شعـــــرونه

غزل/ احمد بريالی

 احمد بريالی

ماچې اختياردګام له لاسه ورکړ
ماهغه تلونۍ نام له لاسه ورکړ

مادذقوم پياله پرسر واړول
ماچي شربتوجام له لاسه ورکړ

مادنقصان ماده په ځان وپېرل
ماچي خپل قدرتام له لاسه ورکړ

زه دخواصودصحنې بهرسوم
ماچي اعزازدعام له لاسه ورکړ

ددروغجنوپه مالت کي سپک سوم
ماچي رښتينۍ قام له لاسه ورکړ

زه دنام ورکوپه کوهي کي بندسوم
ماچي نامداروبام له لاسه ورکړ

چي کل اختياره مشغله مي لرل
ماهغه کاف و لام له لاسه ورکړ

مابريالي ته خاص ګيلې پاته سوې
چي مي دخولې کلام له لاسه ورکړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x