افغانستان

۸صبح ورځپاڼه: یو لړ شخصي پوهنتونونه په ناقانونه توګه فعالیت کوي

نن ټکی آسیا: له کابله خپرېدونکې ۸ صبح ورځپاڼې داسې لاسوندونه خپاره کړي، چې ښيې ،په هېواد کې یو شمېر شخصي پوهنتونونه په ناقانونه توګه فعالیت کوي.
په راپور کې راغلي چې د د لوړو زده کړو وزارت مخامخ طلوع آفتاب پوهنتون، د سرپل امیر شیرعلي نوايي پوهنتون، د کابل په خوشال خان مېنه کې آریانا پوهنتون ، د کندهار بېنوا پوهنتون،د ننګرهار ابن سینا پوهنتون او په زړو مکریانو کې د سید جمال جمال الدین د نیمه عالي تحصیلاتو پوهنتون پرته له کومو قانوني اسنادو په فعالیت لګیا دي.

سرچېنه زیاتوي، چې دغه پوهنتونونه په ناقانونه توګه د مختلفو څانګو لپاره محصلینو ته داخلې ورکوي.
د لوړو-زده کړو وزارت چارواکو په ناقانونه توګه د یو لړ شخصي پوهنتونونو فعالیت باندي اعتراف کړی.
د لوړو زده کړو وزارت د شخصي پوهنتونونو او مؤسساتو رئیس مسعود ترشتوال ورځپاڼې ته زیاته کړې،چې د غیر قانوني پوهنتونونو لړلیک یې امنیتي ارګانونو ته د بندولو په غرض سپارلی او تمه لري چې ژر تر ژره اجراأت وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x