د کندوز فاجعې په اړه د ډاکټرعبد الله استدلال

نن ټکی اسياـ سرليکنه

د کندوز ولایت بوږنوونکې فاجعې چې په سیمه ییزو او نړیولو رسنیو کې یې پراخ انعکاس موندلی د ملي یووالي حکومت چارواکي الزاما دیته اړیستل چې په اړه یې غبرګون ښکاره کړې .

په تیرو ۱۵ کلونو کې په سلګونو ځله امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو پر ولسي سیمو بمباري کړې ، نه یواځې پرملکي سیمو ؛ بلکې ډیر ځله یې د ملي اردو او دفاع وزارت رسمي قطعات هم بمبار کړي چې له امله یې یوزیات شمیر ولسي وګړيو او افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پخواني ولس مشرحامد کرزي د واکمنۍ په مهال به ولسمشریزې ماڼۍ د امریکايي ځواکونو د دغسي بریدونو په اړه د غبرګون ښودلو تر څنګ د امریکایانو خپلسري هم غندله ، خو د ملي یووالي حکومت له جوړویدو وروسته د امریکایي ځواکونو په بمبارۍ کې د ولسي وګړو او دولتي ځواکونو د وژل کیدو نمایشي غندنه هم له پامه وغورځول شوه.

په تیره یوه اونۍ کې امریکايي ځواکونو په کندوز، اروزګان او ننګرهار کې په مسلسل ډول دری ځله ولسي سیمې په نښه کړې چې له امله یې خواوشا سل تنه ولسي وګړي مړه او ژوبل شول او دا په تیرو ۱۵ کلونوکې تر ټولو لوی شمیر بشري تلفات دي چې په یوه اونۍ کې د امریکايي ځواکونو لخوا ولسي وګړو ته اوړي ، خو ارګ بیاهم د ولسي وګړو په حق کې د امریکایانو د دغه جنایت په مقابل کې خاموش دی.

د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله چې تیره ورځ یې د کاظمې د نهم تلین په مناسبت خبرې کولې د هغو په ترڅ کې یې په غیر مستقیم ډول د کندوز پیښه هم یاده کړه او کوښښ وکړ چې له یاد جرم څخه د امریکايي ځواکونو د برائت لپاره د کندوز د پیښې پړه پرطالبانو وروا چوي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: ((د کندوز د پیښې لامل خپله طالبان دي چې په ولسي سیمو کې اوسیږي.))
که د کندوز د پیښې په اړه د ښاغلی عبدالله استدلال موجه وي نو په اوروزګان او ننګرهار کې به د امریکایانو له لوري د ولسي وژنې لامل څه و بولي چې دعیني شاهدانو د مشاهداتو په اساس په دواړو پیښو کې په لسګونو کسان چې ښځې او ماشومان هم ورکې شامل دي ووژل شول.

که چیري د ملکي کسانو د وژنې لپاره په ملکي سیمو کې د طالبانو د موجودیت په اړه د ښاغلي عبد الله منطق پر ځای وبلل شي نو باید امریکیان په ټول هیواد کې د ولسي وګړو د عام وژنې عملیات پیل کړي؛ ځکه د کابل ښار له داخل نه نیولې بیا تر لیري پرتو کلیوالو سیمو پوري طالبان هر ځای موجود او پر دې واقعیت خپله امریکایان هم اعتراف لري چې تر۳۰ ډیرې ولسوالۍ په شپړ او یاهم نیمايي ډول د طالبانو تر واک لاندې دي.

ایا د ښاغلی عبد الله د منطق پر اساس باید امریکایان هغه ټوله سیمه چې د هیواد تر نیمايي زیات مساحت تشکیلوي د طالبانو د شتون په پلمه بمبار او او ولسي وګړي یې له ژونده محروم کړای شي؟!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د