نړۍ

د شهادت په شپه د بنګلدیش اسلام پال مشر عبدالقادر ملا لیکلی لیک:

نوې جامې یې را کړې دي،د ځان وینځلو لپاره په لوښي کې اوبه هم راته راوړل شوې دي، پوځي را ته امر وکړ چې زر تر زره ځان ووینځم، د زندان په دهلیز کې تګ راتګ زیات شوی دی، هر پوځي په حیرانۍ سره ګوري او بیا ځي، د چا په مخ خوښي بریښي او د چا په مخ خفګان.
د دوی په وار وار راتلل ما ته د الله (ج) د کتاب په تلاوت کې خنډ پیدا کوي، زما مخې ته د مولانا مودودي (رح) تفسیر تفهیم القرآن ایښی دی، زما مخې ته د آیت دا ترجمه ایښې ده:

( مه خفه کیږئ، مه غمجن کیږئ، تاسې به کامیاب یاست که ایمان ولرئ)

سبحان الله، څومره د ډاډ توري او کلمات دي، ماته د خپل ټول ژوند پایله په همدغه آیت کې لاس ته راغله، د ژوند او مرګ ترمینځ څومره ساه ګانې دي، نو دا به الله(ج) ته معلومه وي، زه یوازې د خپل خوځښت او غړو په اړه سوچ کوم، الله(ج) ته لاس په دعا یم چې په خپل فضل او کرم کې یې وساتي.

الله تعالی دې پر مسلمانانو رحم وکړي او د دښمن دسیسې دې ناکامې کړي، آمین.

د ماسخوتن لمانځه ته ځان چمتو کوم، شاید بیا وخت ونه مومم.

زه له تاسې نه غواړم چې کومه لاره مو ټاکلې ده پرې کلک او ثابت پاتې شئ، زه په سترګو وینم چې دغه لار نیغه جنت ته تللې ده.

ستاسې مسلمان ورور

عبد القادر ملا

۰۰۰۰

پښتو ژباړه: عبد الفتاح جواد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x