مسلمانان د نصاراوو سره څنګه سابقه أو تاريخ لري‎

ليکنه: عبدالرحمن محمود

د ” ملاذکرد” معرکه داسي معرکه وه چي تاريخ به يې تر أبده هيره نکړي، په 463هج کال کښي مياشت ده روژې وه نصاراى وو تصميم و نيوه چي مسلمانان به يومخ له مينځه وړې، أو د مځکې پر مخ به يو مسلمان هم نه پريږدې، أروپايانو يو لوى لښکر منظم کړ چي د عسکرو شمير يې وه 600زره ته رسيده، أو د خپل عصر هر قسم أسلحې أو مهمات ورسره پريمانه وو، يو منجنيق ورسره وو چي 1000 غوايانو کشاوه، دا يې ددي لپاره را روان کړى وو تر څو چي مکه مکرمه په و نړوې.

أو 35زره راهبان ورسره وه د نصاراى وو د نصرت لپاره يې د خپل منسوخ دين رياضات عملې کول أو ولښکر ته يې ډاډ ورکاوه.

أو دا د عباسي خلافت هغه وخت وو چي أکثره شيعه ګان د دولت پر لوړو منصبو باندي مسلط وه.

أو په دغه وخت کي د سلجوقينو دولت هم ظهور کړى وو خو هغوى د دولت عباسي سره هيڅ برخورد نه درلود أو د دولت عباسي و حدودو ته يې احترام درلود، أو د سلجوقي لښکر مشرې د تاريخ أتل ” ألب أرسلان” کول، ألب أرسلان ته خبر ورسيد چي أروپايانو خپل فوج منظم کړى، أو راروان دي، مسلمانان په شمول د مکې مکرمې ټوله له مينځه وړې، ألب أرسلان و خپل وړوکې لښکر ته چي فقط 21زره عسکر پکښي وه تنظيم أو ترتيب ورکړ، أو خليفه يې عباسي ته يې هم د کومک لپاره حال ور وليږه، خو خلافت عباسي د خپلمنځي مشکلاتو له أمله و نه توانيد جي د ” ألب أرسلان” مرسته وکړي، بيا يې د نړى د هر کونج و مسلمانانو ته د مرستې کولو حال ور وليږه خو ټولو د نه جواب ورکړ.

ألب أرسلان و الله رب العزت ته په زاريو شو أو د الله جل جلاله څخه يې د صبر أو ثبات غوښتنه وکړه، أو بيا يې خپل فوځ مخاطب کړ أو ورته ويې ويل: که مي د کوم چا سره ظلم کړى وي نن دي خپل قصاص راڅخه واخلې، أو که د کوم چا حق را باندي وي خپل حق دي راڅخه واخلي مګر ما نن خپل کفن أغوستى دى د دغه نصاراى وو مقابلې ته ور وځم، تاسو ته خپل اختيار دى أو بيا د رب جل جلاله جواب وواياست، فوځ ددي خبرو په أوريدلو سره ټول په ژړا شو أو تکبير يې ووايه أو ټولو ورته وويل چي موږ درسره يو، بيا يې غسلونه وکړه أو خپل کفنونه يې واغوستل أو د راروان جنګ تيارۍ يې و نيوه، د ألب أرسلان شيخ مشوره ورکړه چي جنګ ته به د جمعې په ورځ ورزو تر څو چي د مسلمانانو دوعاوې په دغه مبارکه ورځ کښي راسره ملګرې شي، د جمعي مبارکې د ورځې په رارسيدو سره ألب أرسلان د نصاراى وو مقابلې ته ور ووت أو خپل لښکر يې په درې تقسيمه و ويشه يوه حصه يې پر يوه غره کښينول أو بله حصه يې پر بل غره کښينول أو ألب أرسلان د دريمې حصې سره د نصاراى وو د لښکر و” مقدمې” أول خط/ ته ور ووت، د نصاراى وو د أول خط د فوځ شمير 60 زره وو.

کله چي د نصاراى وو “مقدمة الجيش” د دوو  غرونو مينځ ته را ورسيدل پر غرو ناستو مجاهدينو د غيشو بارانانو پرې شروع کړه، أو ألب أرسلان په شمول هغه دريمې حصې د تورو أو د نيزو وارونه پري شروع کړل، په لږ وخت کي د غرونو مينځ د نصاراى وو د مړو ډک شو أو د نصاراى وو مقدمې شکست وخوړ، کله چي د نصاراى وو راروان لښکر ته د خپل مقدمې حال ورسيد هغوى پريکړه وکړه چي واپس به شاته ځو، همدغسي الله جل جلاله د ألب أرسلان په لاس د نصاراى وو لښکر ته شکست ورکړ.

مسلمانانو چي په تاريخ کي کوم جنګونه ګټلې دي هغه يې د عزم أو اعتقاد راسخ له أمله ګټلې دي، چي أکثره وخت يې د مادياتو لحاظ د نيست برابر وو.

المرجع: الکامل في التاريخ لابن الأثير رحمه الله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د