شعـــــرونه

کندوزه!!!/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله «فيضاني»

د مظلوم په وينو رنګ شولې کندوزه
ټول زخمي زخمي په جنګ شولې کندوزه

شهيدان درکې ټوټې ټوټې پراته دي
سم خوشبو لونګ لونګ شولې کندوزه

بيا دوهمه کربلا شوه درکې جوړه
په بمونو باندې ړنګ شولې کندوزه

د شهيدو ارمانونو هديره شوې
د خوږمنو زړو آهنګ شولې کندوزه

رب دې واخلي ستا معصوم معصوم عرضونه
خوار او زار لکه ملنګ شولې کندوزه

انتقام دې پر مونږ ټولو باندې فرض دی
پر مؤمن ولس قلنګ شولې کندوزه

دردېدلی خوږمن زړه به مې ټکور شي
که ظالم ته د مرګ کړنګ شولې کندوزه

( فيضاني ) درباندې وياړي پر مونږ ګرانه
د خالد د تورې شرنګ شولې کندوزه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x