نظــر

پــرونۍ اونــــــننۍ غــــــلامی

دبشریت له پیل څخه شروع ترنن ورځي پوری غلامی له انسان سره دسیوری په شان ملګري ده،فرهنګ انسانی که له عروج نه مخ په زوال وی اوکه له زوال نه دعروج په طرف ، خوغلامی  همیشه ورسره پښه په رکاب اوسیدلي ده،که هرڅرنګه فرهنګ وی طوق دانسان دغاړی زیوراوښکلا، اوزنځیرونه دانسان دلاس اوپښوتقدیرګرزیدلي ده، دامنظر ترشنه اسمان لاندی ټول انسانیت لیدلي چی دانسان په غاړه کی دطوق اختیارهم دبل انسان په لاس کی پاته شوی ده ،اودهغه دخرڅلاؤفیصلي کونکی هم انسانان ؤ،اودانسانی نسلونوسره دهغوغلام هم غلام ابن غلام شول،

رومی فرهنګ ددنیاپه تاریخ کی یونوم پیداکړي ،چی تراوسه پوری دهغه فرهنګ په باقعاتوباندی تحقیقات څیړني اوتعلمات جاری دی ،خودغلامی په میدان کی به رومی فرهنګ هم ضد انسانیت وګڼو،لکه څرنګه چی دایوتاریخی حقیقت ده ،چی دروم په سلطنت کی به غلامان دڅوڅوورځو وږولیوانواونورو وحشی ځناوروته اچول کیدل ،اوبیابه يی بادارانودشرابوپه نشوکی ددوئ  ننداره کوله، چی ځناورو به ترینه غوښی پریکولې، اوویل به یی چی نن خویی ډیر خوندوکړ،پدي سلطنت کی به دغلامانو بازارونه لګیدل ،اودهغودصحت اوفن مطابق به یی قیمت لګاؤ،اویوځل چی به کوم څوک پدي دلدل کی اونښتل نوترپیړیوپوری یی خلاصون ناشوني ؤ، یوه باداربه خرڅ کړنوبل به سمدستی غاړی ته طوق ورواچوو،اوچی کله به هغه مړشو نواولادبه یی دغه انسانی متاع دوراثت په ډول وتاړه ،اوهرڅرنګه چی به یی غوښتل هم هغه ډول سلوک به یی ورسره کاؤ، دهغه وخت قانون به باداردهیڅ قسمه وصولوپابندنه جوړ وو،دغلام ځان، مال،عزت، هیڅ هم دهغه خپل نه ؤ،حتي چی دهغهٔ اولاد دهغهٔ دایمان خاوند هم دهغهٔ بادارؤ،دباداردخوښۍ پرته یی هیڅ هم نشواې کولاې ،

