نظــر

د مسلمانانو د روان بد حالت سبب جهاد دی که سره کمونستي او ديموکراتيک انقلابونه ؟

مجاهد سراج

د ټولنيزو شبکو پر مخ د صليب او نفاق د جګړې ډالري کرايي جنګيالي د جهاد په سپيڅلي فريضه يوه نيوکه دا کوي چې جهاد له وينو تويولو او وراني پرته بله ګټه نلري او مجاهدينو ته د پيغور په ډول وايي چې تاسې په افغانستان ، عراق ، سوريه او نورو اسلامي هيوادونو کې له وراني پرته څه وکړل ؟ او د تاسو جهاد څه ګټه لري ؟

موږ وايو د اسلام له مخې جهاد د بې هدفه وينو تويولو او وراني نوم ندی ، بلکه د جهاد غرض د ځمکې له مخ څخه د ظلم او فساد ورکول او د الله جل جلاله پر ځمکه د الله د قانون نافذول دي ، جهاد د وطني ، قومي او مادي ګټو لپاره نه ترسره کيږي ، جهاد د تباهۍ لپاره ندی ، مسلمانانو ته الله جل جلاله د کفارو او مشرکينو د ظلم او تيري په وړاندې د جهاد او قتال اجازه ورکړې او اسلامي دعوت د جهاد او قتال په برکت له جزيرة العرب او د نړۍ له زياتې برخې څخه د جهالت هغه هغه تور تم او د ظلم او فساد ټغر ټول کړ چې په يادولو يې انسان بوګنيږي .

ياد حقيقت موږ د مسلمانانو او کفارو د مؤرخينو په کتابونو کې په زرينو کرښو ليکلی موندلای شو .

که لږ نيږدې راشو او په تيره يوه پيړۍ کې د جهاد پايلو ته ژور نظر وکړو دې حقيقت ته رسيږو چې د کمو تش لاسو مجاهدينو په برکت د نړۍ مظلوم ولسونه په ځانګړې توګه مظلومو مسلمانانو د انګريزانو او شورويانو له وحشي طوفانونو څخه نجات وموند.

موږ د جهاد مخالفو کمونستو ، ملحدو ، سيکولرو او نورو منحرفو عناصرو څخه پوښتنه کوو چې که له انګريزانو سره د نړۍ په بيلابيلو اسلامي هيوادونو کې جهاد نه وای ترسره شوی او د آزادۍ لپاره ورسره مبارزه نه وای شوې او د تاسې په څېر ايمان پلورونکو نظريات د هغه وخت مسلمانانو منلي وای نن به د اسلامي نړۍ څه حال ؤ ؟

آيا نن به د اسلامي نړۍ هيوادونو دا اوسنۍ نسبي خپلواکي لرلای ؟ يا به أقلاً د مسلمانانو په نوم کومه جغرافيه وای او له ټولو مسلمانانو سره د اندلس يا اوسنۍ هسپانيې ، پرتګال ، برما او شرقي ترکستان په څېر معامله نه وای ترسره شوې ؟

که افغانانو د انګريزانو په خلاف درې جهادي جګړې نه وای ترسره کړې ، تاسې څه فکر کوی چې نن به افغانستان په کوم حال کې ؤ ؟ يو بل اندلس به ؤ که يوه بله ترکيه ؟

له افغانانو څخه چې د احمدشاه بابا لويه امپراطوري لاړه او تر اټک او اصفهان پورې سيمې يې له لاسه ورکړې او په وچه محصور شو آيا دا بدبختي د تاسې په څېر د ايمان پلورونکو د سازشونو او د جهاد د ترک له امله نه وه ؟

موږ له دوی څخه پوښتنه کوو چې که له سرو لښکرو سره افغانانو جهاد نه وای کړی او له نړۍ نه يې د دغه ستر طوفان مخه نه وای
ګرځولې نن به د افغانستان څه حال ؤ ؟

آيا افغانستان به د کوم بل نړيوال جنګ ډګر نه ؤ ؟

او که فرضاً د بل نړيوال جنګ ډګر هم نه وای پاتې شوی او تر اوسه پورې د شوروي او کمونستو خلقيانو او پرچميانو په لاس کې وای نو بيا به آزاد هيواد وای که د شوروي فدراسيون يو ايالت يا کورواک جمهوريت ؟

