د امریکايي الوتکو په بمبار کې د کندز وژل شوي ماشومان

هيڅ جرم او په هغه کي معاونت بې سزا نه پاته کيږي

(په کندز کي د وروستي ستر جنايت په اړه)

 عبدالمالک همت

دا جهان قصاب خانه کړه خدای وماته  :::  پا بسته ولاړ په غولي د قصاب یم

پورتني شعر لسان الغيب حضرت رحمان با با رحمة الله عليه ويلی دی. ګوره چي د هغه به د دې شعر له ويلو څخه څه مطلب وو. د روسانو د نيواک پر مهال دغه شعر نامتو ليکوال او ژورناليست محمد حسن ولسمل د خپل اخبار (مجاهد ولس) پر لمنليک ليکی او نورو هم په بېلو بېلو ليکنو کي د ظالمانو له ظلمونو او ترهګريو څخه د تنګ راتلو او شکايت پر مهال او د افغانانو پربې وزلۍ او خوارۍ باندي د ژړا په وخت کي استشهاد په کړی دی. خو لکه د همدې اوسني امريکايي نيواک په دور کي چي پر افغانانو، په ځانګړې توګه پر پښتنو باندي د ظلمونو چپه مېچن څرخي د دې ولس په تاريخ کي هيڅ جابر او ظالم نيواکګر ان چنګيزيانو دغومره ظلم نه دی ورسره کړی. ځکه نو د حضرت رحمان بابا دغه شعر د پښتنو پر اوسنۍ غمجنه وضع باندي ډېر ښه تطبيقيږي. موږ ټول په کندز کي د بهرنيو ځواکونو وروستني زړه بوږنوونکي او نه بخښونکي جنايت ډېر سخت غمجن، په غوسه او خواشيني کړي يو.

د اسلامي او وضعي قوانينو له مخي دغه او دې ته ورته هغه ټول جرمونه چي بهرنيو جنايت پېشه ځواکونو پر بې دفاع مظلومو افغانانو کړي دي، ټول حتماً او بلا استثنا د تعقيب وړ دی او باید خامخا تعقيب سي. د دغو جرايمو اصلي مرتکبينو او هغو کسانو ته چي په دې جرايمو کي د بهرنيو ځواکونو جرمي شريکان، همکاران او مرستندويان بلل کيږي، هرڅوک او په هر مقام کي چي وي، بايد زموږ په ملي قوانينو او نړيوالو قوانينو کي چي کومي سزاوي ورته پېش بيني سوي دي ورکړه سي.

تر هرڅه دمخه خو د نورو هيوادونو له خوا د يوه هيواد اشغال ډېر غټ جرم دی. چي د اشغال سوي هيواد خلک د نړۍ په هر قانون او په هر ايزم او مفکوره حق لري چي په هر ډول وي خپل هيواد د اشغالګرو له منګولو خلاص او خپلواک کړي. د اشغال سوي هيواد د خلکو دغسي هلو ځلونه ته”د خپلواکۍ غوښتني ملي مبارزه“ وايي، نه تروريزم او ترهګري.

بل دا هم قانون دی چي اشغالګر او د بې دفاع او بې ګناه اتباعو قاتلين او همکاران به يې کومه خساره چي يې رسولې ده هغه به هم جبرانوي. دا کارونه که يوه رسمي مرجع وکړي، خو ښه، که نه خپله متضررين حق لري چي خپل حق او غچ پخپله واخلي.

بله خبره دا هم ده چي هم الهي شريعت او هم وضعي قوانين حکم کوي چي هرڅوک چی د اشغالګرانو او قاتلانو سره مرسته کوي او له سزا ورکولو څخه يې ژغوري او يا يې په نورو جرايمو کي شرکت او معاونت ورسره کوي دا هم خپله سزا لري. لوی څښتن فرمايي:

﴿ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (2)[المائده :۵ : ۲]

ژباړه: او (اى مومنانو !) پر نېکي او تقوا له يو بل سره مرسته سره وکړئ او پر هغه څه چي ګناه او ظلم(او د خداى له پولو تېري) پکښې وي مرسته (او ملاتړ) مه کوئ او له الله څخه وبېرېږئ. بې شکه چي د الله عذاب ډېر سخت دى.(د الله د امر له مخالفته پرهېز وکړئ، ځکه چي د هغه سزا ډېره سخته ده).

دادي هم ښه څرګنده او معلومه وي چي هيڅ جرم او په هغه کي معاونت او مرسته نه پر دې دنيا بې سزا پاته کيږي نه پر هغه دنيا. د اعمالو سزا حق ده. او ان لوی څښتن هم د بنده تر حق نه تېريږي.

خون ناحق دست ازدامان قاتل برنداشت ::: ديده باشي لكه هاي دامن قصاب را.  

لوی څښتن فرمايي: :

﴿فَوَرَبِّكَ لَنَسْأَلَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ (92) عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ (93) [الحِجر: 92- 93]

ژباړه: نو(ای پیغمبره!) ستا په پالونکي دي قسم وي موږ به خامخا(د قیامت په ورځ) له ټولو څخه پوښتنه وکړو. خامخا به د هغو کړنو پوښتنه ځني وکړو چي دوی ترسره کولې.

البته د خلکو په منځ کي د حقوقو په باب به الله تر ټولو دمخه د خلکو د وينو تويولو په اړه قضا او پرېکړه کوي:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: « أَوّلُ مَا يُقْضَى بَيْنَ النّاسِ، يَوْمَ القِيَامَةِ، فِي الدّمَاءِ« متفق عليه.

ژباړه: تر ټولو لومړی چي د قيامت په ورځ يې په اړه پرېکړه کيږي د وينو تويولو په هکله ده.

دغه راز رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«أتدرون ما المفلس؟» قالوا: المفلس فينا من لا درهم له ولا متاع، فقال: «إن المفلس من أمتي يأتي يوم القيامة بصلاة، وصيام، وزكاة، ويأتي قد شتم هذا، وقذف هذا، وأكل مال هذا، وسفك دم هذا، وضرب هذا، فيعطى هذا من حسناته، وهذا من حسناته، فإن فنيت حسناته قبل أن يقضى ما عليه أخذ من خطاياهم فطرحت عليه، ثم طرح في النار» صحيح مسلم.

ژباړه: آيا تاسي پوهېږئ چي مفلس څوک دی؟ صحابه وو ورته وويل: په موږ کي مفلس هغه دی چي پيسې او مال ونه لري، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: زما په امت کي رشتيانی مفلس هغه دی چي د قيامت په ورځ خپل لمونځونه، روژې او زکاتونه وړاندي کړي، خو نور کسان وروړاندي سي چي ځينو ته يې ښکنځل کړي وي، پر ځينو يې تورونه تړلي وي، د ځينو يې مالونه خوړلي وي او د ځينو يې ويني بهولي وي(وژلي او ټپي کړي يې وي) او ځيني يې وهلي وي، نو بيا د ده له نېکيو څخه ځيني دې ته ور کړه سي، ځيني هغه ته ورکړه سي او که يې نېکۍ خلاصي سي او په ټولو ونه رسيږي نو د هغو ګناوي را واخيستل سي او پر ده ور واچولي سي او بيا اور ته ور ټېل وهل سي.

اللهم اجعلنا ممن يستمعون القول فيتبعون أحسنه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د