د حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه له وختو څخه د سترو فتوحاتو پيلېده

عبدالمالک همت

کله چي حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه د مسلمانانو د خليفه په توګه وټاکل سو مسلمانانو ته ډېري ستونزي او خطرات متوجه وه. تر ټولو ستر وير د رسول الله  صلی الله عليه وسلم د وفات وو. پر دې سربېره په مدينه منوره کي د منافقانو ډله هم فعاله وه. د دغي ډلي چي وس رسېدى مسلمانانو ته يې تاوان رساوه. له بله پلوه په عربو کي د زکات نه ورکولو،ارتداد او دروغجنو پيغمبرانو وبا خپره سوه. په دغسي نامساعدو حالاتو کي حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه تر ټولو ضرور او مناسبه وګڼل چي تر ټولو لومړى د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امر د ترسره کولو او د معان د مسلمان سوي والي د وژلو د غچ اخيستلو لپاره د روميانو مقابلې ته ورودانګي. هغه اسامه  د ١١هـ .کال په لومړۍ خور( ربيع الاول ) د روميانو مقابلې ته واستاوه. دغه لښکر د روم د پوځيانو سره په مخامخ کېدو سره ډېر پوځيان ووژل او تر شديدي جګړې وروسته دښمن تېښته وکړه. په دې توګه اسلامي پوځ د روميانو تر سخت ترټلو او بېرولو وروسته بې له څه تلفاتو بېرته مدينې ته راستون سو. ورپسې لوى څښتن مسلمانان د مرتدينو، دروغجنو پيغمبرانو او مخالفينو پر ځپلو او اېلولو او اسلام ته پر بېرته را اړولو هم بريالي کړل.

     بيا چي ابوبکر صديق رضي الله عنه ته اطلاعات ورسېدل چي روميان او ايرانيان د مسلمانانو سره جګړو ته چمتو کيږي، نو دې نتيجې ته ورسېدى چي د دې دواړو کفري زبرځواکونو سره اساسي ډغري وهل لازمي باله سي. هغه له ستر همت او مړاني کارواخيست او په يوه وخت کي يې د هغه مهال د دې دواړو زبرځواکونو پر خلاف جهاد پيل کړ، چي بالاخره لوى څښتن مسلمانانو ته د ايراني او رومي کفارو په وړاندي ستر او تاريخي بري په برخه کړل.  

     د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه د حکومت په زمانه کي ( له ٦٣٢ ع. څخه تر ٦٣٤ ع.کال پوري )  په اساسي توګه د عربو تر اورشو د باندي فتوحات پيل سول او بيا دغه فتوحات حضرت عمر رضي الله عنه تعقيب کړل ، چي په دې توګه اسلامي ځواکونو په ٢٤ کالو کي د فارس ټول هيواد ( اوسنى ايران، عراق، افغانستان او بلوچستان ) د اسلام د واکمنۍ برخه کړ. په بل محاذ کي يې په اووه کاله کي شام او فلسطين له عيسوي نړۍ څخه بېل کړل. په ٦٤١ ع.کال يې ټول مصر د روم د ټولواکمنۍ له لاسه وايست.

     بيا د حضرت عثمان رضي الله عنه د حکومت په وروستيو ورځو کي په فتوحاتو کي د څه مهال لپاره ځنډ راغى، ځکه چي د هغه تر شهادت وروسته مسلمانان په خپل منځي شخړو اخته سول. بيا چي اموي دور پېل سو اسلامي فتوحات له سره پيل سول. د حضرت معاويه رضي الله عنه د حکومت په زمانه کي ( له ٦٦١ ع. څخه تر ٦٨٠ ع.کال پوري ) د شمالي افريقې بر بر حکومتونه فتح او په اسلامي واکمنۍ پوري وتړل سول. چي په پايله کي عيسوي روم په افريقا کي له خپلو ټولو مستعمرو څخه بې برخي سو.

