افغانستان

غزني ښار کې يو کتاب پلورونکى ووژل شو

نن ټکی آسیا: له غزني څخه د ترلاسه شوي خبر سره سم، نن له غرمې وړاندې د ملا عبدالله په نوم يو تن کتاب پلورونکی د چاقو په وسېله وژل شوی .
د پېښي عیني شاهدان وايي،، دوه تنه مخ پټي کسان چې پر موټرسايکل سپاره وو،کتاب پلورنځي ته ننوتل او ياد کس يې پر چاقو ګانو وواهه او ځای پر ځای یې وواژه او قاتلین لږ شېبه وروسته له سيمې وتښتېدل .

ویل کېږي، کتاب پلورونکي له چا سره دښمني نلرله او دا چې یو دیني عالم و،شاګران یې هم لرل.
د غزني د والي ویاند د پېښي پخلی وکړ او په دې باب يې د پلټنو د پيلولو ژمنه وکړه.
د وژل شوي تن جسد دا مهال په ولایتي روغتون کې پروت دی او د پېښي لامل لا هم روښانه نه دی.
د يو بل خبر له مخې، د غزنې په ښار کې يوې پېغلوټي انجلۍ خپل ځان زندۍ کړی او ځانوژنه یې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x