شعـــــرونه

د اوښکو شبنم/ عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

بیا د اوښکو شبنم اوري په ګلانو
په غاټول او په لاله وو ماشومانو

بر جومات مو هم شهید هلیکوپټرو
جنازې دي د غوټیو او ځوانانو

سور سالو تازه لیلا یې کړه شهیده
ژوند یې واخیست دکبلیو بیا دیوانو

شنه ځنګل باندې اورونه دي بلیږي
سوې چیغې ترې راځي دبلبلانو

داسمان په لور تنکۍ ارواوې درومی
د غوټیو ژوند اخیستی بلاګانو

له خولګۍ یې ځي شیدې او وینې ګډې
شهید کړي دي ظالمو خونخوارانو

ای عاکفه شه عاکف دسنګر غیږ کې
پور یې واخله له  قاتلو غلیمانو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x