افغانستان

طالبانو د ملي امنیت په ډيپو کې د چاودنې پړه پر غاړه واخیسته

نن ټکی آسیا: د کابل ښار د شش درک څلور لاري په سېمه کې رامځته شوې درنې چاودنې ملي امنیت ریاست ته زیان اړولی.

د چاودنې د نوعیت په اړه ضد و نقیض خبرونه ورکول شوي.
د ملي امنیت ریاست خبرپاڼه کاږي، چې چاودنه د وسلو په هغه ډيپو کې چې له مخالفینو څخه نیول شوي وسلې پکې ساتل کېدي، د تخنیکي ستونزو له کبله رامنځته شوې.ځاني تلفات نلري؛خو نور زیانونه یې اړولي دي.

د سیمي اوسېدونکي وايي، چاودنه د دفاع وزارت د پخواني وزیر او د راتلونکیو انتخاباتو د کاندید رحیم وردګ استوګنځي ته څېرمه په یوه ودانۍ کې رامنځته شوې. د دوی په وینا،چاودنه خورا زوروره وه،چې شاوخوا ودانیو ته یې هم زیان اړولی. خو د تلفاتو په اړه دوی هم بې خبري وښوده.
بل پلو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ویب پاڼې ته په را استولې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې چاودنه د دوی له لوري د یوه خاص تکیتک په پایله کې رامنځته شوه.
د طالبانو اعلامیه زیاتوي، چې دوی د ملي امنیت اړوند د وسلو ډيپو ته په یوه ننوتونکي موټر پسې چاودېدونکي مواد تړلي چې د موټر له ننوتلو وروسته چاودېدلی او ورسره جوخت د پرتو وسلو له کبله پر له پسې نورې چاودنې هم رامنځته شوې،چې درانه زیانونه یې اړولي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x