     له يوه پلوه د روم د سترواکۍ مقبوضات يو په بل پسې د روم له لاسه وتل او له بله پلوه اسلامي پوځونه د روم د امپراتورۍ پلازمېني قسطنطنيې ته خزه سول. يوځل په ٥٠ ع.کال او بل ځل په ٩٥ ع.کال.

     دلته د ويلو وړده چي د دې سترو فتوحاتو او بريو لاملونه د لوى څښتن اراده او نصرت او د لوى څښتن د دين سپېڅلى مقصد ووکوم چي تر ظلم لاندي او زورېدلو او ځپلو او د شرک ، کفر او فحشاوو په تورتمونو کي د لاهو سوو او سره پاشلو او بې اتفاقو ولسونو ته يې د آزادۍ، له ظلمونو د ژغورني، د باطلو او د واکمنو او غولوونکو روحانيونو او مذهبي ټېکه دارانو له خوا د جوړو سوو او رامنځ ته سوو ډول ډول خدايانو له تعبد څخه د يوه خداى اطاعت او د دواړو جهانو د نېکمرغۍ او هوسايۍ زېرى راوړ. دا د اسلام د حقانيت، د اسلامي ورورولۍ، له زور زياتي، جګړو، او کفر او شرک او بې عدالتيو څخه د ژغورني د دين برکت او خصوصيت وو چي کوم ځاى ته به دا دين ورسېدى د جبارانو تر جبر او تعدى لاندي پرګنو به بې له مقاومته، بلکي د هغه په هرکلي او استقبال سره مننه او ملاتړ وکړ. څوک چي به د اسلام په دين  مشرف سو د ټولو انساني حقونو خاوند به سو او د مسلمانانو له واکمن او شتمن څخه نيولې تر يوه عادي انسانه به د ټولو سره برابر سو او د لوى او متعال خداى په منلو او عبادت به يې زړه او سترګي روښاني سوې او ډاډه او مطمئن به سو او د مادي، چټي او بې خونده، بې هدفه او نتلي او ذليل ژوند پر ځاى به يې د خداى پر  ځمکه معنوي او د پت او عزت او د لوى څښتن د بنده او خليفه په توګه انساني ارزښت لرونکى ژوند پيل کړ. د دغو لاملونو پر بنسټ وو چي اسلام به هر ځاى ورسېدى پر طواغيتو او جبارانو او د کفر، شرک، باطلو او فساد او فحشا پر سردمدارانو به غالب او بريمن سو. که نه که عربو دا سپېڅلى دين نه واى منلى او هماغسي د جاهليت د زمانې په شرک، کفر ، شر ، ورانيو، تربګنيو او جنګ جګړو اخته واى، هيڅکله به دا د پردو تر ولکې لاندي، له علم او فرهنګ څخه بې برخي، د صحراوو شپانه او نيمه کډوال وګړي ان د خپلو ځانونو د ژغورلو او سمبالولو جوګه سوي نه واى.

د اسپانيې فتح

     د فتوحاتو کومه لړۍ چي د حضرت معاويه رضي الله عنه په وختو کي د مسلمانانو له خوا پيل سوې وه، د عبدالملک بن مروان او وليد بن عبدالملک د حکومتونو په پېر کي ( له ٧٠٥ م. څخه تر ٧١٥ م.کال پوري ) د خورا زيات سترتوب پولي ته ورسېده.

    د وليد بن عبدالملك په وختوكي د اسلام نامتو اتل موسى بن نصير د افريقې د والي په توګه په قيروان كي اوسېدى. د الکامل في التاريخ په ۲/ ٣٣٤ مخ کي وايي چي د ده پلار نصير د معاويه د ساتونکو مشر وو. کله چي معاويه صفين ته د حضرت علي رضي الله عنه سره د جګړې لپاره وخوځېد نصير له تلو څخه ډډه وکړه. معاويه ورته وويل ولي د علي د وژلو لپاره نه راسره ځې؟ هغه ورته وويل: زه د هغه چا په کفران کي ګډون نه درسره کوم چي تر تا په شکر ان غوره دى، کوم چي لوى څښتن عزوجل دى. وايي چي معاويه هيڅ ورته ونه ويل.