دغه حالات ډیرپه شدت اوتیزی سره روان ؤ،چی داسلام دظهوروخت راغي،رحمة العلمین (ص) ددنیاپه تاریخ کی داول ځل لپاره دغه بادارانوته قوانین جوړاونافذکړل،اوفرمان یي صادرکړچی په کثرت سره غلامان دی ازادکړل شي،لکه څرنګه چی په شریعت کی دغلطی دازالې لپاره چی په اصطلاح کی ورته (کفاره)وایي دغلامانودازادۍ لپاره یی داقانون جوړکړ،اوهمدارنګه یی حکم ورکړچی په قسم ماتولو سره دی غلام ازادکړل شي ،روزه دی  ماته کړه غلام ازادکړه ،اوقرآن ورته دالله تعالی په محبت کی دغلامانو دازادي درس ورکړ،ددي نتیجه اوحاصل داوو. چی حضرت عثمان بن عفان (رض)به کله نبی علیه السلام کورته د راغوښتلوبلنه ورکړه نوپه استفسارسره به یي عرض هم وکړ چی زه به دومره غلامان ازادوم،ګواکې یوه مقابله شروع شوه، چی څوک څومره غلامان ازادکړی هغومره به دالله (ج)اودالله درسول (ص) قرب حاصل کړی ،اوهمدارنګه بادارانو چی به کومی وینزی خرڅولی په هغو باندی پابندی ولګیده ،داولادلرونکی وینزی دبادارله مرګ نه پس ازادی وي،اوکوم غلام چی خپل قیمت په خپله اداکړهغه به ازادتصور وو،دارنګي غلام ته (مکاتب) نوم ورګړشو،خلیفه ثانی حضرت عمر(رض) دغه قانون دوامداره وساته اوغلامانوسره  یی دبیت المال څخه مالی مرسته هم وکړه، ترڅو خپل بادار ته یو معقول رقم ورکړی اوله هغه نه ازادی ترلاسه کړی ،دغلامانوحقوق یی مقررکړل ،دهغودقیام اوطعام بندوبست یی وکړ،کوم غلام چی به په لارو کوڅو کی دسوال په کولو ولیدل شو نو حضرت عمر(رض) به دهغه بادار راؤغوښت اودهغه سرزنش به یی وکړ،اوحکم به یي ورکړچی یا یی حق ادا کړه یايی ازادکړه ،خلک به دي ته حیران ؤ چی حضرت علی (رض) اودهغه غلام به یوقسم لباس په تن ؤ،اوهغه چی به دکوم تان څخه کپړه یاټوکر پري کاوه له هم هغه تان څخه به غلام ته هم اخیستل کیده،لنډه داچی په اسلامی تاریخ کی یواوږد فهرست ده ددي غلامانو کوموچی په علم ادب اوپه سیاست کی غټ نوم پیداکړ،
دغه داسلامی نظام انسانی اثرات ؤ ،چی په هندوستان کی دغلامانویوي کورنۍ ،خاندان غلامان( مملوک )تراقتدارورسیده ،دهندوستان په (خاندان غلامان) کی چی به کوم بادشاه مړ شو نودهغه دمړنی وروسته به دهغه زوي یابل کوم خپل ددي تخت حقدار نه بلل کیدل چی یعنی لازم نه ؤ،بلکې دسلطنت عمائدین به سره کیناستل اودسلطنت لپاره به یي غوره شخص انتخاب کړ،دخاندان غلامان دبادشاهانوتاریخ جوړونکی واقعات ترنن ورځی پوری دخلکوپه ژبه عام وخاص دی،اسلام ټولی دنیا ته ورسیده چاقبول کړاوچاسرغړونه وکړه ،دحدیث اوقران عربی ټولی دنیاته ورسیده ،

مسلمانانوکم وزیات زرکاله ترمشرق اومغرب پورې حکومت وکړ،چی پدي دوران کی دغلامی زنځیرونه مخ په شلیدلوشول،که ونه شلیدل خودومره ضعیفه شول چی غلام اوباداربه په یوه صف کی لیدل کیدل ،دباداراوغلام معنی بدله شوه،

کم وزیات په تیر دری سوه کلونه راپدیخوادمسلمانانو مخ په زوال شو،اوغربي ډیموکراسی په ځمکه خپل بیرغونه ودرول،نن له دری سوه کلونو وروسته حالاتو ته په کتنه داپه واضع ډول محسوسیږی چی ګواکی هغه دپخوانۍ زماني غلامی نن بیا په یوه نوی رنګ اوبڼه داده راغلي ،فرق صرف دومره ده چی دپخوانۍ زمانې غلام دغلامی له احساس نه خلاص نه ؤ،اوخپل ځان به یی غلام ګاڼه،مګردنن ورځی دغه ډیموکرات دغربی فرهنګ غلام دومره په غلامی کی غرق دی چی غلامی خو بیخی غلامی نه بولی ،(ګلوبل ویلج) په اصل کی دادغلامی دوهم نوم ده،غربي ډیموکراسی له ټولی دنیانه دهغو لباس واخست،له ټولی دنیا یی دهغوخپله ژبه واخسته،له ټولی دنیایی دهغو خپل دعلاقې کلتورواخست،اهل غرب صرف هغه انسان ته انسان وايي کوم چی ددوئ لباس واغوندی،اوددوئ په ژبه خبری وکړی ،خولۍ ،پګړۍ،لوې پردوږقمیص، یابل کوم مقامی لباس دهغولپاره دغیرمهذب خلکولباس ده،