او آيا زموږ اوسنی نسل به د نن په څېر راسخ مسلمانان پاتې وای ؟

حقيقت دا دی چې جهاد د يوه قوم معنويت ، اسلامي تشخص او رښتونی هويت ساتي که يو مسلمان قوم د تيري په مقابل کې جهاد ونه کړي ، استعمار به څو سرکونه ، پلونه ، بندونه ، مکتبونه ، فابريکې ، تعميرونه ، تعليمي او صحي ادارې ورته جوړې کړي خو معنويت ، اسلامي تشخص او ملي هويت به يې داسې له منځه يوسي چې بيا به يې د رغيدو امکان ه وي .

تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان او د منځنی آسيا د هيوادونو اوسنی حالت چې اسلامي او ملي تشخص يې تقريباً له منځه تللی زموږ په مخکې دی او د دې عمده سبب د دوی له لوري د جهاد ترک ؤ ، کفري نړۍ اوس هم دوی نه بښي او کم تر کمه د هغه ديموکراسۍ اجازه هم نه ورکوي چې کفارو ځان ته خوښه کړې ، ديکتاتوران يې پرې واکمن کړيدي او نن يې حالت دې ته رارسيدلی دی چې اسلامي نومونه په ځان نشي کيښودلای ، اتلس کلن ځوانان يې د لمانځه د ادا کولو حق نلري ، او سوګند به د الله پر ځای د پاچا په نوم سره يادوي .

سربيره پر پورتنيو حقايقو په تيره يوه لسيزه کې اول جنګ مسلمانانو ندی پيل کړی ، جنګ په مسلمانانو تپل شوی ، مسلمانان د دسيسو ښکار شوي ، په افغانستان کې اته ديرش کاله دمخه کمونستانو په داؤد خان کودتاه وکړه ، سور انقلاب يې راوست ، سرې لښکرې يې افغانستان ته راوستې ، مليونونه کسان يې د هيواد پريښودو ته مجبور کړل ، يونيم مليون يې شهيدان کړل ، يو مليون يې معيوب کړل ، افغانانو يوازې له خپل ځان ، ناموس ، خاورې او عقيدې څخه د دفاع په موخه جهاد کړی دی.
د افغانستان د بدبختيو اصلي عوامل پخواني کمونستان دي ، نه د حق د لارې رښتوني مجاهدين !

کله چې جهاد کامياب شو ، شرق او غرب بيا پخواني مجاهدين دې ته پرينښودل چې واحد مرکزي حکومت جوړ کړي او تر منځ يې د نفاق او جنګونو اور ته لمنه ووهله ، د طالبانو تحريک د شرق او غرب د دغه سترې دسيسې په وړاندې د ځوريدلو افغانانو يو دفاعي غبرګون ؤ او چې په دې دسيسو لويديځ هدف ته ونه رسيد نو د يوولسم سپتمبر د حملو په پلمه يې چې د مظلومو مسملانانو انتقامي حملې وې په افغانستان مستقيماً يرغل وکړ او د افغانانو په وړاندې يې داسې بشر ضد جنايتونه ترسره کړل چې د نړۍ په تاريخ کې يې بيلګې ډيرې کمې تر سترګو کيږي .

موږ په جهاد له تنقيد کونکو څخه پوښتنه کوو چې آيا طالبان له ځان څخه د دفاع حق نلري ؟

که طالبانو يې په وړاندې مقاومت نه وای کړی نن به دافغانانو څه حال ؤ ؟ د نړۍ نورو مسلمانانو سره به متکبرو او مغرورو امريکايانو څه کړي وای ؟

د افغانانو اسلامي او ملي تشخص به په څه حالت کې قرار لرلای ؟

او دوی په تيرو پنځلس کلونو کې افغانستان په اقتصادي ، سياسي او دفاعي لحاظ تر کوم ځای پورې رسولی دی ؟

