نظــر

د کندز او فاریاب غمیزي، غچ بیا هم له ولسي وګړو

موسی مهاجر

کندز کي وړمه شپه یرغلګرو یوځل بیا ۵۰ کورونه د ویر په ټغر کښېنول، اشغالګرو یو وار بیا د افغانانو د وینو ویالې وبهولې، هغوی د بارودو په اور وړمه شپه لسګونه ماشومان، ښځې، سپين ږيري او ځوانان لولپه کړل، امریکايي الوتکو د ماشومو هیلو یوه ودانه نړۍ په کنډوالو بدله کړه، اشغالګرو د ځوانو اميدونو یو جوړ ښار لوټه – لوټه کړ، دپرمختګ درواغجنو مدعیانو د لسګونو ماشومانو د پرمختګ هیلې تر کنډوالو لاندې کړې، سوځونکو بمونو په خواږه خوب ویده ماشومان د ابد په خوب ویده کړل، د بشردوستۍ مکارو مدعیانو د بشر په ضد یو بل ستر جنایت ترسره کړ، نیواکګرو د پنجشنبې په شپه کندز کي بیا ځل خپله وحشي څېره ټولې نړۍ ته وښودله او خپله اسلام دښمني او بشر دښمني یې یوځل بیا ټولو ته روښانه کړه.

تیر کال د مجاهدینو له لوري د کندز تر فتحې وروسته په دغه ولایت کي د اجیرو کمانډویانویوه قطعه ځای په ځای کړای شوه، چي له هغه راهیسي په کندز کي د ظلم او وحشت یوه نوې څپه پيل شوه، اجیر کمانډویان په مسلسل ډول د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچوي او په ولسي اهدافو بریدونه ترسره کوي، چي په ډیرو مواردو کي يې ولسي وګړي شهیدان کړي، نیولي او آن میرمنې او ماشومان یې هم د خپلو بریدونو او وحشت هدف ګرځولي دي.

د پنجشنبې په شپه دغو خونخوارو اجیرو یوځل بیا د اشغالګرو په ملتیا د کندز ښار د بزی کندهاری په سیمه چاپه واچوله، مجاهدین په سیمه کي واردمخه ورته چمتو وو او له دغو تیري ګرو او دهغوی له غلامانو څخه د ولسي وګړو د ژغونې په موخه یې په هغوی کارنده بریدونه پيل کړل، چي په ترڅ کي یې لسګونه امریکايي او داخلي عسکر ووژل شول، کله چي په ځمکه کي یرغلګر له ماتې او درندو تلفاتوسره مخ شول، نو یې هوايي مرسته وغوښته او د انتقام په موخه یې په ولسي کورونو هوايي بریدونه پيل کړل، چي تر سهار پوري يې پنځوس کورونه ویجاړ او تر ۱۰۰ زیات ولسي وګړي یې شهیدان او ټپیان کړل.

دا په بشپړه توګه په ولسي وګړو یو انتقامي برید وو، ځکه په سیمه کي جګړه دریو تنو سرښندونکو مجاهدينو په مخ بیوله، اما هدف ۵۰ کورونه او هلته میشت لسګونه خلک وګرځول شول، امریکایانو خپل غچ له هغې ماشومې څخه هم واخیست، چي ایله دوه ورځې مخکې يې دې نېمګړې نړۍ ته سترګې غړولې وې او لا تر اوسه یې دا درک کړې نه وه، چي هغه په یوه داسي خطه کي زېږېدلې، چي د ځمکې او فضا واک یې د پردیو او کافرانو په لاس کي دی، هو! دا ولسي وګړي ځکه هدف وګرځول شول، چي هغوی مسلمانان وو او امریکانو د دښمن په توګه تر بريد لاندې ونیول.

د کندز شهیدان لا خاورو ته نه وو سپارل شوي، چي اجیرو عسکرو په فاریاب ولایت کي د واده مراسم په ویر بدل کړل، د پنجشنبې په ماسپښين اجیرو عسکرو د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په کوسه قلعه کلي کي د واده مراسم د خپلو خونړیو هاوانونو هدف وګرځول، چي ۱۳ تنه يې شهیدان او شاوخوا ۳۰ تنه نور یې ټپيان کړل، اجیرو عسکرو چي په تیرو څو ورځو کي د مجاهدینو له لوري سخت تلفات ليدلي وو، خپل غچ له ولسي وګړو څخه واخیست ، چي د خوښیو په رڼا ځلېدونکی کور یې د وینو په ډنډ واړاوو او د ماشومانو د خوښۍ د نوکريځو سره لاسونه یې د هغوی په وینو سره کړل.