     د افريقې د لويي وچي مخامخ د اروپا په جنوب لوېديزه برخه كي يوه ټاپووزمه ده چي اسپانيه (Spain) يا اندلس ورته وايي او د سمندر د لسو يا دوولسو ميلو په اندازه اورشو يې ( چي ډېر لږ واټن دى ) له افريقې څخه بېلوي. د اوومي عيسوي پېړۍ په وروستيو كي د دې هيواد خلكو خورا تريخ ژوند درلود. د هيواد نيم وګړي مريان وه او ژوند يې د څارويو تر ژوند ډېر بتر وو. د دوى په كار به د دوى بادارانو عياشۍ كولې. مريي د  خپل بادار له اجازې پرته واده نه سواى كولاى او په ډېره وړه ګناه به د وژلو فيصله پر كېده. د ملك له منځنۍ تپۍ ( طبقې ) څخه درنې ماليې اخيستل كېدې. ځمكي او جايدادونه د واكمنو او پادريانو وه. د واكمنو او پادريانو محلونه او خانقاوي په ښكلو نجونو پري خانې ګرځېدلي وې. اخلاقي وراني خپل اوج ته رسېدلې وه. د مذهبي لږكيو سره ډول ډول ظلمونه كېدل. لنډه داچي ناخوالي دونه ډېري سوي وې چي مظلوم او مقهور رعايا د « تنگ آمد بجنگ آمد » حالت ته رسېدلي وه. چي كله كله به د ولس د بې وزلي تپۍ د سړو ساوو لوګي ان د فتنې او ورانيو لمبې سوې.

     دغه مهال د اندلس واکمنو داسي يو دود درلود چي خپل نارينه او ښځينه اولادونه به يې د طليطلې (Toledo) پاچايي محل ته لېږل. هلته به د لوى طاغوت په دربار کي لويېدل او چي لويښت ته به ورسېدل يو بل ته به يې سره واده کول.

     د مراكش په شمالي ساحل كي د سبته (Ceuta)(١) نومي ملك يو والي يوليان ( كاؤنټ جولين ) نومېدى. ده هم خپله يوه ډېره ښكلې او د نازك اندام درلودونكې لور چي فلورنډا نومېده  د دغه هيواد د ټولواك رذريق( راډرك؛ Roderick) په دربار كي د هغه هيواد د درباري او مذهبي زده كړي لپاره ورلېږلې وه. خو د دې هيواد دغه وروستى ټولواك  تردې كچي بدكاره او عياش سوى وو چي د دغي نجلۍ سره يې په زوره بد لمني وكړه. د دې خبري څخه لور پلار ته خبر ور كړ. څنګه چي يوليان يو معتبره واكمن سردار وو بد يې يووړه او د غچ اخيستلو په لټه كي سو. خپله لور يې په يوچل ( د هغې د مور د سختي ناروغۍ له امله كورته د څو ورځو تلو په پلمه ) خپل كورته راوسته. وايي چي رذريق د  خداى په امانۍ پر مهال هغو ته ډېر شته ور كړه او هيله يې ځني وكړه  چي زه د ښكار لپاره څو ښو بازانو ته ضرورت لرم، ماته يې له هغه ځايه راواستوه. يوليان ورته وويل :« زه به داسي بازان در ولېږم چي په خپل ژوند دي نه وي ليدلي ».

