د سحر د ادبي خدمتونو د درناوي غونډه

cultuer__others__alamgul-sahar-meeting-1-1رپوټ/ صديق الله بدر

قلم ټولنې د نوښتګرو افغان ليکوالو لپاره پخپلو نوبتي غونډو کې د ليکوال او شاعر علم ګل سحر د آثارو د مخکتنې او ادبي خدمتونو د درناوي غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د هېواد ۶۰ تنو مخورو نارينه او ښځينه ليکوالو برخه درلوده.

دا غونډه د جوزا په ۵مه د قلم ټولنې په انګړ کې د دغې ټولنې د مشر سید فخرالدين هاشمي په پرانستونکې وينا پیل شوه.

هاشمي، علم ګل سحر نوښتګر، فعال او خدمتګار شاعر او ليکوال وباله او زیاته يې کړه چې د سحر د مينې او جګړې په نوم ناول د افغانستان يو تاريخي حقیقت بیانوي او کومې پېښې او انځورونه چې په کې راغلي؛ حقیقي دي. هاشمي همدارنګه د سحر شعر و شاعرۍ په اړه يوه لنډه يادونه هم وکړه او ويې ويل، ترکيبونه یې ساده او په عين حال کې شاعرانه دي.

د غونډې لومړۍ ويناواله اغلې طوبا ندا ساپۍ وه، نوموړې، سحر هغه فرهنګي خدمتګار وباله چې تر ډېره يې نور ځوانان فرهنګي هلو ځلو ته هڅولي: ((تر نورو ليکوالو سحر صاحب ښځې او نجونې فرهنګي خدمت ته زیاتې هڅولې دي.))

نوښتګر لیکوال او طنز ليکونکي عبدالنافع همت د علم ګل سحر د چاپ شويو طنزي کيسو په اړه وغږېد او ويې ويل، طنزونه یې درې د ستاينې وړ اړخونه لري. د همت په نظر سحر د خپلې هرې کيسې لپاره مناسبه طنزي موضوع انتخابوي، داستاني شکل وربښي او طنزي آرونه په کې په پام کې نيسي.

ځوان شاعر جیلاني جلان د سحر پر هغه شعر چې داسې پېلېږي: له زړه مې ټولې کرکې وايستلې؛ بحث وکړ. هغه وویل، د سحر دغه شعر له ټول هنري، انساني، فلکلوري او ټولنيز ارزښت برخمن دی.

د مېرمن بهير غړې ګل مينې يوسفزۍ وويل، دا چې نن سبا کولای شي د يوې شاعرې او ليکوالې په توګه په غونډو ګډون وکړي، دا ټول د همدغه شخصیت (علم ګل سحر) د هڅو پايله ده.

ليکوال او شاعر جاوید اوربل د سحر شاعري د مينې او انسانيت نغمې وګڼلې او ويې ويل چې د سحر لومړنیو شعرونو د مينې راز و نياز و، خو وروستي شعرونه يې نور لوړ انساني او ټولنيز پیغامونه هم رانغاړي.

نورمحمد سعيد، د سحر د شعر او نثر امتياز دا په ګوته کړ چې تکلف او تصنع په کې نشته او يو حقیقت د خيال په مټ په کې انځورېږي. سعید د سحر داستاني آثار ځکه په زړه پورې وبلل چې هغه ټول د ده خپلې شخصي تجربې دي.

لیکوال او څېړونکي نبي صلاحي، د سحر د مینې او جګړې پر نامه ناول خبرې وکړې او ويې ويل چې اوچت ناول دی.

استاد اسدالله غضنفر د ښاغلي سحر د لاندې بیت:

خدایه چې غواړمه يې هغه راځنې لرې ګرځي

ټوله رانږدې دي خو يوه راځنې لرې ګرځي

په ویلو وویل چې هر ادبي اثر څلور شیان يا خصوصیات لري:

–    نامستقیم والی، یعنې ویل کېږي يو څه خو معنی یې بل څه وي

–    په يوه خبره کې څو نورې خبرې تداعي کوي، یعنې سمبولیک رول لري.

–    د څو شېبو لپاره لوستونکی او اوريدونکی هم شاعر کوي او خيال يې راپاروي.

–    څلورم دا چې اصیل ادب د انسان په ژوند کې او له واقعيت سره باید يوه ريښه ولري، استاد د دې خبرې د اثبات لپاره دا مثال راوړ او زیاته يې کړه: ((مثلا یو کاغذ پران چې په هوا کې وي، خو تار يې باید د تا په لاس کې وي، نو تخیل هم باید همداسې وي او په واقعيت کې ريښه ولري.))

ځوان شاعر اجمل تورمان چې ډېره موده يې له سحر سره په څو ادارو کې ګډ کار کړی د هغه څو خوږې خاطرې يادې کړې.

امير جان وحيد احمدزي د سحر پر ژورنالستيکو خدمتونو رڼا واچوله او ويې ويل چې د ده په آثارو کې ځکه ډېر دقت شته چې خپل لومړنی کار يې له ژورنالستيکو منډو ترړو یعنې له عرفان مجلې سره په همکارۍ پيل کړی.

نازکخیال شاعر ومان نیازي سحر هغه شاعر وباله چې پخپله ټوله شاعري کې يې مینه رانغښتې ده.

حقوقپوه، لیکوال او شاعر عبدالستار سعادت د سحر په آثارو کې د ژمنتيا خبره وکړه او ويې ويل سحر پخپله يو ژمن شخصیت دی.

صدیق الله بدر وویل چې د سحر لنډې کيسې زموږ د عصر رښتني انځورونه دي. بدر زیاته کړه چې له ادمه تر دې دمه که کوم تاریخونه لیکل شوي او يو زیات شمېر ورته د شک په سترګه ګوري علت یې دا دی چې يو شمېر تاریخ لیکونکو د واقعیتونو د لیکلو په ځای ډېر ځله شخصي قضاوتونو ته مخه کړې. خو د سحر غوندې د نورو ليکوالو رښتينې کيسې له معاصرو تاریخ لیکونکو سره مرسته کوي چې د قضاوت پر ځای دغو حقیقتونو ته مراجعه وکړي.

مشر استاد سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار وویل چې شعر د ذوق خاوندانو ته ډېر خوند ورکوي، خو بهتره ده چې پند ولري او دغه پند د ژوند لپاره وي. استاد وویل چې د سحر شاعري دغه ځانګړنه لري.

ډاکتر خوشال روهي د غونډې په ارزونه کې وویل چې دا راز غونډې باید زیاتې شي، ځکه له يوه پلوه د ليکوالو او شاعرانو د هڅونې سبب ګرځي او له بل لوري د هغوی قدرشناسي کېږي.

ښاغلي روهي زیاته کړه چې سحر د اوچت شخصیت لرونکی دی، هم ښه چلند لري، هم ښه فکر لري او هم يې کردار د ستاينې وړ دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.