شعـــــرونه

جنګ  دى/ سيد الهام

سيد الهام

موږ  په کليو او ښارو کي څه ليدلي
جنګ دي نور مو په جنګو کي څه ليدلي
 
 نه په ويښه يو له جنګه اوزګار شوي
نه  مو بل دلته خوبوکي څه ليدلي

يا زګېروي يا مو تر غوږ  د وير ژړاوې
يا مو ساندو او سلګو کي څه ليدلي

بې اختيار اسوېلو کي ژړغون يو
هر يتيم ته مو کتو کي څه ليدلي

بس چي وينو ځوانيمرګې جنازې ځي
يا مو ښکيل په زولنو کي څه ليدلي
 
له پېړيو مو په زړونو کي دېره دى
غم په دغو کنډوالو کي څه ليدلي
 
رانه هيري د سورکو شونډو مسکاوې
رانه هيردي موږ  هغو کي څه ليدلي

د بد مرغو نا امنيو ستړى ژونده
تا زموږ په ځورېدو کي څه ليدلي

چي غزل يې په ځير ولولو نو پوه شو
چي الهامه په حماسو کي څه ليدلي
 
2016/11/04
سيدالهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x