     هغه وو چي د ٩٠هـ کال په وروستيو کي د افريقې والي موسى بن نصير ته ورغى او هغه يې د اندلس نيولو ته وهڅاوه او د كومكونو ژمنه يې ورسره وكړه. هغه پخوا لا په دې فكر كي وو او له خدايه يې دغه ګړى غوښت. څو هلته اسلام خپور او حاکم سي. هغه وو چي د اسلام د  خليفه وليد بن عبدالملك تر اجازې اخيستلو وروسته يې خپل يو جنرال چي طريف نومېدى د څلورو سوو تنو سرتېرو او سلو اسانو سره په څلورو بېړيو کي اندلس ته واستاوه. کله چي هغه په ٩١هـ کال د بريو او غنايمو سره سالم راستون سو ، بيا يې داسلام اتل جنرال طارق بن زياد په ٩١هـ / ۷۱۰ م. كال په يوه روايت د اوو زرو او په بل روايت د شلو زرو لښكرو سره چي زيات يې بربر او نوي مسلمانان او لږ يې عرب وه، د اندلس د نيولو چاري ته وګومارى.( الکامل في التاريخ او تاريخ اندلس ٧٥ مخ ). ()

طارق چي كله د اندلس څنډي ته ورسېدى تر ټولو دمخه يې ټولي هغه بېړۍ چي خپل پوځونه يې پكښي ور رسولي وه وسوځلې او په دې توګه يې اسلامي پوځيانو ته له بري يا شهادت پرته بله لار پرې نه ښوول.

     د جګړې په پايله كي رذريق د سمندر اوبو يووړ او د هغه زيات شمېر پوځيان يا د مسلمانانو تر تېغ تېر سول او يا په سمندر كي ډوب سول، او پاى اندلس د اسلام لښكرو فتح كړ. دا د ٩١هـ /۷۱۱ع.كال پېښه وه.

     تاريخونه وايي چي د موسى پر طارق باندي د دې سترو سوبو له امله نيت بد سو او هغه ته يې وليکل چي نور وړاندي تګ بس کړه. زه خپله درځم او د اندلس پاته ځايونه نيسم. خو طارق خپلو فتحو ته دوام ورکړ. چي له دې امله موسى پر وخښمېد او د هغه د سياسي ژوند د پاى ته رسولو په لټه کي سو. بيا دى هم په طارق پسي د اتلسو زرو تنو پوځيانو سره اندلس ته ورغى. موسى تر ډېرو سوبو وروسته د طارق سره مخامخ سو. طارق يې تهديد کړ، په درو يې وواهه، ان ځيني تاريخونه وايي چي بندي يې کړ او بيا يې بېرته خپلي دندي ته وګومارى. ( د سيديو تاريخ عرب،الکامل او نور)

     بيا اسلامي پوځونه د موسى په مشري په ډېرو جګړوكي تر برخي اخيستني او د اندلس د زياتو برخو تر مطيع كولو وروسته فرانسې ته ننووتل. ناغبون (Narbonne)، ماونټ ايوينون (Avignon) او د رون(Rhone) د کلا لورون او قرقشونه يې فتح کړل.

     اسلامي لښکرو د ټولي اروپا د نيولو او د اسلام په نور د هغې د روښانولو او د كفارو له كليساوو څخه د باطل د آواز پر ځاى د توحيد د كلمې د اذان د پورته كولو لپاره داسي نخشه جوړه كړه چي : د اروپا ډېره ښايسته  ځمكه به د مسلمانانو تر پښو لاندي كړي. د ستر پاپ د ناستون له كليساوو څخه به د حق او ﴿ الله اكبر﴾ آوازونه اوچت كړي. له هغه ځايه به ختيځ ته مخه كړي او د بېزنتين د سلطنت  په پلازمېنه قسطنطنيه كي به د شام د پوځونو سره يوځاى سي او د دغسي سترو فتوحاتو مباركي به يوبل ته د باسفورس(Bosporus) پر غاړو وركړي.

