شعـــــرونه

نعتیه کلام/فتحان حنفي

فتحان حنفي

له نوره دې د لمر وجود رڼا اخلې
جهان دې له خضرا څخه دنیا اخلې

حبیبه ته حبیب یې خپل محبوب لره
محبوب هم تل دا ستا غوندې اشنا اخلي

دا ستوري ستا په نقش باندې مزل کاندې
سپوږمۍ دې هم له کلي نه ښکلا اخلې

په هر یو ګلستان کې هره ورځ ګلان
په ژبه ستا په باب کې صلی الله اخلې

په دې فاني ممکن نه دی که ستا دیدار
محشر کې بختور به دې لقا اخلې

ددې دنیا جنت ګڼمه ستا کلی
دا زړه مې د در تللو تمنا اخلې

روضه دې ده د رب د ستر رحمت مقام
ترې زړونه د مؤمن مدام ځلا اخلې

په نه دید چې دا ستا حق رسالت منې
دا ستا په پاک نامه د حق ثنا اخلې

شتمن په مال او زر باندې شتمن نه دی
سیرت د ژوند په باب دې اغنیا اخلې

چې رسې ولایت ته اولیاء واړه
ټول واړه ستا اخلاق او ستا ادا اخلې

تل درومې په مسیر ستا د سنګر غازي
امیر او مجاهد دې اقتدا اخلي

اې کاش که ستا د میني حق ادا کړمه
په نوم دې خوږ بشره زړه مې سا اخلي

د میني پتنګان سوځي په عشق کې ستا
اېره شي خو هم ستا د نوم سدا اخلي

برحقه مخلوقات دې احترام لري
له قدره دې پاک نوم په مصطفا اخلي

فتحان دې شي دا ستا تر پاک نامه لوګی
په درود کې دې رحمت بې انتها اخلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x