
د کندوز پيښې د يو تنکي شهيد غږ !!!
اسدالله غيرت / پکتيا
ته اې زما د هيواد ولسمشره ! راشه وګوره , زه ستا تر حاکميت لاندې سيمه کندوز کې د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره ټوټې ټوټې پروت يم . زما په وينو لړلي تنکي مخ او زرې زرې اندامونو ځمکه او عرش ولړزول .
ته اې زما د هيواد ولسمشره ! ته خو يو وار راشه کنه ! خير دی , پر خاورو زما د وجود شيندلو ټوټو ته د خپلې بې وسۍ کيسه بيان کړه .
تاسو اې د بشر ټيکدارانو ! راشئ هله , زما له غوڅو اندامونو سره سلفيانې واخلئ , هله راشئ ,له بشريت سره د مينې شعار مو په عمل کې ثابت کړی .
تاسو اې د اسلامي نړۍ مسلمانانو ! راشئ , په خپل شتون کې د يوې مسلمانې کورنۍ د ټوټې ټوټې اندامونو , د کور د پريوتو ديوالونو او د لسګونو جنازو نندارې ته راشئ , هله نو , خپله مسلماني ښکاره کړی .
ته اې زما خدايه ! دا نړۍ ونړوه , ددې نړۍ تش په نوم مسلمانان ذليله او شرمنده کړه .
ته اې زما خدايه ! زه ددې نړۍ د مسلمانانو په غيږ کې د کفري يرغلګرو په لاس د خپلې کورنۍ سره يو ځای په شهادت ورسيدم , خدايه زما او زما د کورنۍ شهادت قبول کړه او د اسلامي نړۍ کفرپلوه حاکمان د قارون , ابرهه او فرغون په څير په سزا ورسوه .
زما خدايه ! ته زما او زما د کورنۍ ټوټې ټوټې وجودونه وينې , زه د نور څه ويلو توان نلرم , نور ډير څه به له نيږدې درته ووايم .
پای
1395/8/13