په پخوانی وخت کی لکه څرنګه چی غلامانوته حق دفاع حاصل نه ؤ،همدارنګه دنن ورځی غربی ډیموکراتان هم دضعیف قومونوپه پیدایشی حق برسیره روان دي،اوترپښو لاندی یی پایمالوی،پخپله ایټم بمونه ورونکي نورو ته وایی چی ته ددي غلط استعمال کوې لهذا داترک کړه،پخپله ددنیا ترټولوزیات فوځ لرونکي نوروته وایي چی خپل فوځ دی کم کړه،پخپله ددنیا ترټولوخطرناکه وسله لرونکي نورو ته وايی چی تاته ددې حق نشته،له کیمیاوی وسلو سره په نوروقومونوورخیژي چی ګواکی له دوئ سره به خطرناکه وسله وی ،ایا داسی وخت چانده لیدلي چی په زرهاؤ میل لیری په نوروهیوادکې ښارونه ورانؤنکې ،داوبوپه ځاي په ویالو کی دانسان وینه بهونکی، دډیموکراسی نظام غربی فوځیان امن خوښونکي شول؟اود خپل وطن،قوم،علاقی،اوله ایمان څخه دفاع کونکي،شرپسند،دهشت ګرد،اورپکي یادیږی، سبــــــــــــحان الله

پخوانۍ غلامی له اوسنۍ غلامی نه پدی بهتره وه چی خائنان خو یی نه روزل،دنن ورځې غربی ډیموکراتان  یویو ،ګوته په ګوته خائن دځان لپاره پیداکوی ،هغه په ډالرو رانیسی اوکله چي خپل کارترینه واخلي نودتشناب کاغذ په مثال یی په کچره کی واچوی ،
پخوانۍ غلامی دجنسیت په خاطر ښځه د مورولی له صفت څخه محرومه کړی وه،دنن ډیموکراسی له هغه نه زرچنده دنوموړی صفت ضد ده،غربی ډیموکراسی نن په انسان باندی دانسان اولاد یوغټ بارجوړکړ،ښځی يي دازادئ اوحقوقوپه نوم بازاروته راویستلی،هغه یی له خپلو مسولیتونوڅخه ازادی کړی ، هغه  یی له خپل فطری جوهرنه محرومی کړي ،اورایؤړي دغیرمرد ترڅنګه یی په پارلمان دفترونو اونورو داسی ځایونو کی کینولي چی ټول ډیموکراسی احاطه کړي وې ،په کوم بهترین وخت کی چی  په ښځه دراتلونکی نسل ،دخپل خاوند،اوخپلی کورنئ ،حق ؤ ،هغه ډیموکراسی ترینه په ډیره چالاکی خپل کړ،خومګردوئ بیاهم په غربی ډیموکراسۍ کې خپل دژوندکولوطریقي لټوي،

حقیقت داده چی اسلام غلامی دیو فرد ترحد پوری محدوده کړه ،اوهغه یی داختتام په لور ټیله کړه ،اودغه دمسلمانانو د یو زرکاله دوري نتیجه وه، چی انسانیت مجبوره شو اودا فیصله یی وکړه چی دانسانانو اخیستل اوخرڅول باید بند شی،خومګردانسانیت ضد غربی ډیموکراسی دجمهوریت په نامه خلکوته دازادئ لالچ او تمع ورکړه،په اصلي حقوقويی ورته  پښی کیښودي ،باطله لاریی دپرمختګ باب ورته اوښوده ، اوټولودضعیف ایمان والوڅخه یی خپل غلامان جوړکړل،دهغوفکر،دهغومادی اوانسانی وسائل،اودهغوایمان اوعقیده هم پدغه نوی فریب کی نغښتي اودغلامی له دورڅخه محفوظه نده،
له دي شین اسمان لاندی اوددي ځمکي په سینه باندی صرف یوڅه دی چی انسانانوته دهغو خپل حق ورکړی ؟
هغه دنبی (ص) دحجة الوداع خطبه ده،

لیکوال ضیاءالرحمن فیضانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x