
هرات: سړک غاړي چاودنې د یوې شخصي امنیتي کمپنۍ دوه ساتونکي وژلي
نن ټکی آسیا: د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په بازارشور سېمه کې د سړک غاړي ماین چاودنې د یوې شخصي امنیتي کمپنۍ دوه ساتونکي وژلي او دوه نور سخت ژوبل کړي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ د کشف آمر علي احمد دښتي د څرګندونو له مخې، چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د یوې شخصي امنیتي کمپنۍ د ساتونکو پر صرف موټر په داسې حال کې ترسره شوې،چې بهرنیانو ته د لېږدیدونکیو تیلو د کاروان د امنیت نیولو لپاره تر کاروان مخکې روان وو.
وژل شوي او ټپيان ټول د اریا په نوم د امنیتي کمپنۍ ساتونکي دي.
د دغې کمپنۍ یوه تن مسؤل سید وحید قتالي رسنیو ته د خپلو ملګرو مرګ-ژوبله مني او په خبره یې ،ټپيان د سختو ټپونو له امله د آیساف روغتون ته لېږدول شوي دي.
طالبانو په دې باب تر دم ګړیه څه نه دي ویلي.