آيا څو سرکونه ، پلونه او د ملت په لوټ شوو شتمنيو دنګ شوي بلند منزلونه او د يو نيم مليون جريبه ځمکې غصب ، د نړۍ په کچه په اداري فساد کې د حکومت دريم والی ، دوه سری حکومت په بهرنيو مرستو متکي ، د پخوانيو کمونستانو تر قوماندې لاندې نظامي او امنيتي وسلوال داړونکي ځناور اربکيان ، بې حيايي او فحاشي د پرديو فرهنګونو راواردول ، فحش سريالونه لاسته راوړنې او پرمختګ وګڼو ؟

موږ د جهاد په اړه د شکونو او شبهاتو له خپروونکو څخه پوښتنه کوو چې په عراق کې اوسني حالت ته زمينه چا مساعده کړه ؟

عراق چا د اور په تنور بدل کړ ؟ د عراق په مسملانانو دا دوه نيمې لسيزې څوک بمونه اوروي ؟

د عراق د صدام په نسبت لويديځ ته چا تر اوسه دومره تنزل کړی ؟

ولې يې بريد پرې وکړ ؟

تاسې چې د عراقيانو په دفاعي جهاد انتقاد کوی تاسو ولې د صليبيانو په تعرضي جګړه اعتراض نکوی چې د عراق د مظلوم ولس په ضد يې پيل کړی دی ؟

موږ په جهاد له مفسدينو نيوکه کونکو څخه پوښتنه کوو چې په ليبيا ، يمن او سوريه کې ګلابي انقلابونه چا ډيزاين کړل ؟ د چا په اشارو او ملاتړ پيل شول ؟

آيا هم دا ګلابي ديموکراتيک انقلابونه د يادو هيوادونو د ټولو اوسنيو برباديو اصلي عوامل ندي ؟

او دا په داسې حال کې چې د يادو هيوادونو ړنګ شوي نظامونه ، نه اسلامي ؤ او نه جهادي ، بلکه له ختيځ او لويديځ نه هم د مجاهدينو په دښمنۍ کې وړاندې ؤ ، اوس د يادو هيوادونو مسلمانان د کوم ظالم د بمونو او بارودو اور ته لاس تړلي ځانونه وروغورځوي ؟

آيا دوی له ځانه د دفاع حق نلري ؟

آيا دوی په لوی لاس جنګ ته ورټيل نه وهل شول ؟

پورتنيو حقايقو ته په پام سره په صراحت دا ويلای شو چې جهاد تل د نړۍ مظلومو ولسونو په ځانګړې توګه مظلومو مسلمانانو ته نجات ورکړی او دا په اصطلاح له سولئيزې لارې ، سره او ګلابي انقلابونه دي چې مسلمانان يې له بدبختيو ، تباهيو او ورانيو سره مخ کړيدي .

همدغه راز کفارو ته تسليمۍ او بې غيرتۍ ، مسلمانو قومونو ته د دوی د اسلامي تشخص او ملي هويت له مسخه کيدو پرته بل ارمغان ندی لرلی او نه يې مسلمانان په سياسي ، اقتصادي او نظامي برخه کې په استعمار او استکبار له تکيه کولو څخه خلاص
کړي دي.

په ټوله نړۍ کې د جهاد او مجاهدينو د برياليتوب په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

مجاهد سراج وروره کور دی ودان ښه لیکنه او ښه مثالونه دقناعت وړ لیکنه خو ددغو بی دینه کسانو ژر قناعت دجهاد ی سوک نه پرته بل څه ژر نشی سمولی ځکه ددغو سیکولرستانو زړونه مسخه شوی دی

الجاج استاذ بیانزی

سراچ صاحب ، سلامونه می ومنه ! اکثره غلامان او ملحد ایزمیان چه دا خبره کوی ، هدف یی د روسانو او کمونستانو سره په مقابل اړخ کی داخوانی مجاهدینو څخه که وی سمه ده ، زه یی هم له بده مرغه غړی فعال او اولنی غړی ووم ، په غړیتبوب می ورله ویاړلی لرلی . مګر رهبران یی د ډالرو له امله دنفس په مقابل جهاد کی ماته وخوړه جهاد یی به فساد بدل کړو ، یعنی یهودانو تری په بیه رانیولو ، د د فساد رهبرانو سپیڅلی او د دوه میلونو پ ګرمو وینو خروب شوی جهاد یی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x