     مسلمانانو په خپلو باطل راپرځوونكو تورو د دې نخشې رنګول پيل كړل او د فرانسې څو سرحدي ښارونه يې ونيول. خو له بده مرغه ناپوه او ظالم واکمن وليد بن عبدالملک موسى له نور وړاندي تګ څخه منع کړ. او دمشق ته د سمدستي ستنېدو فرمان يې ورواستاوه. ( تاريخ اندلس ٩١، ١١٢ او ١٢٢مخونه ).له دې امله په ٧١٤ م. کال په اروپا کي د مسلمانانو د وړاندي تګ سيلاب ودرېد. په اندلس کي عيسويانو خپل ځواکونه راغونډ کړل او د اسلام په وړاندي يې مزاحمتونه روان وساتل چي پاى د څو پېړيو په تېرېدو سره عيسوي ځواکونو اسلامي حکومت را وپرځاوه.

     د اٹلس فتوحات اسلاميه په ٢٦٩ مخ او د تاريخ اندلس په ١٢٢مخ کي وايي:” موسى او طارق د اندلس پر شمال لوېديز کونج باندي ولکه نه کړه ټينګه. اسپانوي عيسويانو د پيلايو (Pelayo) په نامه يو سړى خپل لارښود وټاکى (١٠٩هـ / ٧٢٧م.) هغه د اونيجا (Onega) پر غرنيو سيمو باندي ولکه ټينګه کړه بيا دغو خلکو د کواډونګا (Cava donga) غرونو ته پناه يو وړه. مسلمانانو له دوى څخه صرف نظر وکړ . پاى دغه وګړي په اسپانيه کي د مسلمانانو پر ضد د مزاحمت د تحريک مخکښي سول. له مسلمانانو څخه د اسپانيې د بېرته اخيستلو دغه تحريک کرار کرار زور واخيست، لکه چي لومړى په شمال کي عيسويانو ”ليون“ بيرته ونيو. بيا د کلاګانو په سيمه کي د قشتالې مسيحي حکومت رامنځ ته سو، کوم چي بالاخره يې له اندلس څخه اسلام او مسلمانان وايستل“.

     که دغه مهال اسلامي پوځونو ته د اسلام د ناپامو او بد نيتو واکمنو وليد او د هغه ځاى ناستي سليمان له خوا مزاحمتونه نه واى ايجاد سوي او موقع ورکړه سوې واى چي خپل کفر ماتوونکي عمليات يې روان ساتلي واى او بشپړ کړي يې واى، نو نن به د اندلس تاريخ بل ډول واى او د دې ځاى مسلمانان به د عيسوي کفارو د سختو ظلمونو او قساوتونو سره نه مخامخ کېدلاى، بلکي د اروپا د هيوادونو نخشه به بل ډول ليدل کېداى.

     تاريخونه ليکي: موسى په اندلس کي خپل زوى عبدالعزيز ، په سبته، طنجه او د هغو په شاوخوا سيمو کي يې خپل بل زوى عبدالملک او په افريقا کي يې خپل مشر زوى عبدالله خپل ځاى ناستي وټاکل او د طارق سره دمشق ته رهي سو. دوى لا دمشق ته نه وه رسېدلي چي وليد ناروغه سو. هغه موسى ته ليک واستاوه چي ژر راسه څو د اميرالمؤمنين له وروستي ديدن څخه بې برخي پاته نه سې. خو د هغه ورور سليمان چي د تاج او تخت سمبالولو ته يې ځان چمتو کاوه موسى ته وليکل چي سفر دي وځنډوه، څو وليد مړ سي او زه پر تخت کښېنم بيا راسه. موسى اريان پاته سو چي په کوم پيغام عمل وکړي. بيا يې پرېکړه وکړه چي خپل عادي سفر ته ادامه ورکړي. کله چي دمشق ته ورسېدى وليد لا ژوندى وو او موسى ته يې تود هرکلى ووايه. خو څلوېښت ورځي وروسته وليد مړ سو او سليمان د واک پر ګدۍ کښېنستى. هغه موسى تهديد کړ، لمر ته يې ودراوه او بيا يې د حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمة الله عليه په سپارښتنه په ضمانت خوشي کړ، خو له کاره يې ګوښه کړ. بيا يې موسى د خيانت په تور محاکمه کړ او درې لکه ديناره جرمانه يې پر را وايستل. موسى د خپلو ټولو املاکو په پلورلو يو لک ديناره برابر کړل او د نورو د موندلو لپاره اړ سو چي له نورو څخه يې په سوال واخلي، چي بيا د ځينو مخورو په سپارښتنه معاف سو. وروسته د وليد په امر د موسى زامن عبدالعزيز او عبدالله ووژل سول. وايي چي تر دې وروسته موسى د يوه مظلوم او بې وزلي کس په څېر ژوند کاوه، څو په ٩٧هـ کال د حج په لار کي وفات سو.