دغه دواړه غمیزي په داسي مهال رامنځ ته کیږي، چي لا د اروزګان د شهیدانو د فاتحې کمپله نه ده ټوله شوې، د دوشنبې په ورځ امریکايي اشغالګرو د دروېشان ناوې په سیمه کي په هغو لسګونو ولسي وګړو بمبار ترسره کړ، چي د طالبانو په لاس د یوې فتحه شوې پوستې د نندارې لپاره راټول شوي وو، دښمن د خپلو ماتو غچ په اروزګان کي هم له ولسي وګړو څخه واخیست او د وړو ماشومانو په ګډون يې ۳۵ تنه ملکیان په شهادت ورسول.

د اروزګان عام وژنه په داسي وخت کي وشوه، چي لا د ننګرهار د ډله ييز برید د شهیدانو وینې نه وې وچې شوې، امریکايي اشغالګرو او د هغوی بې رحمه لاسپوڅو د اروزګان تر پيښي درې ورځې وړاندې د ننګرهار د شيرازدو ولسوالۍ د مرکېخېلو په سیمه کي چاپه واچوله، خو مجاهدین له مخکې ورته خبر وو او په ورغلو امریکایانو او ګوډاګیانو یې سخت برید پيل کړ، چي په ترڅ کي یې ګڼ شمېر اشغالګر او د هغوی ګوډاګیان ووژل شول، یرغلګرو د تلفاتو تر ليدلو وروسته په ولسي کورونو سخت بمبار وکړ او تر ۳۰ زیاتو ولسي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

امریکایان له دې حیثه چي هغوی کافران او زموږ ازلی دښمنان دي، له دې حیثه چي هغوی اشغالګر او زموږ د مرګ لپاره راغلي او له دې حیثه چي هغوی بدمعاشان او قضايي مصوونیت ورکړل شوی، نوځکه د هغوی له لوري دغه ډول عام وژنې هیڅ ډول د تعجب وړ نه دي، ځکه هغوی دښمنان دي او له دښمنانو څخه دښمني کول د حیرانتیا سبب نه وي.

له ملګري ملتونو، د هغوی له اړوندو ادارو او نړیوالي جنايي محکمې څخه دا تمه کول چي هغوی به دافغانانو فریاد واوري، د دې مظالمو مخه به ونیسي او یا به دا مجرمین محاکمه کړي، یو خوب او خیال دی، ځکه غرب او امریکا دا ټولې ادارې د خپلو استعماري موخو لپاره جوړې کړې دي او تراوسه یې هم د امریکا او اروپا د بې شمېره جرمونو سره سره د هغوی په ضد کوم اقدام نه دی ترسره کړی.

له رسنیو څخه هم باید دا هیله ونشي، چي هغوی به د افغانانو د مظلومیت اواز تر نړۍ ورسوي، ځکه رسنۍ د اشغال د دوام یوه آله ده او د امریکایانو له لوري د رسنیو د تمویل موخه همدا ده، چي د امریکا په هر ډول ظلمونو او تیریو پرده واچوي او د افغانانو د مظلومیت اواز د هغوی په مریو کي ور بند کړي.

د کابل ګوډاګی رژیم چي د اشغال په چوپړ کي د خپل ولس په ضد په عملي ډول جګړه په مخ بیايي، د امریکايي ډالرو خمار داسې بې حسه کړی، چي د امریکايي جنایاتو د رد په ځای د هغوکلکه دفاع کوي، د غلامۍ طوق داسي بې ننګه کړي، چي د امریکایانو له لوري د خپلو عسکرو د وژلو ننګه څه آن غندنه يې هم نشي کولای، د امریکایانو په ملګري کي داسي ننوتي، چي د هغوی د خوښي لپاره د خپل ولس په ضد له یوه ډول اقدام څخه هم مخ نه ګرځوي.

افغان ولس ته له دغه ډول ډله ييزو وژنو او ظلمونو څخه د خلاصون یوازنۍ لاره همدې روان جهاد ته تقویت ورکول دي، ترڅو یرغلګر د اشغال پرېښودلو ته اړ کړای شي، ځکه تر څو چي اشغال وي تر هغو به دا ناخوالي وي، له دې امله چي اشغال د ټولو بدبختیو مور ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x