ادبي لیکني

د ظلم شپه به خدای سبا کړي

نصیب ځدراڼ

تر پنځلسو کالو به هم راتیر شو، د تیرې میاشت کیسه به وکړو !

څو شپې مخکې په ننګرهار کې د یوه حاجي مبارکۍ ته راغلیو خلکو باندې بمبار وشو، بیا د طالبانو په یوه زندان بمبار وشو او ۳۳ افغان سرتیري پکې ووژل شول، په شیرزادو ولسوالۍ کې په کور بمبار وشو او ۲۳ تنه شهیدان شول، په روزګان کې په ملکیانو بمبار وشو او ۳۰ تنه شهیدان شول، پرون بیا کندوز د امریکایانو د وحشت ښکار شو.

اولسمشره !

که ستا لُور ( مریم ) په یادو شويو پېښو کې وژل شوې وی، حتماً به دې د روان قتل عام د مخنيوي لپاره یو څه هڅه کړې وی .
هغه شپني عملیات د کومو اجازه چې د کرزي د حکومت نه وروسته تا ورکړه، که په دغو عملیاتو کې ستا میرمن آغلې رولا غني بې خوبه شوې وی نو یقیناً به دې د شپینو عملیاتو د بندېدلو امر ورکړی وی .

اولسمشره !

که ستا زوی طارق په چاپه کې زخمي شوی وی ، لارې بندې وی او روغتون ته هم ناوخته رسیدلی وی نو خامخا به دې زړه درد کړی و.
خو دلته کیسه بل ډول ده، لور او زوی دې په امریکا کې عصري ژوند تیروي، ته او رولا غني ارګ او د امریکا سفارت پورې بلد یې ، چې سر دې په خوږو کې دویمه ورز جرمني ته لاړ شي ، د افغانستان د حالاتو نه دې میډیا او تراشلي همکاران خبروي.

اولسمشره!

د روسانو د وحشتونو نه وروسته  پنځلس کاله امریکایانو هم دلته ښه قصابې وکړه ، خو ستا د راتګ سره د افغانانو یو امید پیدا شوی و چې یو متفکر به مو ولسمشر شي ، ژوند به مو بدلون ومومي!!!
یقیناً د خلکو ژوند بدلون وموند ! د راتګ سره دې د دایمي اډو تړون امضاء کړ، د شپنیو عملیاتو اجازه دې ناټو ته ورکړه ، اردو ته دې امر ورکړ چې ډیسي ټوپونه په ړنده نښه استعمالوئ.

اولسمشره !

ستا د راتګ سره زموږ د ژوند د بدلون یو وړه بیلګه مو پرون په کندوز کې ولیده چې تر څلوېښتو زیات افغانان ستا د تړون د ملګرو په لاس ذبحه شول.

خو ستا عکس العمل مو هم ولیده چې ۴۸ ساعته وروسته دې هم د دوی په وژلو څه غبرګون ښکاره نه کړ !

اولسمشره !

اوس خو زموږ حال د هغو چرګانو دی چې په یوه پنجره کې بندي وي ، قصاب یوه ترېنه راونیسي او ذبحه یې کړي نورې چرګې خوشحاله شي چې نن شپه خو پخیر تیره شوه.

خو دا هم مه هیروه چې آریانه چوک هم په خپل ځای دی ، مرستیال دې هم دوستم دی ، او افغانان هم قهرېدلي دي !!!

د ظلم شپه اوږده وي خو سبا لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x