     د طارق ژوند هم تر دې کچي په ورک نومۍ کي تېر سو چي تاريخ ليکونکو ته يې د مړيني کال هم نه دى معلوم. ( د تاريخ اندلس له ١٢٢، ١٢٨ـ ١٣٤مخونو او النجوم الزاهرة او نورو څخه لنډون )

     په هر صورت بيا هم مسلمانان ترنژدې اتو پېړيو پر اندلس په سترتوب او برم واكمن پاته سول. هغو پردې سربېره چي د هغه ځاى خلك يې داسلامي عدل په پلي كولو له ټولو ناخوالو وژغورل او هوسا او آرام ژوند يې ورپه برخه كړ، دغه هيواد يې د هنرونو، پوهنو، فرهنګ او تمدن، سوداګرۍ، جنګي فنونو او وسلې جوړولو، ډول ډول ايجاداتو او ډېرو نورو پرمختياوو او د نوم او شهرت لوړي پوړۍ ته ورساوه.

     دا خبري د ټولو تاريخونو په اتفاق؛ په تواتر جوتي سوي دي. خو موږ د يوه فرانسوي تاريخ ليكونكي موسيو سيديو خبري دلته يوازي د بېلګې په توګه رانقلوو، هغه وايي : ” موسىٰ بن نصير په هره  چاره كي ډېر عدل كاوه چي له امله يې د اندلس داسي سمسورتيا او د خلكو يې داسي هوسايي په برخه سوه چي د هغه ځاى د مخكنيو واكمنو [ ګاتانو ] په پېر كي يې هيڅ نه وه په برخه سوې “( تاريخ عرب ٢١٤ مخ ). بل ځاى ليكي: ” د اندلس عرب په علومو، فنونو، صنعت، حرفت او اخلاقو كي تر پرنګيانو ډېر ښه او لايق وه. هغوى داسي كريم اوسخيان وګړي وه چي د ځوانمردۍ په لار كي ترخپلوځانونولا تېرېدل. داسي نه وه چي هغوى وحشيان وه او د خپلو ځانو په ارزښت نه پوهېدل، بلكي هغو د خپلو ځانونو قدر هم ډېر ښه پېژندى“ ( تاريخ عرب ٣٢٠ مخ ).

پر فرانسه باندي وردانګل

    کله چي عبدالرحمن بن عبدالله غافقي د اسپانيې امير وټاکل سو مسلمانانو د اسپانيې د دغه امير په مشرۍ د فرانسې د فتح کولو اراده وکړه. خو په ٧٣١م.کال د اسپانيې د يوې سرحدي سيمي والي عثمان بن ابي نسعة الخثعمي د ډيوک آف ايکوټين لور په نکاح کړه. د هغه  سره يې لاس يو کړ ، د بغاوت رپۍ يې پورته کړ او خپلواک حکومت يې اعلان کړ. نو هغه وو چي د اسپانيې اموي واکمن امير عبدالرحمن الغافقي هغه په جګړه کي وواژه او وروسته يې د فرانسې د نيولو چاري ته پام واړاوه. د نژدې يو لک پوځيانو سره اکويتانيې ته ننووت. د ډورډون. (The Dordogne)سيند پر غاړه يې کاونټ آف ايکوټين (counts of Ecotine) ته سخته ماته ورکړه، بيا يې د فرانسې نامتو بندر بورډو (Bordeaux) فتح کړ. د ډيوک پاته لښکر يې پوپنا کړ. تر سيند ورتېر سول، پويټيرس (Poetries) ته ورسېدل. د شمال ختيزي او سهيلي فرانسې زياته برخه يې تر پښو لاندي کړه او بېرته اندلس ته ستانه سول.

