fbpx
اخترـ هرات ارشيف انځور

ماشوم ته د سمو او ناسمو جملو ویل

ژباړه : عطا محمد میاخېل

ناسمې جملې :

وېره نه لري، مه وېرېږه، دا ژړا نه لري، دا درد نه لري، د دې له پاره خواشینی یې ؟ چیغې مه وهه، په داسې حال کې چې تاسو د چیغې وهلو په حال کې یاستئ؛ حق نه لرې، چې غوسه شې، ښه هلک نه ژاړي، چې وژاړې، نو بدرنګه کېږې، ته ستر شوی یې، تر اوسه پورې هلک یې .

د احساساتو نا لیدلي نیول، د ماشومانو له پاره ډېر ځورونکي دي . ښایي ستاسو له نظره بې ارزښته وي، خو د ماشومانو په اند ډېر مهم مسایل دي، نو هڅه وکړئ، چې قضیو ته د ماشومانو له لید لوري وګورئ . دا به مسئله به د ماشومانو د پوهې په هیجاني روزنه باندې ښه اغېزه وکړي.

سمې جملې :

پوهېږم چې وېرېږې، پوهېږم چې وډار شوې، پوهېږم چې درد لري، پوهېږم چې خواشینی یې، پوهېږم چې غوسه یې، پوهېږم چې زړه دې نه غواړي دا کار ترسره کړې …

تل د خپلو ماشومانو احساسات تایید کړئ . دا یوازینۍ لاره ده، چې پرمټ یې د ماشومانو عاطفي هوښیارتیا وده کوي او د منفي احساساتو کچه یې ډېره راټیټېږي، پرتاسو باور کوي او ځان پېژني او دا اړینه نه ګني، چې په خپل تېروتي چلند سره، خپل احساسات تاسو ته ښکاره کړي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د