ټولنیزه برخه

مسلمان بایلوده، خو اسلام وګټله

ژباړه: اسدالله مبارز

یو وخت په کاندله نومې ځای کې پر یوه ټوټه ځمکه جنګ ونښت، له یو لورې مسلمانانو دعوه کوله چې ځای زمونږ دی او له بل لورې هندوانو خپل ګڼل ـ پریکړه د وخت محکمې ته چې انګریزان یې قاضیان ول پریښودل شوه؛ انګریز قاضیانو دواړه لورې راوغوښت، مسلمانانو اعلان وکړ که چیرته ځمکه مونږ ته راکړل شي نو یو لوی جامع جومات پرې جوړوو، هندوانو د مسلمانانو د اعلان اوریدو سره سم په ضد کې شول او په یو غږ وویل که مونږ ته راکړل شي مونږ به پرې مَندر (د هندوانو عبادتځای) جوړ کړو، د مسلمانانو له لورې په پیل کې اعلان د دوه نفرو له لورې په انفرادي ډول وو خو وروسته یې ټولییز رنګ خپل کړ، تر دې چې یو لور تهمسلمانان راټول شول او بل لورته هندوان.

د ځمکې د یوې وړې ټوټې په سر لانجې داسې نوعیت خپل کړ چې د غلطې پریکړې سره سم په ټول ښار کې د قتل وقتال رامنځته کیدو امکان وو. کليوال هم حیران وو چې څه پریکړه به کیږي، انګریز قاضي هم حیران وو، ویریدل که غلطه پریکړه وکړي په ټول ښار کې به داسې اور بل شي چې قابو کول به یې بیا ناشوني وي.

قاضي هوښیار وو، د خپلې پریکړې اورولو پر ځای یې جانبینو ته یو وړاندیز وکړ ویې ویل: آیا داسې کومه لاره شته چې پر مټ یې تاسې جانبین د خبرو اترو له لارې د قضیې حل راوباسئ! هندوانو انګریز قاضي ته کړل چې مونږ د یو مسلمان شخص نوم په یواځیتوب کې درته یادوو، هغه راوغواړه که یې وویل چې ځمکه د مسلمانانو ده نو دوی (مسلمانانو) ته دې ورکړل شي او که یې وویل چې د هندوانو ده نو مونږ (هندوانو) ته دې پریښودل شي. کله چې قاضي له جانبینو وپوښت، دواړه لورې په همدې خبره راضي او موفق ول.

د مسلمانانو په زړه کې دا وو چې که هر څوک راغواړي د جامع جومات جوړولو په حق کې به خبره کوي.  انګریز قاضي جانبینو ته نیټه وښوده چې دواړه خواوې باید په محکمه حاضر وي او ویې ویل چې هغه سپین ږیری مسلمان به زه راغواړم.

له محکمې چې بیرون شول، مسلمانانو له ډیرې خوښۍ چیغې وهلي، هندوانو یې له خپلو خلکو د پریکړې په تړاو وپوښت، استازو یې ورته وویل چې یو مسلمان عالم ته پریکړه پریښودل شوه چې د راتلونکې ناستې ته به یې اعلانوي.

نیټه نږدې وه نو ځکه نه مسلمانانو خوښي ښوده او نه هم هندوانو خفګان، دواړو لوریو د راتلونکې نیټې انتظار ایستل چې پریکړه به د چا په حق کې کیږي، د پریکړې اعلانولو په ورځ معلومه شوه چې هندوانو د مفتي مظفر حسین کاندلوي (رح) چې د شاه عبدالعزیز (رح) له شاګرادنو څخه وو نوم انګریز قاضي ته یاد کړی وو.

نیټه راورسیده، دواړه لورې د مفتي صیب په منځګړیتوب د محکمې په تالار کې حاضر شول، مسلمانانو مفتي صیب ولید چې انګریز قاضي د پریکړې په پار راغوښتی نو فکر یې کاوه چې مفتي صیب به د جومات جوړولو خبره ضرور کوي، خو کله چې انګریز قاضي له مفتي صیب د ځمکې د ملکیت په اړه وپوښت، نو مفتي صیب چې د ځمکې حقیقت ورته څرګند وو وویل: دا ځمکه د هندوانو ده!
له دې سره سم انګریز قاضي له مفتي صیب بیا وپوښت: آیا هندوان پرې مَندر جوړولی شي؟ مفتي صیب ورته کړل: دا چې ملکیت یې ددوی (هندوانو) دی نو اختیار هم دوی سره دی، خوښه د دوی ده چې مَندر پرې جوړوي او که کور.

فیصله ابلاغ شوه چې ځمکه د هندوانو ده خو انګریز قاضي د فیصلې په پای کې عجیبه خبره لیکلي وه، لیکلې یې وو چې “په ننۍ فیصله کې مسلمان بایلوده خو اسلام وګټله” .

کله چې انګریز قاضي دا خبره اوروله نو هندوانو په یو غږ قاضي ته وویل: تاسې خو فیصله ابلاغ کړه نو اوس زمونږ عرض هم واورئ!

مونږ همدا اوس د اسلام سپیڅلي کلیمه وایو او مسلمانیږو او اعلان کوو چې مونږ ټول پخپله پدې ځمکه یو لوی جامع جومات جوړوو، الله اکبر کبیرا.

د یو الله ویونکي له خولې د حقخبرې دومره اثر ظاهر شو چې هندوانو هم د اسلام پر مبارک دین مشرف شول او پخپلو لاسونو یې مسجد جوړ کړل.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close