     څه مهال وروسته اسلامي پوځونه د غافقي په مشرۍ بيا د فرانسې پر لور وخوځېدل. د پايرينيز (Pyrenees) تر غره تېر سول، په فرانسه ننوتل، د ناغبون (Narbonne) تر نيولو وروسته يې باغدو (Bordeaux) فتح کړ. څنګه چي کاونټ آف ايکوټين د مسلمانانو مقابله نه سواى کولاى، خپل پخواني حريف چارلس ته يې سر ټيټ کړ او د مرستي غوښتنه يې ځني وکړه. په داسي حال کي چي څه مهال دمخه د دوى ترمنځ سخته جګړه سوې وه، خو د مسلمانانو په وړاندي سره يو سول. که څه هم د فرانسې د پاچهۍ پر تخت څلورم تهيري ناست وو، خو د سلطنت واک اختيار د دغه نامتو اتل درباري چارلس سره وو. د ده سره د مسلمانانو د جګړې لپاره د نورو عيسوي هيوادونو سرتېري هم يو ځاى سول. کله چي اسلامي پوځونه طلوشه Tours) ؛ د اوسني پاريس شاوخوا ( ته ورسېدل. دواړه لښکر سره مخامخ سول. ( ١١٤هـ/ ٧٣٢م.کال) يوه اوونۍ يو د بل بريد ته انتظار وه. پاى غافقي بريد پر وکړ، څو ورځي سختي جګړې رواني وې، لومړى مسلمانان غالب وه، خو په اوومه ورځ د جګړې په جريان کي پر غافقي د شاله خوا بريد وسو او د ټپي کېدو له امله په شهادت ورسېد. له دې امله اسلامي پوځونه د شپې د جګړې له ډګر څخه پر شا سول.

     بله ورځ چارلس خپل پوځونه ميدان ته کړه، خو څنګه چي اسلامي پوځ ونه ليدل سو، پوه سو چي اسلامي پوځونه له پرېکړوني جګړې پرته پر شا سوي دي.

     لوېديز تاريخ ليکونکي دغه جنګ ته تاريخي ارزښت ورکوي. دوى ګومان کوي چي د دې جګړې سره د اروپا د برخليک پرېکړه وسوه او په فرانسه کي د مسلمانانو د حقيقي وړاندي تګ لړۍ ودرول سوه. چارلس تر دې جګړې وروسته اتل وبلل سو او د Mortal  ( مارتول يا سخت انسان ) خطاب ورکړه سو. خو عربو تاريخ ليکونکو دې جګړې ته ډېر ارزښت نه دى ورکړى. البته څنګه چي په دې جګړه کي ډېر مسلمانان شهيدان سول دغه ځاى په ”بلاط الشهداء“ ونومول سو. ( تاريخ اندلس١/ ١٦٤ـ ١٦٨مخونه ).    

     په هرحال په ٨٣٢ ع.کال د رسول صلی الله عليه وسلم د وفات سل کاله پوره سول. په دې سلو کالو کي مسلمانانو يو داسي ستر هيواد رامنځ ته کړ چي له اسپانيې څخه تر چين پوري غځېدلى وو. د تاريخ پاڼي تر دغه مهاله پوري له دغسي پراخ هيواد څخه نه وې خبري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ذکرالله
میلمه

اسلام عليکم د حضرت عمر رض او د حضرت علي رض شخړي په څه وي تر معاويه پوري که راته ځواب يي کړۍ مننه به مو وي