه ډالرو کلنۍ مرستې ورکولو خبره د مذاکراتو میز ته د طالبانو له کینولو سره مشروط کړي ده. د طاهر خان په وینا پاکستاني اړخ په هغو مذاکراتو کې چې څه موده وړاندې یې د طالبانو د قطر دفتر له استازو سره درلودل په ډاګه ویلي چې یا دې د خبرو میز ته کیني او کنه له سخت فشار سره به مخامخ شي.

د پاکستان امریکا او کابل حکومت لخوا په طالبانو د وروستیو فشارونو او د اجباري مذاکراتو په اړه طالبانو په رسمي کچه کومه بیانیه یا دیپلوماتیک غبرګون نه دی څرګند کړی.مګر همدا نن په رسنیو کې د طالبانو یوه ځواکمن نظامي قومندان ملا عبدالمنان چې د هلمند ولایت د والي یا جنګي مسؤل دنده هم پر غاړه لري په یوه مرکه کې ویلي چې امریکا او انډیوالان دې یې  په طالبانو د اجباري سولې د منلو خوبونه اوبو ته ووایي.

ملا عبدالمنان چې د طالبانو په منځ کې د یوه پیاوړي او معتبر نظامي مشر په حیث شهرت لري د سولې غوندې په سیاسي موضوعاتو باندې غږیدل یې امریکا، پاکستان او ټولو د اجباري سولې غوښتونکو ته واضح پیغام لري.

د نن ټکی آسیا په استناد ملا عبدالمنان ویلي: مونږ د امریکایانو سره د جنګ په میدان کې هم معلومه کړې او د سولې میدان مو هم معلوم دی، په دې کې د اخطار ګنجایش نه شته، دواړه میدانونه معلوم دي او دواړه دروازې مو د خلکو پرمخ خلاصې دي.

(د هلمند طالب والي: زمونږ د جنګ او سولې دواړه میدانونه معلوم دي)

د کتونکو په باور اصلي ستونزه داده چې امریکا او نور اړخونه تراوسه د طالبانو تحریک په سمه توګه نه پیژني. دا چې دوی طالبانو ته ګواښونه کوي او په وچ زور ترې مذاکرات غواړي دوی داسې انګیري چې طالبان به هم د حزب اسلامي غوندې یو فرد محوره او ساذج سیاسي ګوند وي چې دوی کولای شي په پوره اساني یې د خپلو ګټو په مسیر ورسره رهي کړي.

په داسې حال کې چې د طالبانو تحریک یو نظریاتي او ټینګ مذهبي تحریک دی.نو ځکه یې ایل کول یا تر فشار لاندې راوستل شاید کومه اسانه خبره نه وي.ددې تحریک دننه د پالیسۍ اساسي تغیر نه خو  د تحریک د مشر، شورا او رهبرۍ لخوا رامنځ ته کیږي او نه هم کوم فرد یا ډله کولای شي ټول تحریک د کوم چا په ګټه اغوا او له خپل مسیر څخه منحرف کړي. بلکې په دې تحریک کې د پالیسۍ اساسي تغیر د هر مجاهد له قناعت سره تړلی دی او که بالفرض ځیني افراد یې تر فشار لاندې هم ونیول شي د عمومي تحریک پالیسي څوک نه شي تسخیرولی.

په آخرین تحلیل کې به ووایو چې په طالبانو اضافه فشارونه راوړل او یا یي په وچ زور د خبرو میز ته د کینولو هڅه شاید دغه منطقوي لانجه نوره هم پیچلې کړې. پرته له دې چې د کومې دلخوا نتیجې تمه ترې وکړای شي. د سولې په اړه د ملا عبدالمنان ډانګ پېیلي خبرې د طالبانو د هر نظامي شخص دزړه خبره ده چې باید واشنګټن، کابل، اسلام اباد او نور ټول اړخونه ځان پرې پوه کړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحداڅګزۍ
میلمه
عبدالواحداڅګزۍ

زماپه نظر دطالبان یوه لویه کمزوری داده چه ولی دټول وطن مسجدونه په دی نه پوهوی چه پر تاسو نراوښځو جهاد فرض عین دۍ یالمنځون هم پریږدی یاجهاد ته راولاړسۍ لکه اوردوان چه دکفارو د کودتاپه مقابل کی قوم راوپاراوۍ داکودتایوازی دترکیی دکفارونه وه په دی کی اول امریکابیاټول یورپ مشترک ووستاسوندی پیاد داروپایی اتحادیی ویاند په عوض ددی چه کودتاوغندی دترکیی دحکومت کړه یی د کودتاچیانو سره غندل دغه کړه چه دوی په قندوز کی کړی دی الله لدی ناخبره نه دۍ انشاءالله فتح نژدی ده لږنور صبرپکاردۍ

قیام
میلمه
قیام

اځکزی صاحب سلامونه می ومنه ! ستاسی خبره هم تاییدوم او هم یی نه تاییدوم ، او هغه دا چه طالبان هم انسانان دی د ګناه خطاوو سره ملګری دی ځینی نیمګړتیاوی به خامخا لری حتی بی ساری بریاوی چه یی تر لاسه کړی او تر لاسه کوی هم یواځی د دوی پیاوړتیا او هوښیارتیا نه بلکه دالله ج نصرت دی ، مګر د الله ج نصرت د هر چا سره نه وی د هغوی سره چه حرکت یی کړی وی الله ج ورسره مرسته کوی د ښویدولو وخت کی یی الله ج زړونه او پشی تینګوی ، هر اړخیزی… نور لوستل »