شعـــــرونه

نظم/ احمد بريالی

احمد بريالی

څنګه شپه موپه قسمت وه
رلوېدلې سره بلا وه
هرجومات په وينورنګ ؤ
هره خونه په غوغاوه
هرغاټول ټوکرټوکرؤ
ټوله دښته په ژړا وه
تاندي هيلي لولپه وې
بوره مورپه واويلاوه
ترلوېدلوخونولاندي
هديره چوپه چوپتياوه
غرسنوبچي کباب وه
دليويانو انګولا وه
دکندزښکلي جنت ته
دشيطان اراده دا وه
ای خوږمنو کورنيو
داپه ټولو ابتلا وه
خړي دوړي وې راپورته
ښکره ستاسوتسلاوه
هغه سترګي دي ړندې وي
چي ستاويني يې سودا وه
هغه ژبه دي ګونګۍ وي
چي ستااوښکي يې خنداوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x